بې قانونه ذهنيت
په هیوادکې دملي ژونددبرابرولو او ښه والي لپاره د قانونیت له لارې ملي حاکمیت ته ډیره اړتیا ده . د ټولنې هر یو کس باید د قانون او قانونیت پلوي وي او په ټولنه ګې د قانون پلي کول خپله ملي دنده وبولي چې هر څوک هر څه د قانون له حکمونو سره سم تر سره کړي، له قانون سره سمه مالیه ورکړي او خپل ټول ملي ژوند د ټولنې په ګټوکې برابر او ولټوي .
افغانستان ته د کورنیو او باندنیو تاریخي لاملونو له کبله داسې وروسته پاتې والی ورپه غاړه شو چې له یوې خوا یې د هیواد په ټولو ملي چارو کې د یوې مدني ټولنې په څېر چارې تر سره نه کړای شوي اوله بلې خوا جوړ شوي قوانین لکه څنګه چې ښایې تطبیق نه کړای شول دا ځکه په هیواد کې قانوني ذهنیت هم ټېنګ نه شو او قوانین هم په بشپړ ډول حاکم نه دي . نه دولتونو لکه څنګه چې ښایې قانوني ذهنیت درلود اونه خلکود قانون په ځواک باور درلود. ډیرځله له خلکوڅخه د کارونو په کولوکې دا خبرې اوریدل شوي دي چې وایې : « صاحب ! قانون څه او کار یې څه،ته په خپله قانون یې که ته و غواړې زما کار تر سره کولی شې! »
دا ډول ذهنیت په افغانستان کې د ناوړه حالاتو، واسطو، کاغذبازیو او په ټولنه کې د قانوني حاکمیت د نشتوالي له کبله رامنځ ته شوی و اوتر اوسه یې خپل ژوند اوږد کړ. پداسې ټولنه کې چې د خپلواکۍ (1919) م راهیسې یې څو ځلې اساسي قانون، ملي بیرغ او ملي سرود بدل شوی دی او د هر رژیم لومړی کار دا و چې د تېر رژیم کارونه باطل او لاس ته راوړنې یې بې باوره کړي چې کرونده یې په ټولنه کې دبې قانونه ذ هنیت پلي کول وو. همدارنګه دولتي کارکوونکو له پورته څخه ترښکته پورې دخلکو په غوښتنلیکونو او په هر لیک کې کښل چې : « له اصولو او قانون سره دې سم عمل وشي ! »
څه شی چې ډیر عام او خلک زیات ترې بیزار او خواشیني وو ، هغه دا جمله وه چې : « اصولي عمل دې وشي ! » هېچا په دولتي څانګو کې له دې لیکنې پورته شی نه کښلو. دا ډول لیکنې چې له مسولیت څخه د اوږې خالي کولو لپاره کارول کیدې د بیروکراسۍ یوه بیلګه ده چې د خلکو د ستونزو لامل کیدې او د بډو اخیستلو لپاره یې لارې پرانیستې . ددې موضوع په هکله یوه خبره را په زړه شوه چې یادونه به یې په زړه پورې وي : کلونه د مخه یوه زده کوونکي اړوند وزیر ته د خپلې ستونزې په هکله څو ځلې غوښتن لیک وړاندې کړی و؛ وزیر هر وار پرې لیکلي وو چې « اصولي عمل دې وشي ! » بالاخره زده کوونکي په خپل وروستي غوښتن لیک کې وزیر ته سپکې، سپورې کښلي او ورپسې زیاته کړي یې وه چې ما څو ځلې تاته غوښتن لیک وړاندې کړ چې زما ستونزه را حل کړې خو تا پرته له دې چې غوښتنلیک ولولې هر ځل پرې ولیکل چې «اصولي عمل دې وشي » څرنګه چې په څرګنده ستونزه کې هېڅوک د « اصولي » په مانا نه پوهیږي دا ځکه هیله کوم چې د خدای لپاره یو ځل زما غوښتن لیک په ژوره توګه ولوله او زما ستونزه د مقرراتو له مخې اواره کړه . وزیر پر دې غوښتنلیک هم لیکلی وو چې «اصولي عمل دې وشي ! » زده کوونکي دغه غوښتنلیک په يوه تخته باندې سرښ او په لاریون کې یې د نندارې لپاره وړاندې کړ .
باید یادونه وکړم چې په شپیتمه او اویایمه میلادي لسیزه کې ځنې قوانین او په ځانګړي توګه نوی اساسي قانون، مدني قانون او د جزا قانون جوړ او عملی شول چې د افغانستان په شرایطو کې یې ډیر ستر او دمننې وړ کار تر سره کړ .خو له بده مرغه چې په (۹۰) یمه میلادي لسیزه کې د ډیرو بدو او ویرجنو شرایطو پر مهال ټولې مادي او معنوي لاس ته راوړنې له منځه لاړې .
دا ځکه په زغرده ویلی شم چې دغه د بې قانونۍ او بې قانونه حاکمیت موضوع په افغانستان کې یوه بله ستونزه وه چې په جدي ډول د مدني او ملي سیاست په وړاندې خنډ وه .