په يوه ولسواکه ټولنه کې زغم او پيرزوينه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23240

دخبریدو نیټه : 2009-01-25

په يوه ولسواکه ټولنه کې زغم او پي زوينه


لیکوال او را ټولونکی: خوشال خليل


ديارلس کاله پخوا په ١٩٩٥ کال د پاريس په ښار کې د م ګرو ملتونو د ښوونيز،علمي او فرهنګي سازمان (يونيسکو)١١٨ غړيو هيوادونوپه خپلې ٢٨ مې عمومي غونډې او ناسته کې د نومبر ١٦ نيټه د زغم او پيرزوينې (tolerance) دورځې په نوم ونوموله .


زغم او پېرزوينه له عملي او نظري پلوه دنړۍ په تاريخ کې ژوره ريښه لري،دافغانستان په تاريخ کې په ځانګړي ډول داسلام له راتګ څخه وروسته موږ په افغانانو کې دزغم او په يو بل باندې د پېرزوينې ډېرې بېلګې ليدلى شو، موږ په خپله ټولنه کې د زغم تر ټولو ښې بېلګې د دينې عالمانو، حکميانو، او عارفانو په ويناوو او  خپل ولسي ادب کې موندلى شو. لکه چې يادونه وشوه زموږ په ملي او ديني فرهنګ کې د زغم او پېرزوينې ډېرې بيلګې  د  مذهبي روايتونو،متلونو،شعرونو،لنډيواو د نکلونو په بڼه ليدلى شو. همدارنګه  زموږ زيات شمېر علمي،فرهنګي،مذهبي او ملي مشران د زغم او پراخې حوصلې درلودونکي وو.خو؛ له بده مرغه په دې وروستيو کې په موږ کې د زغم او پېرزوينې روحيه تر بل هر وخت زياته ځپل شوې ده.


 


پيرزوينه او زغم په غربي فرهنګ کې:


د غربي مفکرانو په منځ کې د زغم او پېرزوينې په اړه تر ټولوجدي او بنسټيزسياسي او فلسفي نظريات د١٧ مې پيړۍ نامتو فيلسوف جان لاک وړاندې کړل.


جان لاک (١٧٠٤_١٦٣٢) وايي ژوند وکړه او پريږده چې خلک هم ژوند وکړي،په خپلو عقايدو او فکرونو کې خپلواک اوسه او د نوروعقايدو ته هم د ناوى لره.لاک لارښوونه کوي،چې  دعقل دتوان د بشپړيدو له پاره ټول بايد يوه عملي دوره ووهي،چې پېرزوينه او هوساينه يې په عادت بدله شي، يوازي د نورودنظرياتو د زده کړې په سيوري او د نورو عقايدو ته د درناوي په صورت کې کولاى شو،چې حقيقت  ته د نژدې کېدو تمه ولرو. لاک وايي ((ددې پر ځاى چې يو بل ته دليلونه وړاندې کړو غوره به دا وي،چې په ګډه د عقل زده کړې ته لستوڼې رابډوهو)) (١)


توماس نيګل د برابرۍ او پلوۍ، په نوم په خپل  کتاب کې د زغم او پېرزوينې مفهوم په دې ډول مطرح کوي (( دولت بايد دا ومني چې هر څوک دې د ژوند ځانګړې لار ولري،خو شرط يې دا دى چې دغه لار دې د نورو ازادي زيانمنه نه کړي ، زغم بايد د دولت او پلوراليزم تر منځ  يوسازش يا پخ اينه  رامنځ ته کړي ،په بل عبارت کله چې يو داسې ژوند رامنځ ته شي چې مخکې يې د يو ارمان بڼه درلوده، چې د دولت او اوعامه افکارو له خوا تپل شوى نه وي نو؛افراد بايد وکولاى شي ځانته د يو مناسب ژوند لاره غوره کړي.د افرادو د خپلواکۍ په نوم له زغم نه دفاع کول، دهغې ټولنې غوښتنه ده چې په پلوراليزم اود حکومت په بي پلوۍ ولاړه وي .


په غربي کلچراو فرهنګ کې د پيرزوينې مفهوم يو څه پيچلى دى.په دې اړه نوي نظرياتي بحثونه، پيرزوينه او زغم يوه داسې ښيګڼه ګڼې چې له اروايي پلوه هغو ارزښتونو ته د بيرته ورګرځيدو او مخ ور اړولو په مانا ده، چې په هغې کې يو فضيلت پروت وي او ټولې لار ښوونې په کې ارزول کېږي.


