مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه داېمان پلورنکوداستان اخري ب
خه
«دا ستا دقوم دسپاهیانو لاشونه دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار ګ
ځیدلي چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د انګلیستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیي او ....دکوموکوم
و ځاېو څخه دلته راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ایونا» په عایشې بدله شوه:
(۸-۴)
کله چې هغه بیرته خپلې کوټې ته راستون شو نو هغه ته حکم و شو چې مرکز
غواړي دې همدلته وساتي . په دې خاطر دې هغه هر وخت په ارام ځاې کې شتون ولري ، هغه
حیران و چې مرکزي کمان له ده سره څه کار لري ؟ دا حکم علي بن سفیان د”ایونا» په هکله د
مالوماتو د راټولو له پاره ورکړې و . هغه غوښتل وويني چې د ”ایونا» قصه تر
کومه ځاېه پورې ریښتوني ده ، هغه هلته پنډغالي ته ولاړ ، ”ایونا» ورته دخپل پلار نوم ښوولې
و ، علي بن سفیان ئې د پلاره څخه خبره تصدېق کړه چې دهغه لور په کوچنیوالي کې تښتو
شوی وه، مشر ځوی اوښځه ئې وژل شوي و او کشر ځوی ئې د ګاونډي کور ته تللې و چې بیا
ورته دلته په پنډغالي کې وويل شو چې هغه د (شوبک) څخه ويستل شوی دې.
نیمائې شپه وه ،
ایونا» د بسترې څخه راپورته شوه ، تر هغه وخته پورې ورته خوب نه ورته ، هغې د ع
ي بن سفیان له سلوک څخه دا احساس کړې وه ، چې پر هغې ئې باور نه دې کړې ، او اوس نه پوهیږي چې
انجام به ئې څه وي ، هغې فکر کاوه چې په څه توګه دوی ډاډمن کړي چې هغه قصه چې هغې دوی ته
کړې هغه درواغ نه ده ، ددې سره دهغې وينه د انتقام اخستلو له پاره په جوش کې راغله ، عماد س
ه یوځاې هلته خپل کور ته د تللو په وخت دهغې په ذهن کې د کوچېنوالي یادونه ، په خپله را
بیداره شوی و . او دخوب په څیر ورته ډیرې خبرې را یادېدې هغې ته داهم ور په یاد شول چې هغې ته د
تښتولو وروسته ډیره زیاته مینه ، د لوبو نانځکی او ډیر ښه خوراک څښاک ورکول کیده
اوبیا هغې ته هغه ګناهونه راپه یاد شول چې ددې په لاسو به ئې کول ، او بیا دا ټوله د سر نه تر
پښو پورې ګناه و ګرځیدله،هغه د انتقام اخستلو له پاره ناقراره وه ...... اوهمدې جذباتي حالت
هغه خوب ته نه پریښوده ، په همدې ذهني کیفیت کې ئې دخپل پلار سره د کتلو غوښتنه هم قوي کید
ه ، هغه بیرون نشوه را وتلاې ، ځکه بیرون دوه کسه ساتونکي هروخت موجود و ، دهغې دماغ اوس دفکر
کولو وړتیا هم له لاسه ورکړې وه ، اود احساساتو تر اغیز لاندې را غلې وه .
