غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
کورنی سياست
ددې لپاره چې کورنی سیاست د ټولنیز ژوند په ټولو ملي پر مختیايې چارو کې پراختیا پیدا کړي او په ټوله سیمه کې ټولنیز عدالت ټېنګ او خدمت وکړي باید له شرایطو سره سم د ټولنې د رښتیني ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره داسې عملي ګامونه واخیستل شي چې ټولنې ته د هرکلي، زغم او منلو وړ وي .
دغه لوړ ملي ارمان ته رسیدل د ټولنې په ژوره او بشپړه پېژندنه پورې اړه لري . که چیرې د ټولنې پېژندنه ناسمه وي هر رنګه کورنی سیاست که څه هم د ښه نیت او لورونې له مخې وي او همدارنګه د مضمون او څېرې له مخې مترقي هم وي نه شي کیدای چې بریالیتوب یې باوري او ډاډمن شي .
څرنګه چې افغانستان یو غرنی هیواد دی او یوه په دریمه برخه یې لوړ غرونه دي له دې کبله د پڅې پرمختیا سره لاس په ګریوان دی . په دې هر څوک پوهیږي چې له عصري لویو او نښلیدلو لارو او تماس ټېنګولو پرته هېڅ ډول چارې لکه ګرځندوی، کرهڼه، مالداري، سوداګري، صناعت، اقتصاد، پوهنه، روغتیا او داسې نورې په وړ ډول او لکه څنګه چې ښایي پر مخ نه شي تللی . د هیواد غرنيتوب او پرې راچاپیره وچې د لویو لارو جوړول او په عصري ډول د تماسونو ټېنګول له ستونزو سره مخامخ کړي دي چې په نتېجه کې لا تر اوسه یانې په یوویشتمه پیړۍ کې هم موږ لوې نښلیدلي لارې ، د ګاډي پټلۍ، سر تر سره سړکونه چې کلي او ښارونه سره ونښلوي نه لرو . په عمومي توګه د مالونو وړل راوړل د انسانانو او حیواناتو پر شا اوکله، کله په لاریو کې هم تر سره کیږي . دا ډول بارچالاني یانې وړل راوړل د نړۍ په اوسنیو حالاتو کې ډیر وروسته پاتې او په منځنۍ پیړۍ پورې تړلي شمېرل کیږي چې د نن ورځې له پرمختګونو او ترقۍ سره نه پر تله کیږي . د تماس نیولو وسیلې یانې په ټول هیواد کې نه یوازې د ټیلفون، فکس او ډاګ شبکې نه شته بلکې په ښارونو کې د ننه او دښارونو تر منځ هم نه شته . کولای شو ووایو چې څه نا څه د ټول هیواد خلک د برېښنا، ګاز، د څښلو اوبو، روغتیایې، ټرانسپورټي، فرهنګي، مالداري او د ژوند له نورو لومړنیو خدمتونو څخه بې برخې دي . د هیواد اوسیدونکي تر اوسه پته نه لري . ان د هیواد په سترو ښارونو کې د هر چا ځانګړي پته او پوستي کوډ نه شته، هغه د ولسي خدمتونو وسیلې چې په ځنو ښارونو کې جوړې شوي وي؛ هغه هم په (90)مه میلادي لسیزه کې په بشپړ ډول له منځه لاړې . کله چې ښار یاد وو مقصد مو دادی چې د نورې نړۍ د ښارونو غوندې په پرمختللو خدماتي وسایلو سمبال وي . پداسې حال کې چې د افغانستان په پلازمېنه (کابل ښار ) کې تر اوسه کانالزاسیون نه شته . کله چې یو ستر مرکزي ښار کانالیزاسیون ونه لري د سیمې د ککړتیا اوسوتره ګۍ ستونزه په خپله یوه ستره غمیزه ده . همدارنګه کله چې د یوه ستر ښار اوسیدونکي هره ورځ ټولې چټلۍ د ځمکې پر سر وغورځوي، هره ورځ غیر صحي اوبه وڅښي،غیر صحي ډوډۍ وخوري او ککړه هوا تنفس کړي؛ کولای شو ووایو چې په رښتیا سره د خلکو لمن په ټولنیزه توګه ویرجنو غمیزو او ناورین ور ډکه کړي ده .
اند کیږي چې ښایې په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هیواد وي چې خلک یې د ډول، ډول کورنیو او باندنیو جغرافیه یې، ټولنیزو او پرله پسې جنګونو له امله د لومړنیو بشري حقونو او مدني خوندونو څخه بې برخې دي . ډیر خلک د تنګیو په منځ او د غرونو په ډډو کې ژوند کوي چې د ورتګ، ورپورته کیدو او تماس نیولو ډیرو ستونزمنو حالاتو له نړیوالو مدني حقونو او خوندونو څخه بې برخې او له یوه بله لرې ساتلي دي له دې کبله دغه ډول ناوړه حالاتو د دوی په ژوند کې داسې دودونه غوږلي دي چې د پیړیو په اوږدوکې یې په سپیڅلي عقیده او باور بدل شوي دي . له بده مرغه هر څوک چې د پرمختګ او بدلونونو په لاره کې له دغو منل شویو دودونو سره ټکر شي په تېره خو که دغه بدلونونه په دوی باندې له باندې څخه منل کیږي سمدستي ان د ځان وژنې تر ټکه داسې غبرګون ښکاره کوي لکه د غومبسو ټوپکی چې وتخنوې . څرنګه چې ډیر خلک او قومونه له یوه بله لرې پرته دي ځکه نه یوازې د دوی تر منځ بلکې د ښارونو او سیمو تر منځ هم څه نا څه د دودونو توپير دی . ویلای شم چې له نوي یمې لسیزې د مخه دا توپيرونه ښکاره وو خو له دې وروسته د ښارونو ړنګولو له کبله؛ په ځانګړي توګه د کابل ښار د ملي موزیم، ملي ارشیف ، ملي ګالري،عمومي کتابتون، د پوهنتون کتابتون او نور کتابتونونه، بانکي زېرمه، دولتي مطبعه، سیلو، د جنګلک فابریکې د لوټولو او ړنګولو او د ټولو فرهنګي ارزښتونو د پو پنا کولو ، په تېره خو د ملي پوځ او پولیسو له منځه وړلو نه یوازې دودیز توپیرونه سره لږ کړل بلکې ګران هیواد افغانستان یې دمنځنۍ پیړۍ تر ټکه ور ورساوه .
