د محمود مرهون دوه کتابونه چاپ سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23307

دخبریدو نیټه : 2009-01-28

په دې وروستيو څو ورځو کي د ځوان ژباړونکي او ليکوال ښاغلي محمودمرهون دوه کتابونه له چاپه راووتل.

په دغو کتابونو کي يو  (د ميني ليک) نومى کتاب دئ، چي د نړۍ د بېلابېلو ليکوالو هغه ليکونه ترجمه سوي دي، چي خپلو مينانو ته يې لېږلي دي. دغه ليکونه په لوړ ادبي او هن ي انداز سره ليکل سوي او په روانه ژبه ژباړل سوي دي. دغه کتاب په ١٥٠مخونو کي په کندهار کي د سنځر خپرندويه ټولني له خوا په ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوى دئ. د يادوني وړ ده، چي د دغه کتاب په پيل کي د ښاغلي عبدالغفور ېوال سريزه هم راغلې ده.

دوهم کتاب د (فاحشه) په نامه د ايراني ليکوال (جواد فاضل) ناول دئ، چي په همدغه نامه سره د ښاغلي مرهون له لوري په پښتو ژبه ترجمه سوى او په کابل کي د اميري نش اتي ټولني له خوا په ١٤١ مخونو کي چاپ سوى دئ. د يادوني وړ ده، چي پر دغه کتاب ښاغلو عبدالنافع ثنا او حيات ال ه رفيقي سريز ډوله يادښتونه هم ليکلي دي.