هغې دروازه
پرانسته د خبرو اواز ئې تر غوږو شو ، ښي لورې ته نژدې شل ګزه لرې ئې هغه دواړه
ساتونکي په خبرو کې بوخت وکتل ، نجلۍ ددروازې څخه سر را ويستلې و اوهغوی ته ئې کتل اوغوږ ئې و
ته نیولې و. ساتونکي دهغه ځاېه لږ څه نور هم لرې ولاړل ، نجلۍ په ډیره سوکه توګه را ووته او
د عمارت بهرنۍ برخې ته ولاړه ، مخکې لاره ښکته شوی وه ،د خپلو پښو په خويدو سره
اندې ولاړه ، اوس نو هغه د ساتونکو په نظر نه راتلله ، هغې ته مالومه وه چې دمسلمانانو پن
غالې چېرې دې ؟ او دا هم ورته مالومه وه چې هغه اوس په میلمستون بدل شویدې ، په دې
خاطر هغې ته دا خطره نه وه چې هلته به ئې کوم ساتونکې و دروي ، هغه دخپل پلار سره د
کتلو له پاره ور تلله هغې ته ئې یواځې نوم مالوم و . هغه تیزه تیزه روانه وه چې تر شا ئې د
قدمونو اواز را پیدا شو ، شاته ئې و کتل خو څوک ئې تر سترګو نه شو ،اوهغه اواز ئې دخپلو قدم
ونو اواز وګاڼه او روانه شوه ، خو دا دبل چا دپښو اواز و ، یو قوي او تنومنده انسان دهغې پسې دهغه
ځاېه روان شوی و په کوم ځاې کې چې هغه لاندې راکیوتې وه ،
دا اواز یو ځل بیا د
ایونا» ترغوږو شو ، هغه لا ولاړه نه وه چې په سر او خوله ئې ټوټه را و غورځیده ، د
سترګو په رپ کې ئې ټوټه و تړل شوه ، اودوو ځواکمنو لاسوو هغه و نیوله ، هغې چې هر څوم
ه ټوپونه ووهل ، خو ټوپونه وهل ئې بیکاره و. شپه تیاره وه او داسېمه هم اباده نه وه
. لږ څه مخکی ئې هغه په یوی کمبلې کې را ونغاړله، او د یوه لرګي په څیر په اوږه
کړه ، هلته یو نه دوه کسان و ... نیم ساعت وروسته ئې هغه بیرته ښکته کړه ، اوس نو دوی په یوی
کوټه کې وو چې دوه ډیوي په کې بلیدې ، دلته څلور کسان و، هغې ټولو ته په حیرانتیا سره بیا بیا وکت
او ورته ئې وويل «تاسې تر اوسه پورې همدلته یاست ؟.... او ګیرالډه ته؟ ته تر اوسه پورې دلته ئې
؟»
«مونږ ولاړو اوبیرته راغلو »ګیرالډ ځواب ورکړ ،«ددې ځاېه ستاسې دټولو د ويستلو په خاطر. ښه شو
چې ته خو تر لاسه شوی .»
دا د هغه څلويښتو صلیبیانو د ډلې وګړي و چې د (کرک) څخه ئې د
همدې کار له پاره را استولي و تر څو هغه ټولې جاسوسې نجونې چې دمسلمانانو په ولکه کې دي
دهغه ځاېه را وکاږي ، او د (شوبک) خپل جاسوسان هملته په شوبک کې منظم کړي ، اوکه شوني
وي نو همدلته دې په تخریبکارۍ پیل وکړي ، په تخریکارۍ کې ئې دا کار هم شامل
و چې په تبیلو کې به ور ننو ځي او د ځناورو په وښو کې به زهر ور ګډوي. لوژیستکې م
وادو ته دې اور ور اچوي ، دعسکرو په لنګر ځاې کې که شوني وي نو دهغوی خورا ک دې
هم په زهرو و لړي .
ددې ډلې قومندان ګیرالډ نومي یو انګلیس و چې د تباه کونکي څارکښۍ ماهر و ،
”ایونا» هغه ډیر ښه پیژانده بلکه د هغه شاګرده پاته شوی وه ، او ډیر نژدې دوستانه اړیکې ئې و
سره درلودل،دهغه په کتلو سره د ”ایونا» وينه دانتقام د اخستلو له پاره یوځل بیا ګرمه
وه خو ډیر ژر ئې ځان کنترول کړ ځکه دا وخت دهغې د نفرت او کرکې د ښکاره کولو له پا
ه مناسب نه و ، ګیرالډ داسې ګمان هم نه شو کولاې چې ”ایونا» به بدله شوي وي،
هغه د ”ایونا» څخه وپوښتل چې هغه چېرې تلله ؟ ”ایونا» ورته وويل چې د تیښتې فرصت ئې
پیدا کړې و .او غوښتل ئې و تښتیږي .
ګیرالډ هغې ته وويل چې هغه دچریکي جاسوسانو یوه ډله د
(کرک) د مظلومو مسلمانانو په بڼه کې دلته راوړې ده ، په هغه ورځو کې د(شوبک) حالات داسې و چې
دا ډله په اسانۍ سره د یوي ډلې په څیر را ننوتې شوه. د جنګ جګړې په اساس خلک تلل را ت
ل، د شاوخوا د کلو مسلمانان هم ښار ته ډلې ډلې را تلل ، په همدې تر تیب دا ډله هم را ننوتې
وه ، هلته په ښار کې لا د پخوا څخه جاسوسانو شتون درلود.هغوی دا ټوله ډله د پردې تر شا و
ساتله . ګیرالډ ”ایونا» ته وويل چې هغه ددوو شپو څخه دغه ځاې په نښه کړې چې نجونې
په کې بنديانې دي ، دهغه ځاې په هکله هغه ته پوره پوره مالومات و ، بلکه همغه پخپله جوړ
کړې و ، د شپې به هلته د کتلو له پاره ورته، او کتل به ئې چې د پهره دارانو کړچار
څه ډول دې خو دا ډیر ښه اتفاق و چې د ”ایونا» سره یوځاې شو . ”ایونا» ورته وويل
چې د نجونو را ويستل دومره اسانه خبره نه ده ،خو بیا هم شونې کار دې.
