افغانستان په کرکټ کې ارجنټاين ته ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23289
ACB
دخبریدو نیټه : 2009-01-27

 

د ٢٠١١  زېږديزکال د کرکټ د  نړيوال جام د تياريو په لړ کې افغانستان کوربه هېواد ارجنټاين ته ماتې ورکړه .
د کرکټ  ملي لوبډله د ٠١١ زېږديزکال د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي د درېيم پړاو په سياليو کې  چې د ارجنټاين په  پلازمينه بيونس ايرس کې ترسره کوي، ګډون کړى دى.
د افغانستان ملي لوبډله لومړۍ لوبه وکړه او له ټاکل شويو ٥٠ اورونو مخکې ( په ٤٨) اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې جوړې کړې .
د افغانستان له لوري يواځې احمدشاه ښه وځلېد ، هغه ٤٤ او شفيق الله شفق ٢٤ منډې جوړې کړې . ،.د افغانستان ټوله لوبډله په ١٦٤ منډو وسوځېدله .
 دافغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل  هانګ کانګ سره د سستې له امله له دوو سياليو څخه ګوښه کړى شوى ، چې ددې کار له امله پر افغان لوبغاړو فشار زيات شوى و 
د ارجنټاين ټوله لوبډله په ٤٨ اوورونو کې له ١٤٥منډو جوړېدو سره وسوځېد ه  او دغه راز دغه لوبه افغانستان په ١٩ منډو وګټله . 
احمدشاه چې په منډو جوړولو کې ښه ځلېدلى و، په با نګ کې هم ښه وځلېد او درې تنه مخالف لوبغاړي يې وسوځاوه.
حميد حسن ، محمد نبي او سميع الله شينواري هم د مخالفو لوبغاړو په سوځولو کې مهم رول ولوباوه.
د افغانستان دکرکټ بورډ رييس الله داد نوري دافغانستان په دې  بريا ټولو هېواد ته والو ته مبارکي وويله او د لوبغاړو يې ستاينه وکړه.
نن په نورو سياليو کې پاپوا نيوګيني يوګن ا او هانګ کانګ د کيمان ټاپوګانو ته ماتې ورکړه .
يوګنډا ددې سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.، او افغانستان وړمه ورځ هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.
د ارجنټاين  په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي، او جزاير کيمان برخه لري .
که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړي پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون وکړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ زېږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي .
د يادونې وړده چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې اتلولۍ ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه.