زما د خوب مانا څه شي ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2356
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-13

ميرزاعلم حميدي - هالنډ

څښتن تعالی مې دې غاړه نه بندوي او د خوب په ګناه مې وما نیسې! بیګاه مې خوب لید، ډیر عجیبه ، سر تر پایه اریانونکی او له چورتونو ډک بوږنونکی خوب . هو ! همداسې وه ! خوب مې لید چې له دې ځایه لرې ، ښه ډیر لرې هغه بلې خوا ته چې د چا په وینا یې د غیرې دموکراتیکې سیمې په نوم  یادوي ، هلته چې د  زورواکي ټولنې په نوم یې بولي او ولسواکه ټولنه یې  د  ښې  پیرزوینې  له کبله ولسواکۍ ته د برابرولولپاره په ډیره مینه  وژني او کلي ، کورونه یې  ورانوي . هو ! هلته چې پریمانې اوبه او  برېښنا یې درلوده ، هغه ځای ته  چې  پریمان  تیل او ګاز یې درلودل، هلته چې څه نا څه ټولو خلکو یې موړ ژوند، موټر ، ډول ډول  چار ځایونه او الوتکې  درلودې  او  د خپلو موټرو او الوتکودځغلولواو سفر کولو لپاره یې د خپلې  خوښې  ډمبر سړکونه او پراخ ډګرونه درلودل  یانې هلته چې  ولسواکې  ټولنې  په ډیره زړه سواندۍ ولسواکۍ ته  د راښکلو لپاره په دموکراتیک ډول هر څه ترې اخېستي او هر څه یې د ډیرې خواخوږۍ له کبله ورته  وران ویجاړ او په کنډوالو بدل کړي دي تر څو د ښه او دموکرات نیت له مخې د غیر مدني ټولنې بدرنګې نښې له منځه یوسي او پر ځای یې د مدني ټولنې په کېږدیو کې چې د مدني ټولنې په ډیوه  رڼا شوي دي  د ولسواکۍ په  فضا کې  خوشال او سوکاله  ،بې غمه او بې ډاره سوله ییز  ژوند وکړي ، په نریو لارو پلی تګ زده کړي او وچ په وچه  هرې خوا ته په الوتکو او موټرونو کې بې ځایه ونه ګرځي چې په دې ډول یې هم د بدن کولېسټرول  لږ شي ، هم خپل هیواد د تکې تورې بدمرغه طلې د لوګي  له زیان څخه وژغوري  او هم د مدني ټولنې او ولسواکۍ په رښتوني خوند او بشر دوستۍ وپوهېږي اود مدني ټولنې  د دومره ستر خدمت په وړاندې د درناوي سر ټیټ کړي . خو له بده مرغه هلته مې  د مدنې نړۍ په دومره ډیرو مرستو برسیره  هرې خوا ته  د بې تمدنه ټولنې د بې نیکۍ خلکو د ویر، بې وسۍ او نیستۍ . دلوږې او تندې ، بې کورۍ او ناروغۍ، ځورونو او وژنو ،لوټ او تالان ،ورانولو او ړنګولو، وهلو او ټکولو، سوي ساندې او ژړا، کوکې او چغارې واوریدې . غوږونه مې ښه ورته ځیر کړل او سترګې مې شې پرانیستې ؛ ځینې ویرجن، ژاړن او کوکې وهونکي انسانان مې په رڼو سترګو نږدې او ځینې لرې ولیدل چې دمدنې نړۍ د  ولسواکۍ هرکلي ته چا په وینو کې لاس او پښې وهلې ، چا له خپل ژوند سره د ولسواکۍ په ویاړ خدای پامانۍ کولې ، چا ته زما له ور رسیدو  دمخه د ولسواکۍ ویاړ ور په برخه او خپلې سترګې  یې د نوي دموکراتیکې ټولنې د جوړولو په ویاړ  په تل تر تله خوب پټې کړي وې او پخوانیوتللیو ته یې  دمدني ټولنې او ولسواکۍ د لیدنو ، کتنو خوږې او په زړه پورې  خبرې کولې . څوک  د ړنګو کورونو او ودانیو لاندې وو او له هغه ځایه یې ارواګانو د ولسواکۍ راتګ ته ټکې وهلې . د چا پښې نه وې او د چا لاسونه . څه نا څه ټول د ولسواکۍ په وینو کې لت پت وو خو د چا خپلې وینې وې او څوک د بل چا په وینو لړلي وو. ټوله سیمه د وینو وږمو ډکه کړي وه  ؛ ځکه چې څه نا څه توله سیمه  د ولسواکۍ په وینو لړلي وه، دا ځکه چې دوی یې د بشر دوستۍ او خواخوږۍ له مخې د بشري حقونو له  پښو لاندې کولو څخه ژغورل  . خو ځینې کسان زما د سوچ له واټن څخه لرې او هغه بلې غاړې ته وو. په زړه کې مې راوګرځیدل چې کاشکې دوربین مې درلودای چې لرې او نږدې پېښې مې ټولې لیدلې وای . لا مې د خپل  چورت  نیلی په برید نه و درولی چې د خوب ځواک د دوی څنګ ته ودرولم . اې پروردګاره ! د تېرې شپې  خوب داسې ناوړه پېښې او ظلمونه را باندې ولیدل چې ما یې لیدل خو څه ان چې د اوریدو توان هم نه درلود. څه مې کړي وای او څه مې کولی شول ؟ د خوب ځواک خو هر چا ته مالوم دی چې نه یې څوک مخه نیولی شي ، نه یې څوک له منګولو ځان ژغورل شي ، نه څوک واک پرې چلولی شي ، نه څوک سیالي ورسره کولی شي، نه د چا زور ورسره برابر دی او نه څوک د قانون له مخې په خوب او خوب لیدونکي باندې د نیوکو او پړې حق لري .