د شپې له اړخه
پلان جوړ شو ، ”ایونا» ګیرالډ ته وويل چې نجونې په پرانستو خونو کې دي چې دبندي
خاني شکل نه لري ، یواځې دوه کسه پهره داران دي ...او په همدې تر تیب ئې نور تفصیلات هم ورکړل
، دا پریکړه وشوه چې د نجونو د راويستلو له پاره چې څومره وګړو ته اړتیا وي هومره به هلته
ولیږي ، اونور پاته خلک چې په کوم ځاې کې سره راټول شوي دي هملته به پاته وي . ددې پلان وروسته
ایونا» ورته دا وړاندېز وکړ چې هغه باید بیرته هلته ولاړه شي ځکه چې دهغې په و
کیدو سره به د نجونو د پاسه پهره نوره هم سخته شي. او بیا به دا پلان ټول ناکامه شي .
ګیرالډ د ”ایونا» وړاندېز ډیر غوره و ګاڼه ، او هغه ئې دخپله ځانه سره دهغې د اوسیدو تر ځاېه پو
ې یوړه ، ساتونکو چې ”ایونا» د بیرونه څخه د راتللو په وخت کې وکتله ، نو سختې پوښتنې ئې ترې
وکړې ، خو هغې یواځې یوه خبره وکړه چې هغه لرې نه وه تللې ، ساتونکې په دې خاطر
چپ شول چې دنجلۍ په وتلو کې هغوی ته د هغوی د بې پروائې او غفلت سزا ورکول کیدله .
ب
ه ورځ علي بن سفیان په یوه بل کار کې مصروف و ، ”ایونا» ساتونکو ته وويل چې هغه سمدستي علي
بن سفیان ته یوسي ،ساتونکې ددې کار څخه ډه ډه وکړه او فکر ئې وکړ چې دلته به دهغې په رابل
و څوک را نشي . ”ایونا» په دېر سخته توګه ساتونکی قایل کړ چې هغه بل چاته
ووایي چې مرکزي کمان ته دا خبره ورسوي چې ډیر زیات مهم او نازکه پیغام دې . هغې
ساتونکی ته وويل که چېرې هغه ددې پیغام و نه رسوو نو دومره زیات زیان به ورسیږي چې
دهغې د بې غورۍ په هکله به دا ساتونکی هم د سزا څخه خوندي پاته نه شي...... ساتونکو د پیغام د
رسولو چمتوالي وښود ، علي بن سفیان د پیغام د ورسیدو سره سم هغه نجلۍ ور وغوښتله ،
اودهغې وروسته نجلۍ بیرته خپلې کوټې ته راستنه نه شوه ،
کله چې دشپې له اړخه د (
وبک) ټول فعالیتونه اوخوزښتونه په ځاې و دریدل او ښار په خواږه خوب ويده شو. نو
دهغه عمارت په شاوخوا کې نژدې لس کسه سیوري اوختل را اوختل چېرې چې نجونې پاته
کیدې . عجیبه خبره دا وه چې دواړه ساتونکي غائبه شوي و. د هغوی څخه اته
کسو د ګیډو په خويدو سره ځانونه پورته را وړل ، هغوی ته”ایونا» ويلې
و چې نجونې په کومو کومو خونوکې ناستې دې ، هغوی ته د کوټو دروازې او کړکۍ هم مالومه وی ، دوه
کسان یوی کوټې ته ور ننوتل ، پاتو ددې پروا کولو پرته چې هلته ساتونکي شته او که نه د نورو کوټو
په لورې په ډیره ډاډمنه توګه ورغلل،ځکه هغوی ته ويل شوي و چې هلته یواځې دوه کسان
ساتونکي دي ، اولسوکسانو ته ددوو کسانو قابو کول اسانه و . هغوی د ټولو نجونو په کوټو کې ور ننوتل ،
خو دهغوی څخه یوئې هم بیرون را ونه ووت .
