سياسي تجربه
تجربه د ژوند په ټولو چارو کې ستر ارزښت لري دا ځکه د علم تعریف داسې کوي چې : « علم دبشري تجربو زېږنده ټولګه ده. »
په سیاست کې هم تجربه ډیر زیات رول او ارزښت لري په تېره خو که دغه تجربه له مسلکي پوهې سره همغاړي شي .د هغوپرمختللیو هیوادونو چې د ډاډمن سیاسي نظام په جوړولو بریالي شوي دي یوه ملي ارزښتمنه لاس ته راوړنه دا هم ده چې سیاسي مسلکي او تجربه لرونکي کسان یې روزلي دي چې د هغه هیوادونو ډیره بډای او ارزښتمنه پانګه ګڼل کیږي . دا هم باید وویل شي چې ددې ډول پوهو او تجربه لرونکو سیاستوالو رامنځ ته کیدل هم په ازاده اومناسبه دموکرتیکه مدني ټولنه پورې اړه لري چې سیاسي کارونه او اندونه یې نه سانسور کیږي . پداسې هیوادونو کې د زمانې په اوږدوکې دمسلکي ښوونې اوروزنې،دسیاسي ګوندونو او عملي کارونو له لارې د سیاستوالو لښکر را منځ ته کیږي؛ دا ډول هیوادونه که څه هم د سیاستوالو کمښت نه لري خو له یوې خوا د سیاستوالو په منځ کې پاخه او تجربه لرونکي سیاستوال ښه پېژني او له بلې خوا هېڅکله او په هېڅ ډول هوښیار او تجربه لرونکي سیاستوال له لاسه نه ورکوي، نه یوازې یې له لاسه نه ورکوي بلکې زیات درناوی یې هم کوي او له تجربو څخه یې خپلې ملي ګټې شتمنې کوي ، لکه چې اوریدل کیږي له دغو تجربو څخه د ګټې اخیستلو یوه لاره داهم ده چې سیاسي کارکوونکي په تېره خو هغه سیاستوال چې په لوړو پړاوونوکې یې کار کړی وي کله چې تقاعد کیږي د ځانګړو موسسو له خوا داسې لاره ورته اواریږي چې خپلې تجربې لکه څنګه چې هغه غواړي، په هر وخت کې یې چې غواړي او هر چیرته یې چې غواړي ولیکي او یا هغو مېرزایانو ته چې په ځانګړي ډول په دغه مسلک کې روزل شوي دي خپله کیسه وکړي . مېرزایان لومړی دده کیسه ثبت او بیایې د قلم په ژبه اړوي . کله،کله ځنې زاړه کسان غواړي چې خپله د ژوند او سیاسي تجربو کیسه په تفریحي ورځو کې دسمندر په غاړه او یا په بل ځای کې چې ښه هوا ولري وکړي؛ مېرزایان هملته ورسره ځی او کیسه یې ثبت کوي . دغه موسسې د دوی ټول لګښت په خپله غاړه اخلي . پوښتنه په دې کې نه ده چې ددغه سیاستوالو کړه وړه ښه وو او که بد، خوخبره په دې کې ده چې دده ښې او بدې تجربې د هغه هیواد د استفادې وړ دي . کله چې دغه سیاسي تجربې په بشپړ ډول ولیکل شي که اړتیاوه سمدستي یې خپراوي او کنه اړوند موسسې یې د هیواد په ارشیفونو او کتابتونونو وویشي چې په دې ډول خوندي او له ورکولو څخه وژغورل شي . که کوم څیړونکی او یا څیړونکي اداره وغواړي چې له دغه لیکنې څخه ګټه واخلي مجبور دي چې له دې کبله ارشیف او یا کتابتون ته پیسې ورکړي . دداسې هیوادونو په ټولو چارو کې د ټولو پوهو د بنسټ ډبره تجربې جوړوي؛ په تېره خو په سیاسي چارو کې تجربې د ژوند ارزښت لري، په ځانګړي توګه هغه سیاسي کسان چې څو ځلې د واک مقام ته ور پورته او څو ځلې راښکته شوي وي کولای شي خپل هیواد ته ډیر خدمت وکړي ځکه چې دوی ددغو دوو تشو په منځ کې خپلې کاري او ځانګړي نیمګړتیاوې پیدا او تجربې یې شتمنې کړي وي . پداسې هیوادونو کې د واک بدلیدو پر مهال یوازې په کابینه او ځنې نورو اړینو مقامونو کې بدلون راځي په پاتې کارکوونکو کې چې کار پوه، مسلکي او تجربه لرونکي کسان دي هېڅ ډول بدلون نه راځي .
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې یوه ستره سیاسي ستونزه داده چې پورته یادې شوي خبرې په پام کې نه نیول کیږي ، همیشه د سیاسي بدلون په رامنځ ته کیدو سره ان تر ټیټو چوکیو پورې بدلون راځي او د تجربو لړۍ پرېکیږي داځکه په افغانستان کې همیشه دولتونه د کارپوهانو او تجربه لرونکو کارکوونکو له کمښت سره مخامخ دي . له دې کبله باید هېڅ کارپوه او تجربه لرونکی کدر په چټي، پټي پلمو له لاسه ورنه کړ شي دا ځکه چې په هیواد کې د هر رنګه ملي چارو
سر ته رسول په همدغه تکړه او مسلکي کدرونو پورې تړلي دي .
په افغانستان کې ډیره ستره سیاسي ستونزه همدغه سیاسي بدلونونه ، په غیر طبیعي او بې قانونه توګه د دولتي واک لاس په لاس کیدل او د خپل اووه زره کلن تاریخ د تجربو نه خوندیتوب او بې ارزښته ګڼل دي . همدارنګه له دې کبله چې هرې یوې واک ته رسیدلي ډلې د ځان مننې او له ځان څخه د اتل جوړولو لپاره په تېرو پرمختګونو او تجربو باندې له څېرمه د بطلان کرښه را ایستلي اوهرڅه یې له سره پیل کړي دي، زموږ ملي ګټو ته زښت ډیر زیانونه ور اووښتي دي .
هر دولت دخپل هیواددپرمختیا، پراختیا او ودانولو لپاره په زرګونوکارپوهانو، مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو ته په بیلو بیلو څانګو کې اړتیا لري . ددې خبرو په ارزښت او ددغه کارونو په مخ بیولو لوستي او د سیاسي تجربو خاوندان ښه پوهیږي خو زموږ ستره سیاسي ستونزه داده چې ددې خبرې په ارزښت باندې ځانونه؛ نه پوهوو .
سړی بل څه دی یو زده کوونکی
ژوند مدرسه ده د زده کــولو
هـــره شیبه یې جلا کتاب دی
په هـــــــــــــــــره سا کې د اړولو
« له سپرغکې څخه »