هو! همداسې ده ، کټه مټه همدا ډول ! د خوب کار دی ډیر اوږد واټن د سترګو په رپ کې درباندې وهلی شي ، ناشوني  شوني کولی شي ،د مړیو سره دې کېنولی اوغږولی،ان له ځمري سره دې جنګولی اوپخلا کولی شي ، کمزوری  زورورکولی اوزورورکمزوری کولی شي، په یوه شیبه کې دنړۍ دغه اوهغه ګوټ درباندې لیدلی،ګز کولی اوڅارلی شي .که زړه یې وغواړي اسمان ته دې هم پورته کولی او را غورځولی  شي.

خو پام چې د ولسواکې نړۍ سرغندوی زبرځواک  د خوب له ځواک څخه  خبر نه شي ؛ هسې نا چې ددغه معنوي ځواک لومونه هم په خپل لاس کې واخلي او دغه یوازینۍ هیله مو هم  په نهیلي بدله کړي .

هو! همداسې وه او همداسې ده ! خوب مې لید ډیر ځورونکی له چورتونو ډک  ویرجن او غمجن خوب؛ داسې چې هلته دغیرې دموکراتیکې اوبې تمدنه ټولنې خلک چې زورواکي یې د خپل زور له مخې په حق سره اورپکي تروریستان بولي دد موکراتیکې او مدني  ټولنې  ولسواکۍ ته د هر کلي لپاره په وینو کې لاس او پښې وهې او د بشر دوستۍ لپاره  یې په وسلو او  بمونو، ټانکونو او راکټونو ، الوتکو او چورلکو باندې وژني  چې د مدني ټولنې دغه د ښېګڼو پیغام تللیو ته هم ورسوي او په خپل بړګندي تګ یې پښېمان کړي .

هو! ډیر ښه مې په یاد دي چې بیګا شپه دغه خدای وهلي خوب داسې ویرجن او غم لړلی خوب راباندې ولید چې د دموکراتیکې نړۍ زبرځواک د غیرې دموکراتیکې تولنې خلک د دموکرات کولو لپاره د ویرونو او غمونو، د بېوزلیو او نېستیو، د بې کوریو او دربدریو په سیند کې لاهو کول ، له بې تمدنه سیمې یې د متمدنې سیمې د جوړولو لپاره د دوی بې تمدنه لارې او ډګرونه، د څښلو اوبو سرچینې او د تیلو زېرمې  ړنګولې . د بې تمدنه ټولنې د تمدن په لاره  د روانولو لپاره خو دا ښېګڼې لا څه ان چې موزیمونه، بانکونه ، کتابتونونه او نموسونه یې هم ترې لوټ کول چې په بشپړ ډول متمدن شي او په خپله خوښه  د  ولسواکۍ راتګ ته د خوشالۍ غېږې  پرانېزي او پریېږدي چې متمدنه نړۍ د خواخوږۍ له مخې په  سوله ییز ډول او خلاص لاس تیل تر وکوچوی او بې تمدنه ټولنه ددغه تورې بلا له زیانونو څخه وژغوري .