ګیرالډ په هماغه ځاې کې چې تیره شپه ئې ”ایونا»
له ځانه سره وړې وه ناست و . په دې کور کې دپلان په مطابق شل کسان وسیدل . پاته نور ئې د بل کوم عیسائې
په کور کې پټ شوی و. ګیرالډ په بې صبرۍ سره د نجونو انتظار کاوه ، تر اوسه پورې هغوی باید د
ته را رسول شوی واې ......اخر دروازه و ټکول شوه ،دا د دروازې د ټکولو ځانګړې شان و
. ګیرالډ پخپله ورغې او دروازه ئې پرانسته ، دا کور دپخوانۍ زمانې یوه ستره ښکلې شانته کلا وه، چې یو امی
کبیر عیسائې تاجر په کې اوسیده. څنګه چې ګیرالډ دروازه پرانستله نو هغه چا دبیرون څ
خه راښکود ، د فوځيانو یو هجوم په دروازې کې را ننوت. دهغوی په لاسو کې اوږدې اوږدې برچې وي فوځيان
د تیز او تند سیلاب په څیر دننه ولاړل ، په یوي پراخه کمرې کې ناست صلیبي چریکي
جاسوسانو ته دځان د خورولو فرصت هم تر لاسه نه شو. دهغوی څخه وسلې واخستل شوی
اوهغوی ئې د کور د خاوند او دکورنۍ د غړو سره یو ځاې بیرون راوستل.
همداسې یوه حمله په
هغه ځاې باندې هم شوه ، چې پاته صلیبي چریکان په کې خوندي و، دا دواړه حملې په یوه وخت کې
تر سره شوی ، دا فعالیت ټوله شپه روان و ، دکورنو لټون وشو اوسهار علي بن سفیان دصلاح
الدېن ایوبي ترمخه چې کوم خلک و درول په هغوی کې ګیرالډ او دهغه څلويښت کسه چ
یکان هم و. او نژدې همدومره شمیره دهغو جاسوسانو او تخریبکارانو و چې د نورو ځاېو څ
خه نیول شوي او را وستل شوي و. دهغو کورونو څخه چې څه شیان تر لاسه شوي و په هغو
کې ډیره اندازه وسلې ، د زهرو ډیره اندازه ، برچې ، غشي ، اور اچونکي ماده ، اوډی
ه نقدي هم وه . دا د”ایونا» فعالیت و ، هغې د ګیرالډ سره پلان جوړ کړ اوهغه ئې خپ
انجام ته ورساوه. او ټول هغه څه ئې پرې را برسیره کړه چې په (شوبک) کې ئې پټ کړي و . ګیرا
ډ په ”ایونا» باندې پوره باور درلود، ”ایونا» د راتګ سره سم علي بن سفیان ته خبر ورکړ او د سها
ه تر شپې پورې ئې دا پلان جوړ کړ اود جاسوسانو د ځاېونو مالومات ئې را ټول او دهغوی ځاېونه ئې په نښه
کړل ، دشپینې عملیاتو له پاره ئې دصلاح الدېن ایوبي چریکان را وبلل،نجونې ئې دکمرو څ
خه راوويستلې اوپه بل کوم ځاې کې ئې پټې کړې . اودهغوی په ځاې ئې په کمرو کې درې درې چ
یکان کینولي و . کله چې جاسوسان د نجونو د وړلو په خاطر هغو کوټو ته ور ننوتل نو مسلمانو
چریکانو هغوی هملته و نیول ،په دې ترتیب په (شوبک) کې دصلیبیانو نژدې ټول
جاسوسان نیول شوي و چې تر ټول ارزښتناک ئې هیرالډ و .ټول د تفتیش او دهغې وروسته د سزا له پا
ه په بندي خانوکې واچول شول.
