( نظام إقتصاد عادلانه )
بسمه
تعالی
محترمومسلمانانو ! د محاسن الإسلام په دغه برخه کښي د « إقتصاد إسلامي » يا په بل تعبير د «
نظام الإقتصاد في الإسلام» په اړه معلوماتونه درکوم .
د إقتصاد لفظ په لغت کښي د قصد له لفظ څخه مأخوذ دئ ، چي
و عدل ، استقامت دلاري او ميانه روي ته ويل کيږي ، چي د إسراف او تقتير په منځ کښي متوسطه درجه ده
.
( أنظر لسان العرب ج۳ص۳۵۴ ، والقاموس المحيط ص۳۹۶ ) .
او په إصطلاح کښي د إقتصاد تعريف په دې شکل سوئ
دئ :
الأحکام والقواعدالشرعية التي تنظمُ کِسبَ المالِ و إنفاقه و أوجُهَ تنمِيَتِه .
(أنظر ا
نظام الإقتصادي في الإسلام) .
يعني : د شريعت په إصطلاح کښ د إقتصاد لفظ د هغو أحکامو او شرعي قاعدو
نوم دئ کومي چي له ګټلو د مال ، له صرفه ولو او لګولو د مال او د مال د تنميې او زيات والي له
ارو او چارو سره تعلق لري .
دغه أصول او قواعد د إقتصاد إسلامي و دوو برخو ته ويشل سويدي :
اوله برخه يې
هغه قوانين او أصول دي چي هيڅ کله قابل د بدلون او تغير ندي ، بلکي تر ورځي د قيامته پوري ددې ګنجايش نه
پيداکيږي چي د همدغو أصولو مخالفت وکړ سي .
دا هغه أصول دي چي يا په شرعي قطعي دلائلو ثابت دي او
يا وداسي قطعي أصل ته راجع دي چي هغه په قرآنکريم ، يا په نبوي حديثو کښي او يا په إجماع کښي تحقق ل
ي .
د مثال په ډول په إسلام کښي د إقتصاد په اړه دوه أصلونه ( چي يو منفي او بل مثبت دئ ) وضع سويدي ،
چي منفي يې ربا او سود دئ او مثبت يې بيع ده ، چي إسلام دا قانون او أصل وضع کړئ دئ چي په هره معامله کښي
چي سود او ربا او يا شبهه د ربا موجوده وي نو مسلمان له دې څخه منع دئ چي خپل إقتصاد او مالي حيثيت د هغې معاملې
له لاري پياوړئ کړي ، او دارنګه إسلام د بيع (يعني د رانيولو او خرڅولو) أصل او قانون هم وضع کړئ دئ په دې
ول چي هر مسلمان کولائ سي چي د شرعي دستور مطابق د خريد او فروخت له لاري و خپل مالي حيثيت او إقتصاد ته وده و
کړي .
دغه دواړه أصلونه د قرآنکريم له دغه مبارک آيت څخه مأخوذ دي چي :
و أحل اللهُ البيعَ وحرم
َ الربوا ( البقرة آيت ۲۷۵) .
او دغه دواړه أصلونه په هيڅ وخت کښي ، په هيڅ إعتبار سره قابل د تغير او بد
ون ندي ، او د قيامت تر ورځي پوري هر مسلمان له دې څخه منعه دئ چي دسود له لاري مال وګټي او ددې ورته اجازت
دئ ، بلکي که حُسنِ نيت ولري عبادت يې هم بلل کيږي چي د بيع او شرا له لاري مالي ګټي تر لاسه کړي .
دوهمه برخه د أصولو د إقتصاد په إسلام کښي هغه قواعد او قوانين دي چي د وخت ، حالاتو او مصالحو په وجه د
يو ولي الأمره چي مجتهد وي او د علماؤ مجتهدينو د صواب ديد مطابق بدليدونکي او تغير خوړنکي
دي .
داهغه قواعد دي چي ثبوت يې دداسي دلائلو په وجه راغلئ وي چي هغه د سند يا د دلالت په إعتبار يا په
دواړو اعتبارو سره ظني وي .
( أنظر اغاثة اللهفان ج۱ص۳۳۰ ، إعلام الموقعين ج۴ ص۲۶۲ ) .
دمثال په ډول
د أجيرمشترک په اړه په ابتدا کښي شرعي حکم دا ؤ چي کوم مالونه د خلګو چي له ده سره وي ، لکه مثلا و يوه
خياط ته مختلفو خلګو کپړې او جامې د جوړولو لپاره ورکړي وائ او بيا په دغو جامو کښي يوه جامه له ده سره ضائع سوې
وائ نو دَی به ضامن نه بلل کيدئ او د جامې خاوند له ده څخه د خپلي جامې بدل نسوائ غوښتلائ .
د ح
ضرت أميرالمؤمنين علي ابن أبي طالب (رض) د خلافت دور چي راغلئ او د خلګو حالات له پخوا څخه دديانتدارۍ او
امانتدارۍ په اعتبار څه ناڅه بدل سول نو ده مبارک داحکم وکړ چي اجير مشترک به له دې څخه وروسته د خلګو د هغو م
الو چي له ده سره ضائع سي ضامن ګرځي ، او داسي يې وفرمايل چي :
لا يصلِحُ للناسِ الا ذا
ک ( أنظر المرجع السابق ) .
دارنګه په ابتدا کښي و هغو خلګو ته چي په شريعت
کښي د « مؤلفة القلوب » په نامه سره ياديږي له زکات څخه يوه برخه ورکيدله ، کله چي د إسلام د دوهم خ
يفه حضرت عمر (رض) د خلافت دور راغلئ نو ده مبارک وفرمايل چي وروسته له دې به و مؤلفة القلوب ته قطعًا
زکات نه ورکول کيږي ، او دا دليل يې و صحابه و ته پيش کړ چي نبي (صلی الله عليه وسلم ) چي و دوۍ
ته زکات ورکاوئ هغه په دې سبب ؤ چي إسلام کمزورئ ؤ ، نو د إسلام پيغمبر به ودوۍ ته د زکات يوه برخه
ورکوله ددې دپاره چي إسلام پرې نږدي او يا و إسلام او مسلمانانو ته ضرر و نه رسوي ، تاسي دي خبر ياست چي اوس
خو الله (جل جلاله) خپل دين عزتمند وګرځاوه نو ددوۍ و تأليف ته نور إسلام او مسلمانان حاجت نلري .
أصحابِ کرامو هم دده پر خبره إتفاق ورسره وکړ او دده پر حکم باندي إجتماع منعقده سوه .
او هغه أصول او قوانين د إقتصاد چي په شريعت کښي قطعي يا ظني أصل ته راجع نه وي او مأخذ يې فقط او
فقط د بشر إستحسان او هوا وي ، نو هغه د إسلام له نظره باطل أصول دي او د هغو أصولو په رڼا کښي مالي ګټي تر
اسه کول حرامي دي .
( أنظر الإجتهاد و مقتضيات العصر للأيوبي ص۲۱۱ــ ۲۲۷ ) .
د إسلامي إ
تصاد رکنونه :
محترمو وروڼو ! إسلامي إقتصاد پر دريو أرکانو باندي ولاړ دئ :
( ۱ )
: مِلکِيَتِ مزدوجة .
( ۲ ) : مقيد إقتصادي حريت .
( ۳ ) : تکافلِ إجتماعي .
تفصيل بې په راتلونکي برخه کښي ( إنشآءالله ) درته راسي .