له دې یادونې مې مطلب دادی چې ډیر سیاستوال د کابل په ښار کې اوسیدل او د ښاري ژوند تر اغېزې لاندې وو؛ له کلیوالي ژونده یې رښتینی او بشپړ مالومات نه درلودل په تېره خو د کلیوالو خلکو له روحې او دودیز ژوند څخه په بشپړه توګه بې خبره وو د دوی غملړلي مادي او فرهنګي نیستي یې هېڅ په پام کې نه وه نیولي . روڼاندو ښایې د ښه نیت او لورونې له مخې وي بې خبره له دې چې خلک د خپل ناوړه ژوند د خلاصون لپاره په خپله مبارزه وکړي او د مبارزې لارښوونکي له خپل منځ څخه وټاکي ؛ وچ په وچه او په خپل سر یې ځانونه ددوی استازي ګڼل؛غوښتل یې داسکیرلي اوکرغیړن ژوند څخه د خلاصون لپاره د دوی په ګټه مبارزه وکړي . یانې ښاري روڼاندو په خپل سر او په خپله خوښه هم ځانونه د دوی استازي ګڼل، هم یې د دوی په ځای مبارزه کوله او هم یې ځانونه د دوی لارښوونکي بلل . پداسې حال کې چې ولسي خلکو دودیز لارښوونکي (ملایان او ملکان) درلودل او د پیړیو په اوږدو کې یې یو پر بل باور او ډاډ پیدا کړی و. سیمه ییزو ملایانو او ملکانو د خپلو ځنډنو تجربو له مخې کولای شول چې د ټولنې د ښې پېژندګلوۍ له کبله خپلې غوښتنې او بدلونونه په ډیره اسانۍ د څښتن تعالی اوپيغمبر په نوم پرې ومني . همدارنګه په هر ډول کړو وړو کې چې د دوی ځانګړي ګټه نه وه هغه یې د کفر او بې دینۍ په نوم تبلیغ او سیمه ییز خلک یې په خپله ګټه اړدوړ او جنګ جګړې ته هڅول چې په دې ډول یې له خړو اوبو څخه کبان نیول .
تاریخي تجربې د دغې رښتیا ویاندوی دي چې کله په سیاست کې ملي دودونه او د افغانستان د خلکودیني عقیدې د دوی له هوښیارۍ سره سمې په پام کې نیول شوي دي، د ملایانو او سیمه ییزو مشرانو په سلا قوانین، تګ لارې او پلانونه ګام په ګام کارول شوي دي؛ بریالیتوبونه یې زیات دي . خو که په سیاست کې دغو شیانو ته ژوره پاملرنه؛ نه ده شوي په بړګندۍ او چټکه توګه پیل شوي دي ارومرو وروسته پاتې دودیز پالو د باندنیو په لمسون ټولنیز مخالفتونه او عمومي اخ و ډب راپارولی دی چې په نتېجه کې یې د هیواد حالات لا بد او غملړي کړي دي .
په دودیزپالو او وروسته پاتې کسانو باندې د زیاتې اغېزې یو بل لامل دا هم دی چې دوی هره ورځ له خلکو سره په دیره، جومات، تکیاځای، جرګو او قومي ټولنو کې مخامخ کیني خپلې ټولې خبرې د دوی په سیمه ییزه ژبه له دین څخه د ملاتړ په پوښ کې او خپل مخالفان د بې دینۍ په تور په ګوته او خپل تبلیغات په ویېز، سیده او پرله پسې ډول د دوی په ماغزو کې ورپیچکاري کوي . خو په ښارونو کې هستوګن سیاستوال خلکو ته خپل پیغامونه په لیکلي توګه ورلیږي چې له یوې خوا د سړکونو او لارو د خرابۍ او نه شتوالي او د ټرانسپورټ د لږوالي له کبله په ټول هیواد کې ټولو خلکو او کلیو ،بانډو ته نه رسیږي او له بلې خوا د څه ناڅّه عمومي بیسوادۍ له کبله ګټوره اغېزه نه شي پرې شیندلی . دا ځکه چې د افغانستان په څېر په نه لوستي ټولنه کې په سیمه ییزه ژبه مخامخ او دلیدنو، کتنوله لارې خبرې ډیرې ګټورې او اغېزناکې وي .
یوه بله خبره چې باید په ژوره توګه په پام کې ونیول شي په افغانستان کې د ګڼ شمېره قومونو اوسیدل دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې ملي خواشینۍ او خوشالۍ سره ګډې دي، په یوه لاس، یوه خوله او یوه غږ یې د خپلې خپلواکۍ ، د خاورې بشپړتیااو ملي حاکمیت د ساتلو لپاره زیاتې سرښندنې کړي دي . همدارنګه باید ټولو هغو قومونو او خلکو ته چې د خپلو پاسنیو ملي دندو، ملي یووالي، ملي قوانینو او ملي حاکمیت درناوی کوي ، یو ډول او په بې توپیره ډول په درنه سترګه وکتل شي .