”ایونا» د ټولو هغو مسلمانو شخصیتونو نومونه هم را بر بنډ کړل چې
په قاهر ه کې دسلطان ایوبي پرخلاف مشغول و.، هغه منصوبه چې دحشیشینوپه لاسو د صلاح الدېن
ایوبي اوعلي بن سفیان د وژلو له پاره جوړه شوی وه ، هم ”ایونا» بې پردې کړه اوسلطان ایوبي ته
ئې وويل « اوس نو به ستاسو پر ما باور راغلي وي »
هغه منظر ډیر جذباتي او ژړونکی و کله
چې عماد ته وويل شو چې ”ایونا» ئې خور ده او کله ئې چې ورور او خور د خپل پلار مخې
ته ودرول نو د احساساتو په څپو کې دازوړ پلار بې هوشه شو . کله چې په حال شو نو وئې
ويل چې دهغه د لور نوم عائشه دې ، نوسلطان ایوبي ددې کورنۍ له پاره ځانګړې معاش و ټاکه اودع
ي بن سفیان شبکې ته ئې حکم وکړ چې دټولو جاسوسو نجونو په هکله پلټنه وکړئ . صلیبیانو نورې
نجونې هم دمسلمانانو له کورونو څخه را تښتولې وی ، سلطان پر خپل حکم کې وويل چې په هغوی کې
چې څوک مسلمانه وي دهغوی کورنۍ ولټوئ او لوڼي ئې په پوره درنښت ور وسپا
ئ.
دسلطان ایوبي فوځ دډیرې سترې خطرې څخه خوندي پاته شو ... د (شوبک) څخه د لرې جنګی م
حاذونو خبرونه هم زړه خوشحالونکې و. خو سمدستي دې ته اړتیا لیدل کیده چې
خپور وور فوځ سره را ټول کړل شي ، سلطان ایوبي دهمدې موخې دتر لاسه کولو له پاره فوځي نظام
خپلو نائبیونو ته وسپاره اوپخپله ئې خپل مرکز د (شوبک) نه لرې صحرا ته یوړ .
هغه د ګړندېو قاصدانو یوه ډله له خپله ځانه سره واخسته ، او دهمغوي په واسطه ئې په یوي
میاشت کې دننه دننه خپل ټول فوځ سره راټول کړ ، دهغې وروسته ئې فوځ په درې ب
خووويشه او د(شوبک) دفاع ئې داسې ټینګه کړه لکه د قاهرې ئې چې کړې وه ، د ټولو لرې سرح
دي دلګي و چې سپرو به ئې ګشت کاوه،دهغوی څخه پنځه میله لرې د فوځ دویمه برخه په خیمو کې میشته
و او درېيمه برخه ئې خوزنده ډله وه .
په (کرک) کې د را ټول شوي فوځ څرنګوالې
داسې و چې هغوی د سمدستي حملې چمتوالي نه درلود، له دې اړخه سلطان ایوبي د نوو
فوځيانو بهرتي کول ګړندي کړل اودنوو وګړو د روزنې له پاره ئې هملته په صحرا کې پ
واګرام جوړ کړ . هغه علي بن سفیان ته وويل چې (کرک) ته جاسوسان و استوي چې دهغه ځاېه د خبرونو د
اوړلو نه علاوه دا کار هم وکړي چې دهغه ځاې ځوان مسلمانانو ته دکر ک څخه د وتلو او
دلته په فوځ کې دخدمت کولو په لور ترغیب ورکړي.
*****(۹۱)
الحمد لله .
ددې کتاب ژباړه چې د ۲۰۰۸م
ز کال د جون دمیاشتې په شپږمه پیل شوې وه د همدې کال داګست په پنځمه
پاې ته ورسیده.
زما نورې ژباړې
1. اسلامي سیاست : د مولانا ګوهر الرحمن (رحمة الله ع
یه ) لیکنه.
2. اسلامي ریاست : دمولانا ابوالاعلي مودودي (رحمة الله علیه ) لیکنه .
3. د اسلامي انق
اب حکمت: د سیداسعد ګیلاني (رحمة الله علیه ) لیکنه .
4. حجاب : دمولانا ابوالاعلي مودودي (رحمة
الله علیه ) لیکنه .
5. خلافت او ملوکیت : دمولانا ابوالاعلي مودودي (رحمة الله علیه ) لیکنه .
6. دنبوت
پاې : د شیخ الاسلام مولاناعبدالسلام رستمي (غفرالله ) لیکنه .
7. دقران د انکار نه تر دحدیثو
تر انکاره پورې : د شیخ الاسلام مولاناعبدالسلام رستمي (غفرالله ) لیکنه.
8. د ایمان پلو
ونکو داستان : د التمش لیکنه او د حکایت د مجلې د مدیر عنایت الله را ټولونه .
او یو شمیر نو
ی کوچنۍ رسالی ، چی نومونه به یی وروسته ، انشأالله، و لیکل شی .