څښتن تعالی مې دې غاړه نه بندوي او د خوب په ګناه مې ومانیسې ؛ خوب مې لید، هو!بل شی نا یوازې او یوازې خوب!! چې د ولسواکې نړۍ د سرغندوی دغو بشر دوستو کړو وړو ته ټوله ولسواکه نړۍ په دموکراتیک ډول د شاباسۍ ټکې وهې او خپلوبشر دوستو کړو وړو ته یې لا هڅوي . ما ته خو په خوب کې د خوب لید د عقل، فکر له مخې داسې ښکاره شوه لکه په دموکراتیکه نړۍ چې د دوی سرغندوی چرس څکولي وي یایې د بنګو ډکې پیالې پرې څښلي وي او یایې کوډې ورباندې ګړي وي . په خوب کې خوب لیدهم د ټکو کوونکو خوا ته د پسخند ګوته ورسیخه کړه ، خپله موسکۍ خوله یې  زما غوږ ته رانږدې کړه او ورو یې وویل: « دا شپه او ددغه شپې خوب مو نښه چی کله د دموکراتیکې نړۍ زبرځواک د غیرې دموکراتیکې ټولنې غاړې ته د مریتوب غړوندی ور واچوي ارومرو به په دموکرتیکه نړۍ کې هم ځینې هیوادونه د غیرې دموکراتیکې ټولنې په توګه  په ګوته او د دوی غاړې ته به هم خپلې منګولې ور وغزوي چې په پای کې به د پښتو دغه متل پر ځای شي چې وایې : « ما کوه په ما  چې وبه شي په تا.»

د خوب کیسه ده ځینې پېښې خوب لید ګډ ې وډې او نه پیېلي راباندې ولیدې او د ځینو لړونه زما څخه د خوب په ویلو کې ګډوډ شول خوپاتې دې نه وي په خوب کې مې په خپلوسترګو ولیدل چې کله کله به د بې تمدنه  ټولنې ځینې کسانو د مدني نړۍ په وړاندې  چې د خپلې کمزورۍ له مخې یې  وچ په وچه  د ښکیلاکګرو په نوم بلل ټوپک ته لاس کړ خو لا به یې د ټوپک له خولې څو ګولۍ نه وې راوتلي چې خبر رسنیو ته به غوا لنګه شوه، د خبرونو او پروپاګنډونولپاره به خوراک او څښاک ورته برابر شو. سمدستي به د بشري حقونو سازمان په حق سره منډې را منډې او سورې نارې پیل کړې  او په ټوله نړۍ به یې غږ کړ چې : « د خدای لپاره دبې تمدنه ټولنې له تروریستي عملونو او ظلمونو  مو وژغورئ  چې  مخلوق یې در په  درکړ ، هسې نا چې دمدني نړۍ ګرانې او قدرمنې مافیا ته چې  د نړۍ ټولو نېشیانو ته چرس ، افین ، کوکاېن ، مورفین او نور د تندرستۍوړ توکي رسوي ، ترې زیان ورسيږي  او د مدنی نړۍ نېشیان بې نېشې  پاتې شي !!! .»

خبره دې زموږ تر منځ وي او د شیطان  غوږونه دې هم کاڼه وي ! هلته مې د ناوړه او غمجنو پېښو څنګ ته د یوې ناواکۍ په څېر، نرښځي ته ورته انسان هم ولید چې په سلګو، سلګو یې ژړل . دده شا ته به همېشه په ساټ و باټ برابر کسان ولاړ وو او له کړو  وړو یې داسې ښکاریده چې ناواکۍ د بې تمدنه او غیرې دموکراتیکې سیمې په خلکو باندې ژړا او خواخوږۍ ته نه پرېږدي . کله کله به د دوی له لوري د ډیر بد بوی ډډوزې پورته شوې خو سمدستي به ټولو ناواکۍ ته په عطرو پاشلو پیل وکړ. ځینې وخت به داسې هم پېښه شوه چې په بیړه یې د ناواکۍ په کالیو د پاسه نور کالي ور اغوستل .