که موږ هڅه وکړو چې پيرزوينه او زغم دې تر دې روښانه تعريف کړو، دا بايد ومنو چې د پيرزوينې د کولو په برخه کې، انسان او د هغه حق د پرمختګ او بشپړيدو په لور ازاد د . په دغه بنسټيز حق باندې د بشري حقونو په نړيوال منشور کې ټينګار شوى دى،د يو کس له پاره دغه شان حق تر ډېره د هغه ازادي تضمينوي. (٢)


زغم او پيرزوينه په افغاني فرهنګ کې :


افغانان چې خپلې ستونزې د جرګو او م کو له لارې هواروي،دزغم کلتور په کې ديولړلاملونو له امله کمزورى شوى دى او هر وړه خبره د جنګ او جګړو خواته کشوي دا په دې مانانه ده چې ګواکي افغانان د دزغم او پيرزوينې. په ارزښت نه پوهيږي او اړتيا ورته نه وينې .له  پښتني دودونو،متلونو، او ادب له مطالعي نه په ډاګه ښکاري چې دا خلک تر نورو زيات د نه زغم او نا امنيو ق بانيان دي او اړتيا يې تر نورو ډېره ويني، داچې د بېلابېلو لاملونو له امله دې ته کار نه دى شوى او يا هم ددې خلکو نورې ستونزې  ډېرې وي او دې ته چا کار نه دى کړي بېله خبره ده.


په نړيوال سياست کې دافغانانو خاورې يوځانګړى جغرافيايي، ستراټيژيک اوسياسي ارزښت پيداکړى  دى. دې خاورې ته نړيوال ځواکونه  مخکې له دې چې  دافغانانوپه  کلتوراو دودونو پوه شي    په ډغره ورغلي دي، دا کار  دتاريخ په هره دوره کې شوى د .  له يوې خوا روسې اوله بلې خوا انګريز پرته له دې چې ددې ملت په  نفسياتو او ملي ارزښتونو ځان پوه کړي  خپل فعاليتونه  يې دلته پيل کړل، چې پايله يې له بربادۍ او ورانۍ نه پرته بل څه نه وه. دانګريزانو اوافغانانو ترمينځه درې ځله جګړه ددې يوه ښکاره بيلګه ده، ددغه جنګونو په دوران کښې چې کوم پښتو ادب رامنځ ته  شوی دی په هغې کښې دنورو موضوعاتو سره سره دامن ، زغم، او د پېرزوينې  دکلتور  يوه هيله ليدل کيږى ددغه دور په فولک ور کښې هم دامن دارمان انعکاس ښکارى.


په پښتنو کې د يو  منظم تحريک په پايله کې امن سره دمينې اودجنګ او تاوتريخوالي نه دنفرت احساس  هغه وخت پيدا شو چې ټول پښتون ولس د انګريزي استبداد سره په وسلواله مبارزه بوخت وو  په دغه ورځوکښې يوانقلاب جوړونکى شخصيت  خان عبدالغفار خان (باچاخان) راپاڅيداود زمانو- زمانو دې جنګ ځپلي اوجګړه مار ولس ته يې دامن يونوی پيغام ورکړ.
باچاخان له خپلو ملګرو سره په ګډه يوداسې خوځښت پيل کړ، چې په خپل ډول کې نوی نه وو خو دپښتون په خاوره  يو نوی او نا اشنا خوځښت و. خدايي خدمتګارغورځنګ چې په پښتنو کې دامن، سولې، ورورولۍ او دعدم تشد په  فلسفه ولاړ وو اوجنګيالى پښتانه يې په ډېر برياليتوب له  دعدم تشدد سره  بلد کړل. دغه غورځنګ دخانانو اوځمکه والو څخه دخانۍ نشه وويسته دزور ورو او ځواکمنو ځواک او  غرور يې مات کړ اوکمزورو بېوزلوته يې داميد نوې رڼا ورکړه. خان اومزدور يې په يوصف (پليټ فارم) سره راټول کړل . خان ،بزګر ،مزدور،او کسب ګر يې دبرابرۍ اوانسانى ازادۍ په مانا پوه کړل اوله انګريزانوڅخه  يې ولس دعدم تشدد له  لارې ازاد کړ .(٣)


 نوموړي په خپل تحريک کې  دهر مکتب،او فکر خلک شامل کړل دغه  تحريک دپښتو په ادب ،خوى او دودونو کې  ژوره اغيزه وکړه. ددغه دور په ادب کې دازادۍ دترلاسه کولو  سره- سره دامن ، سولې ،ورورولۍ فکر هم ډېر اوچت  ښکارى که څه هم دغه  تحريک  دازادۍ له پاره وو خوپښتانه يې دامن ،برابرۍ زغم،پېرزوينې ،بشري حقونوته درناوى اوپه  ولسواکۍ پوه کړل. کله چې موږ د زغم په اړه خبري کووپه افغانانو کې په ځانګړي ډول پښتنو کې  دغه دوره او دا تحريک د زغم او پېرزوينې د يو روښانه مثال په توګه يادولى شو.


