له سياست سره د مينې اغېزه
وړ سیاست په هره ټولنه کې د کرارۍ، امنیت، پرمختیا او عدالت بنسټ جوړ وي تر څو چې په ټولنه کې ټېنګ او پایښت لرونکی امنیت د یوه دموکراتیک دولتي نظام په چوکاټ کې رامنځ ته نه شي د ملي ژوند په بیلا بیلو برخو کې باوري او خوندي ډاډګیرنه نه شي رامنځ ته کیدای، کومه چې بشري ټولنې په انکار نه منونکي توګه دغه بډایه تجربه ثابته کړي ده .
ددې ډول سیاسي نظم او امنیت ټېنګول د هیواد د خلکو په سیاسي مینه او د ژوند په سیاسي لارو چارو کې په برخه اخیستنه پورې اړه لري . د هر هیواد خلکوچې په سیاسي چارو کې په خپله خوښه برخه اخیستي ده ؛ توانیدلي دي چې د خپل ملي ژوند ټول کارونه په ښه او وړ ډول تر سره کړي،بشري تجربو دا خبره ثابته کړي ده چې د هرې ټولنې د پرمختیا، سوکالۍ او عدالت انډول د هغه هیواد د سیاسي شعور او د هوښیار عملي فعالیت پر تله دی .
په افغانستان کې د ډول، ډول کورنیو او باندنیو لاملونوله کبله د افغانستان خلک له سیاست څخه لرې ساتل شوي دي او زښت ډیر خلک له سیاست سره مینه نه لري؛ همدغه له سیاست سره بې مینیتوب او په سیاست کې برخه نه اخیستل د دې لامل شوچې په افغانستان کې د ټولو لپاره د منلو وړ ټېنګ او پایښت لرونکی دولتي نظام چې د ژوند پایښت یې تر لاسه او ساتلی وای منځ ته نه دی راغلی .
په افغانستان کې له ډیرې مودې په ځانګړي توګه له (۱۹۱۹ ) م کال را پدیخوا تر اوسه پورې ځنوکوچنیو ډلو چې ډیر یې روڼاندي ښاریان اوپه ځانګړي توګه د کابل ښار اوسیدونکي وو، په بیلا بیلو ډولونو سره د سیاست ډګر ته را وړاندې شوي وو . دغه ډلې ځکه کوچنۍ یاد وو چې د ټول هیواد د سر شمېرنې په پرتله یې شمېر ډیر لږ و. ددغو کوچنیو ښاري ډلو ټولنیزه او نړیواله پېژندګلوي ډیره کمزوري او کړه وړه یې زیات پارونکي او زړه سواند وو . ددغه کمزوري ټولن پېژندنې او زړه سوي له کبله یې په داسې چټکو کړو وړو لاس پورې کړ چې په بیلابیلو ډولونو د خلکو د خواشینۍ او د باندنیو لاسوهنو لامل او له داسې ماتي سره مخامخ شول چې د دوی سیاسي فعالیتونه د ملي دموکراتیک نظام د ټېنګښت او پایښت پر ځای د هیواد د ورانو ویجاړو او جنګ جګړې لامل شول .