خوب مې د دوی خوا ته پام ور واړاوه خو چې زه به ورروان شوم د دموکراتیکې نړۍ بشر دوستانو به ناواکۍ بل لوري ته بوتله . یو ځل خو مې دېته هم پام شو چې د خبرونو د پیل کیدو پر مهال به ناواکۍ داسې لیونۍ شوه لکه په سر یې چې د غزني پېریان ناست وي؛ له ابادۍ او ګڼې ګوڼې به لرې د سارا پر خوا وځغستله او دا مهال به د دموکرتیکې نړۍ څارونکو له لرې څارله .

د خوب لید کار و  نپوهېږم چې څنګه او په څه ډول یې یو مازدیګر د ناواکۍ مخې ته ودرولم او په ناڅاپي ډول مې سږمو ته داسې بوی او ډډوزې راغلې چې که د دموکراتیکې نړۍ له ټولوژنې سره مې سږمې نه وای روږدي هملته به ځای په ځای شوی وای .

ناواکۍ تر ټولو لومړی په ځان باندې عطر وپاشل اوبیایې په اریانۍ وپوښتل :«څنګه یې راپرېښوې ؟» ما ویل : « چا؟» دا ځل یې خپله  پوښتنه  په لړځند غږ غبرګه  کړه : « ښه! چې داسې ده نو څنګه ترې راتېر شوې؟» ما ویل : « سپینه، سپیڅلي خبره داسې ده چې زه هم نه پوهېږم څنګه او په څه ډول یې را ورسولم. هر څنګه چې وي، وي به! خو هیله کوم راته ووایې چې ته څوک یې؟ ولې په ټولو وژلیو او ژوبلوکسانو باندې یو ډول ژاړې؟ ستا سره مل کسان څوک دي؟ ولې دې ژړا ته نه پرېږدي؟ ستا په کالیو دا وینې له کومه کیږې؟ او د خبرونو پر مهال دې په سر باندې دا دومره ډیر پېریان ولې کېني؟ »

په ډیره مهربانۍ او خواږۍ یې په پسته ژبه او ژړغوني غږ راته وویل : « لومړی به ستا پوښتنوته په لنډ ډول ځوابونه ووایم. بیا که زما سره مل کسان خبر نه شي په شنني ډول به سره وغږېږو. زما نوم « بشرحق دی » خو د دموکراتیکې نړۍ سرغندوی زبرځواک داسې بد نام کړی یم چې د خپل نوم اخېستل خو څه ان چې له ډیره شر مه خپله څېره هم پټوم . زه نه نانځکه یم، نه ناواکۍ یم او نه نرښځی ؛ خو د دموکراتیکې او ولسواکې نړۍ سرغندوی زبرځواک دومره مسخره کړی یم چې چا ته سترګې نه شم ورپورته کولی ، څېره نه شم ورښکاره کولی او په خپل نوم ډیر شرمېږم . په ټولو باندې ځکه یو ډول ژاړم چې ماته د ځمکې پرمخ ټول انسانان يو ډول او د یوه لاس ګوتې دي . زما سره مل کسان د نړیوال زبرځواک د څارګرۍ غړي دي . ژړا ته مې ځګه نه پرېږدي چې دوی غواړي زه یوازې د دوی په مړیو او ان د دموکراتیکې نړۍ په هغو مړیو و ژاړم چې دوی یې را په ګوته کړي . کالي مې ځکه په وینو او زوو ککړ دي چې له ډیر غم او غوسې مې د زړه ټپونه ناسور شوي دي نه یې وینې چې هره شیبه د بوی له کبله په بدن باندې عطر پاشم؟ له خبرونو ځکه تښتم چې دوی مې لا پسې رېشخند کوي  او د زړه په ټپونومې مالګه دوړوي .»

په همدې مهال د هالېنډ د کاغذونو وېشلو کاروان د ګېنګړو په غږ پسې را ویښ شوم، سترګې مې و موښلې او شا وخوا مې وکتل ؛ پوه شوم چې خوب مې لید ، خوب !

اوس نو تاسو راته ووایئ چې ظالم څوک دی ؟ او زما د خوب مانا څه شی ده؟!