ډالۍ:
د صلاح الدین ایوبي
دوخت دریښتونو پیښو په لړ کې دایمان پلورنوکو دداستان دا ژباړه د وطن د
نومیالي او وتلي شاعر سمیع الله تړون ددې شعر په بنسټ چې :
زمونږه ځم
که او فضا اوس د پردیو سره ده
تورتم زمونږ دې خو رڼا اوس د پردیو سره ده
مونږ یې په خپل کور
کې په خپلو وینو ولړلو
ژړا زمونږ ده خو خندا اوس د پردیو سره ده
مونږ ددې
وې جهان بې خاورې بې وطنه قام یو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس دپردیو سره ده
مونږه په ځان
کې اوس د «او» او د«نه» توان نلرو
مونږه بې واکه یو دنیا اوس د پردیو سره ده
یهودان ګرځي
ایوبي صلاح الدین نه شته دې
ملاعمر ا و اسامه او ګلبدین نه شته
دې
ټولو هغه وطنوالوته ته چې د خپل هیواد دصلاح الدین ایوبي په لټه کي دي ، په ډیره م
ینه ډالۍ کوم .
قریب الرحمن سعید
ناروی :۲۹ اګست۲۰۰۸م کال
------------------------------------------------------------------------
دغه څوشعرونه د ښاغلي تړون دهغه شعر اخري برخه
ده چې هغه دنارنج د ګل د مشاعرې په وخت کې د جلال ابادپه ښار کې په یوې سترې غونډې کې
ویلي و اوما دلته د www.PashtoDeewa.com په مننه را واخستل.
Contents
ډا
ۍ 2
دداستان د را ټولونکي د زړه خواله 6
د ښځې او ایمان تر منځ هڅې او هاند 9
اوم
ه نجلۍ او نادودې ئې 43
دسلطان ایوبي د و ژلو پلان 81
دویمه میرمن 122
دخلافت م
اڼۍ یا د بدکارۍ هډه 152
هغه نجلۍ چې له فلسطینه راغلې وه 198
او کله چې عیسائي پادري
دمسلمانانو امام وګرځید 239
او کله چې «ایونا» په عایشې بدله شوه 288
زما نورې
ژباړې 324
دقهار او له تیري کونکو څخه د بدل اخستونکي ذات په نامه
د ژباړې په اړه
:
دایمان پلورونکو د داستان لومړۍ برخه د التمش لیکنه ده، چې له لاهور څخه د خپرېدونکې میا
تنۍ مجلې د چلوونکي، عنایت الله، له خوا را ټوله او په پرله پسې توګه نشر شوې ده. دا تاریخي
داستان، له ښه مرغه، د نوموړي را ټولونکي په مټ د کتاب په بڼه کې برابر او دا دي ستاسو درنو
وستونکو په لاس کې دی . داستان نه یوازې د اسلامي امت په وړاندې دصلیبیانو د ناوړو هڅو
زړه بوګنونکې کیسې کوي، بلکې په خوږه ژبه د اوسنیو سیاسي او پوځې حالاتو اریانوونکې خبرې هم
کوي..
داستان که خپلو لوستونکو ته په ډېرې آسانۍ د حقایقو د سمندر تل ښیي، د صلیبیانو په
ښکېلاکي شنو او سرو باغونو باندې د غولېدونکو، د ایمان د پلورونکو او د وطن د دښمنانو
ړانده ذهنونه هم د رښتینولۍ په رڼا روښانه کوي .
داستان مسلمانانو، په وطن مینو
ځوانانو او روڼ آندو ته ښیي چې صلیبیان په څه چل ول د اسلامي امت د له منځه وړلو له پاره
د اسلامي امت د ځوانانو په فکرونو کې منفي بدلون راولي . داستان، په دې سربېره، ښیي، چې ص
یبیان په خپل صلیبي تهذیب کې د مسلمانانو د غرقولو او رنګولو له پاره له هماغو لارو چارو
نه کار اخلي، چې د اسلام دپیل، پیل څخه یې کار آخیست .
که صلیبیانو پخوا، په اس
امي امت باندې د خپلې برلاسۍ له پاره، د متحده پوځ له توغ لاندې یرغلونه وکړل، نن سبا یې
ګورو ، چې د ناټو د متحده پوځ په واسطه یې نژدې ټول اسلامي هیوادونه تر خپلې ولکې
اندې را وستي دي . لوېدیځ، لګیا دی، اسلامي تهذیب ته د خپل صلیبي تهذیب رنګ ورکوي .
