سيا سي تېروتنه
لکه څنګه چې وویل شول سیاست د تېروتنې سجده نه لري . کله چې په سیاست کې تېروتنه وشي د هغه جبران نه یوازې ډیر ستونزمن بلکې نا ممکن دی، زما په اندسیاسي تېروتنه دپوځي تېروتنې په پرتله ډیره زیانمنه ده ؛ ښایې په پوځي تیروتنه کې دومره تاوان رامنځ ته نه شي لکه سیاسي تېروتنه چې د ډیرو ملي ګټو له منځه وړلو او د ډیرې سترې ملي غمیزې لامل کیږي داځکه باید سیاسي پرېکړه په ډیر ژور او هر اړخیز پام سره وشي . بشري تجربو په ډیره روښانه توګه دا خبره ثابته کړي ده چې هره پرېکړه د ملت په ځای یوکس او یا یوې ډلې کړي ده هغې ملي او ټولنیزو ګټو ته زیات زیانونه ور اړولي دي .
د اصولو له مخې باید ټولې کورنۍ او باندنۍ مهمې پرېکړي د قانوني لاسوندونوپه توګه د هغه قانوني واکمنۍ له خوا وشي چې د ټولټاکنو له لارې رامنځ ته شوي وي .
په سیاست کې باید له غوسې، سرټمبګۍ، له زور زیاتي او وینو بهولو څخه په کلکه ډډه وشي . ځکه تجربو ثابته کړي ده چې د دا رنګه سیاستونو پای ماتي ده او ملي ګټو ته یې ډیر ستر زیانونه رسولي دي .
څه شی چې په سیاست کې ډیر زیات اړین او ګټور دي هغه د خلکو باور او قناعت دی . له دې کبله باید هیڅ ډول مهمه پرېکړه د خلکو له خبرتیا او د دوی له غوښتنو پرته ونه شي . په افغانستان کې چې هر مهال سیاسي پرېکړي په بیړه نه دي شوي او په مهمو پرېکړو کې د خلکو ذهنیت او خوښوونو ته ارزښت ورکړ شوی دی وړ پایلې یې تر لاسه کړي دي .
خوکه کورنۍ او باندنۍ پرېکړي په بیړه اودخلکو د ذهنیت پر خلاف شوي دي د هیواد ملي او ټولنیزو ګټو ته یې ډیر زیانونه رسولي دي .په افغانستان کې ډیره ستره ستونزه دا هم وه چې ډیرو واکمنو بشپړه سیاسي تجربه او سواد نه درلود، ددې په ځای چې ملي ګټې او ټولنیز عدالت په پام کې ونیسي، د خپلې ځانګړي کورنۍ، ډلې، توکم او ګوند په فکر کې وو او یا یې خپل ځانونه د ایډیالوژۍ په تنګ چوکاټ کې را ایسار کړي و . چې په دې ډول سیاسي تېروتنو سره یې خپل ګران هیواد د بربادۍ او اړ و دوړ پر خوا روان کړ .