د ګلپاڼو اتڼ کتاب ددويم ځل چاپ خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23392
د اريوب مجلې اداره
دخبریدو نیټه : 2009-02-03


  د ګلپاڼو اتڼ  د ځوان اونوښت ګر شاعر سيدجيلاني جلان لومړۍ شعري ټولګه ده چې په ١٣٨٦ لمريز کال د ځاځي بابا ادبي ټولنې لخوا

په ښکلي کاغذ او ښکلې پښتۍ په ١٨٨ مخونو کې له  چاپه راووته . چې د چاپ شمير يې زر ټوکه وو .او دې کتاب په ډير کم وخت کې  ډير زيات ميناوال پيدا کړل .

او دا کتاب چې زياتو خلکو يې د بيا چاپ غوښتنه وکړه .
نو له نيکمرغه دادى د دويم ځل لپاره د تير په څير په ښکلې بڼه  له چاپه راووت . او ددويم ځل چاپ مالي لګښت يې ځوان او تاند شاعر هارون پ هار ځاځي په مينه په غاړه واخسيت . کور يې اباد وي له خپل فرهنګ او له خپلې خوږې ژبې پښتو سره يې مينه هم داسې تانده غواړو . او بايد يادونه وکړو چې دغه کتاب د هيواد په ګوټ ګوټ کې د نۍ شبکې

له لخوا په کتاب پلورنځيو ويشل وى مينه وال کول شې ترلاسه يې کړي په درنښت