له بله پلوه داخلي ارتجاع، ظلم او خارجي استعمار ددې لپاره چې خپل واک ته دوام ورکړي په ډیر پام د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د سیاست او سیاستوالو په وړاندې داسې اند رامنځ ته کاوه چې په افغانستان کې یې سیاست او سیاستمداري داسې ناوړه او خطرناکه «خور غودی، مورغودي » لوبه ښکاره کوله چې نه یوازې عادي خلکو له لوستو کسانو څخه کرکه درلوده او لرې ترې ګرځیدل بلکې په سیاست کې یې د نه ګډون له کبله ویاړ هم کاوه او کویې . همدا اوس هم چې په کوم مجلس کې د ملي او ټولنیزو ستونزو په هکله کومه خبره رامنځ ته شي ځنې لوستي کسان په بیړه له یوه بله د مخه کیږي چې ووایې «زه بیطرفه یم . » دا په دې مانا چې ووایې زه د هیواد په هېڅ یوه سیاسي ډله کې نه وم او نه یم او له سیاست سره مینه نه لرم . اوس دې خبرې داسې زور پیدا کړی دی چې د پخوانیو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو غړي هم هڅه کوي چې په دې ډول منډو کې له یوه بله د مخه شي که څه هم په دې کسانوکې داسې د وخت زامن هم شته چې هم په سیاست کې دي او هم نه دي، هم وو او هم نه وو؛ دوی د ورځې زامن او د ورځې په تول وړیا ډوډۍ خوري او د خپلو ځانګړو ګټو ساتندوی دي . په تېره خو دغه ډله د هر واکمن د واکمنۍ پر مهال سرغندوی سرښندونکي، ساتونکي او اخلاص لرونکي دي . دوی د غوړه مالۍ، ټیټ او پاس کیدو او د ځنو نورو ناوړه عملونو له مخې غوره توب د ګټې وټې مقام او وړ نوم تر لاسه کوي . خو چې څنګه هغه واکمني له پښو وغورځي همدغه ډله لومړي کسان دي چې په پړسولي ډول او بړ، بړغږونو د بد وینې په لوبه کې د ګټونکو په توګه ګډون کوي .
په هغو هیوادونو کې چې خلک یې د سیاسي ژوند په ښېګڼو ښه پوهیږي د خپل هیواد په سیاسي ژوند کې له بیلا بیلو لاروګټوره برخه اخلي لکه سیاسي ګوندونه، ډول، ډول ټولنې ، رنګه رنګ خپرونې او په ټاکنو کې د رایې ورکوونکي او رایې اخیستونکي په توګه . ټول دغه ډول سیاسي او ټولنیز فعالیتونه لومړی د قانون په زړه کې ځای پیدا کوي،بیا روا ګڼل کیږي او وروسته د خپلو خلکو سیاسي او ټولنیزه پوهه د هرې ورځې په تیرېدو سره پیاوړي کیږي او د وخت له غوښتنو سره غبرګه پراختیا مومي چې په نتېجه کې د سیاستوالو تجربه لرونکی او پوخ پوځ رامنځ ته او هیواد د سیاستوالو له کمښت او د غوره لارښوونکو له نه شتوالي څخه ژغورل کیږي . هغه څه چې زموږهیواد په بیلا بیلو ډولونو ورسره لاس او ګریوان دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې تر اوسه پورې (2003) چې د یووشتمې پیړۍ دریم کال دی هېڅ یو سیاسي ګوند؛ نه درلود چې په رسمی توګه ثبت او له قانون سره یې سم په ټاکنو کې ګډون کړی وي او د ټاکنو له لارې واک ته رسیدلی وي . موږ په افغانستان کې داسې بیلګه نه لرو چې کومه سیاسي ډله د ټاکنو له لارې واک ته رسیدلي وي او بیا د ټاکنو له لارې له واک څخه لرې شوي وي . هماغه ډول چې د سیاسي دسیسو او پوځي کودتاوو له لارې یې واک تر لاسه کړی دی په هماغه ډول له واک څخه ایسته شوي دي . هر وار د واک تر لاسه کولو په ټکر کې د هیواد ټولو ملي ګټو او امنیت ته وینې بهوونکي زیانونه ور اووښتي دي، سیاسي تجربو دوام نه دی موندلی او د هر واک په بدلیدو دوه ګونی ویش رامنځ ته شوی دی . نوي ډلې زاړه یانې له واکه لویدلي ډله په خیانت تورنه کړي ده، د دوی په لاس ته راوړنواو نووښتونو یې له یوه څیرمه د بطلان کرښه را ایستلي ده،له واک پریوتي کارپوهان، تکنوکراتان او تجربه لرونکي کدرونه یې لرې کړي دي او په خپله کوچنۍ بې تجربه ډله یې هر څه له سره پیل کړي دي چې په نتېجه کې ملي ګټو ته سخت زیان ور اووښتی دی .