 


 په يوه ولسواکه ټولنه کې زغم او پيرزوينه:


په يوې ولسواکه ټولنه کې خلک د بې ا بېلو نظرونو اومفکورو په لرلو سره په ګډه ژوند کوي. په داسې يوه ټولنه کې چې ټولې کړنې د قانون په چوکاټ کې تر س ه کېږي ،داپه دې مانا نه ده چې هلته ستونزې او شخړې نشته دي. په دارنګه شخړو کې هر انسان د خپلو کړنو اود هغو د پايلومسوول دى. او د کړکېچ په دارنګه ځانګړو حالاتو کې خپل مناسب چلند ته پام کول ډېر اهميت لري. د دارنګه کړکېچونو د کنټرول له پاره پيرزوينه او زغم تر ټولو ښه معيار دى.


پيرزوينه او زغم په درې ډوله ارزولى و، له شخړواو تاوتريخوالي څخه ځان ساتل،د برابرو حقونو پيژندل او له دغه ټولو شته ارزونو څخه،چې پيرزوينې و باندې وپيژنو د يو حد ټاکل دي،د بېلګې په توګه کله چې کومه شخړه په منځ کې نه وي،اويو څوک د دغو ارزښتونواو م عيارونو پر وړاندي خنثا حالت ولري، دې ته موږ پيرزوينه  نه بلکې بې پروايي او بي تفاوتي ويلى شو.


يا ه يوچا سره د زړه سوي له امله پيرزوينه وشي، دې ته د خبرې پر سر يوالى يا جوړجاړى ويل کېږي نه پيرزوينه.


د پيرزوينې پر وړاندې نه پيرزوينه په دې ماناده،چې خپل نظر او خوښه پر نور منو.په بېلابېلو بڼوسره د مخالف ور نظر ته په ټيټه کتل اود هغه رټل په خپله يو ډول جبر او تاوتريخوالى دى،چې ددغه شان پيښو ليدل ډېر پيچلى او حساس نظر غواړي.


له پورته يادونو څخه دا پايله اخيستى شو،چې پيرزينه او زغم د ډيموکراسۍ د پايښت اوساتلو له پاره يو تر ټولو مهم توکى دى.


ديرزوينې او زغم ته  د يونيسکو د  اعلاميې (١٩٩٥) په لومړۍ مادې( دريم او څلورم بند)کې  دا ډول اشاره شوې ده .


_ پيرزينه يو داسې مسووليت دى،چې بشري حقونه ،پلو اليزم(له دې ډلې نه فرهنګي پلوراليزم) ډيموکراسي او د قانون رول مني.


_ پيرزوينه بشري حقونوته د درناوي يوه لاره ده ، د ټولنيزوبي عدالتيو او يا د يو چا د عقيدې کمزوري کول نه دي. په دې مانا چې يو فرد د دې خپلواکي لري چې، په خپلې شخصي عقيدې ودريږي او دا دې هم ومني چې نور دې هم په خپلو عقيدو ولاړ اوسي. داپه اصل کې ددې حقيقت منل دي، چې ظاهرا انسانان   په طبيعي توګه د و ضعيت،وينا، چلند او ارزښتونو له پلوه  سره جلا دي.او داحق ل ي چې په سوله کې سره ژوند وکړي اوڅنګه چې دى بايد هماغه شان وي، دا په دې مانا ده چې د يو چا نظر او رايه بايد په بل چا باندې تحميل نه شي.4


زموږ په ټولنه کې د نورو د نظرياتو په وړاندې د زغم کچه ولي دومره ټيټه ده؟


  په موږکې، مشرانو، چارواکو او له  دې  ټولوسره ولي، داسې فکر دى چې د خپل نظر يوه وړه مخالفه خبره نه شي زغملى؟


دا خورا ډېر لاملونه لري چې يو څو يې يادولى شو، هغه کسان چې له موږ سره فرق لري نه يې خوښوو، ښايي هغوى له دې امله نه خوښوو چې رنګ او جنس يې له موږ ځني جلا دى،يا په هغه ژبه خبري کوي چې موږ پرې نه پوهيږو، موږ چې څه ډول فکر کوو ښايي هغوى هغه ډول فکر ونه لري، ښايي عقيده اوباورونه يې زموږ له باورونو سره و ته والى ونه لري،اويايې ژوند اوسليقه زموږ په شان نه وي او....


هغه کوم کسان دي چې له خپلو باورنو پرته بل شى نه شي زغملى؟


  هغه کسان چې د نور دعقايدو په وړاندي زغم نه لري هغو ته  ديګماټيستان او بت پرستان هم ويلى شو،چې په کلکو ثابتو او په داسې عقايدو باور لري چې په هغه کې هيڅ ډول تغيراوخبره  نه شي زغم ى ، د هغوى په نظر که ددوى له نظرياتو دې يو پل هم بې ځايه پورته کړ هيڅکله نه بښل کېږي. له دې کار سره بايد ته او ستا د نظر پلويان له يوې مخې له منځه لاړ شي.


 بت پرستان هغو کسانوته ويلى شو، چې د ځينو کسانو او اف ادو نظريات  يې په ډېر افراطي ډول منلي وي ، که دې يوه خبره هم د هغه په اړه وکړه، ددې خلکو له سخت قهر او غضب سره مخ کېږي او په دې لار کې له هيڅ ډول تاوتريخوالي لاس نه اخلي. د پښتو ژبې نامتواستاد اروښاد ګل پاچا الفت دغې بت پرستې ته په خپل يو شعر کې داسې اشاره کړي ده.


پرستش ديوه تن بت پرستي ده


د مسلک پيروي لويه ازادي ده


په کوم ځاى کې چې يوفکر کړې کارونه


هلته خوشې مهمل لفظ ډيموکراسي ده


 بله ډله هغه کسان دي ،چې فکر کوي دوى په هر څه پوهيږي ،او دنړۍ ټول علم ددوى په مغزو کې ځاى نيولى ،هغوى ديو درواغجن غرور له امله  ځان د علم او پوهې داسې کسان ګڼې چې نور يې له پامه هيڅ هم نه راځي.او دځان په وړاندي هره خبره يوه لويه ګستاخي او سپکاوى ګڼې ځکه خود هرې مخالفې خبرې  په اوريدو سره  د قهراو غوسې له لاسه خپل عقل او سوچ له لاسه ورکوي او ډير ژر په خپل مخالف بريد کوي.(٥)


څنګه کولو شوپه خپله ټولنه کې د زغم روحيه پياوړې کړو؟


هرکله چې موږ ومنله ،چې داکس  که څه هم زما له نظرياتو سره جوړ نه دى ،او باورونه يې  له ماسره فرق کوي خو(( انسان )) دى او د ذاتي درناوي وړدى . اويا که موږ دا ومنله چې انسانان د خداى داسې مخلوق  دى چې، تيروتنه کوي او ښايي په پريکړو ،عمل اوفکر کې هم تيروتنه وکړي او دا کار په موږ انسانانو کې همداسې را روان دى موږ بايد د ځان غوښتنې له امله ونه وايو چې ولي دا کس زما په شان نه دى.


د بېلو عقيدو،باورونو، عملونو او مفکورو په درلودلو سره موږ نه شو کولاى يو څوک له انسانيت نه جلا وګڼو، او دا هغه څه دې چې اخلاق يې موږ ته راښيي . دهغه چاپه وړندې  پيرزوينه او زغم چې عقيده او باور يې له موږ سره مخالفت لري ، زغم په دې معنا نه دى چې، ګواکې موږ د هغه عقيده  منو.


د اروا پوهنې له نظره کله چې له يوشي وډار شو، خپله ارامتيا له لاسه ورکوو،کله مو چې ارامتيا له لاسه ورکړه، هر هغه څه چې ددي سبب شوى له هغه سره مو کرکه پيدا کېږي.په دې توګه ويلى شو چې،که  دافغانستان خلک د يو بل له باورونو او نظرياتو او ژوند څخه خبر نه شي او له يو بل نه نا خبره پاتي شي، نو دزغم د رامنځته کېدو او دوديدوله پاره زمينه چمتو نشي ، نه شو کولاي په هيواد کې تلپاتي او دوامداره سوله ولرو.


 


اخيستنې:


(١) په فلسفه کې تلپاتي پېښې (١٦٤)مخ ،دنصير احمد احمدي ژباړه_


 http://www.if-id.de/if-id-Oldsite/ifidsite/kritik/November/16November_DW.p    بهرام محيى ازسايت اديوآلمان


http://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&id=70  (٣) راج ولي شاه خټک،دپښتونخواويپاڼه              


http://www.ngos.blogfa.com/cat-1.aspx   (٤) اعلاميه اصول مدارا  اعلام و امضاشده توسط ک ورهاى عضو يونسکو


 http://www.atefrad.org/3-zoragh-e- andisheh/harf%20toye%20harf/kam%20tahammol%20ha.htm (٥)