په دې
کتاب کې په ډاګه کیږي، چې صلیبیانو د اسلامي امت د ځپلو او دمسلمانانو د له منځه وړلو له
پاره
څه ډول توطیې پلې کړې وې . ګورو چې نن هم دخپلو موخو دترلاسه کولو له پاره له هم
اغو لار، چارو نه کار اخلي :
• پخپله د مسلمانانو په لاس د مسلمانانو وهل او ځپل..
• د
هني عیاشۍ د سامانونو د تیارولو او د شرابو د رواجولو له لارې له مسلمان نه په دېرې آسانۍ د هغه د دېن او ایم
ان آخیستل .
• د ښځو د حقوقو د نامه لاندې هغوی ته د بې اندازې آزادۍ ورکول او له نارینه س
ه د آزاد و جنسي اړیکو کلکول .(نن زمونږ زیات شمیر ځوانان په همدې ناروغتیا اخته دي).
•
ه نورو هیوادونو څخه د فاحشو او د « ایډز » په ناروغۍ باندې د ککړو ښځو واردول. . (نن زمونږ په
هیواد کې د ایډز او ایچ ،اې ،وي ، ناروغتیا، لګیا ده، په چټکۍ خپریږي . د دې ناروغانو شمیره، نن
سبا، لسګونو زرو ته رسیږي ).
• په ډاګیزه توګه د ځوانانو د ذهنونو تخریبول .
ورځ په ورځ د فاحشه خانو زیاتوالی..
• په شتمنو مسلمانو کورنیو کې د نجونو اوهلکانو تر
منځ د ناجایزې معشوقې پیلول. .
• په اسلامي ټولنه کې د مسلمانو نجونو په جامه کې د عیسوي
نجونو استول او هغوی ته د مسلمانو نارینه وو تر منځ د دښمنۍ او وينې د تويولو د دندې سپارل
.
• د ځوانانو په منځ کې، د آزادۍ د نامه لاندې، د شرابو، جوارۍ او قمار ځایونو زیاتوالی او رواجو
..
• د مسلمانانو په جوماتونو کې، د ملایانو په بڼه کې، د عیسوي پادریانو ټاکل او له
دې لارې د اسلام د اصلي بڼې بدلول .
• د صلیبي کولتوري آغیز له لارې د مسلمانانو د ذهني او
کولتوري څېرې بدلول .
• دمسلمانانو په فکر او آند کې شک پېدا کول او بیا د د غه یا هغه صلیبي کولتوري
جذابیت په واسطه د هغه چورلټ بدلول..
• صلیبیان وایي : « مذهب به د مسلمانانو خپل وي، خو په لوېدیځ
او صلیبي تهذیب کې به رنګ شوې وې.».
• خو ایوبي وایې : « یوه عادي ښځه هیچاته هم زیان ن
ي رسولې ، خو یوه جاسوسه او تخریب کاره ښځه، په یواځې ځان، د یوه هیواد بیړۍ ډوبولاې
شي.»
• ایوبي همدا راز وایي چې « زه د جاسوسانو څخه ويره نه لرم . ګواښ مونږ ته، په حقی
ت کې، د خپلو کلیمه ګویو ورونو نه دې.، هغه ورونه چې غواړي د کفارو دغه تر ځمکې لاندې عم
یات بریا ته ورسوي . ایوبی زیاتوي چې که چېرې دهغوی ایمان کلک وي، نو د صلیبي جاسوسانو ټول
ښکر هم پر مونږ بریالی کیدای. نشي .
ایا زمونږ دهیواد او ولس حال ، نن سبا، هم
داسې نه دې! ؟
(فاعتبروا یا اولی الابصار)
قریب الرحمن سعید
( د۲۰۰۸ کال د اګست پنځمه )
دلوې خداې په نامه
دداستان د را ټولونکي د زړه خواله :
مونږ د «ایم
ان پلورنکو دداستان » د لیکوال دروند التمش مننه کوو چې هغه د صلاح الدین ایوبي د قصو لړۍ د
داستان په بڼه پیل کړه . دلته مونږ د هغه ( اته) قصې دلوستونکو تر مخ وړاندې کوو . په
دې قصو کې تاسې ته ټول هغه څه تر لاسه کیداې شي چې ستاسې او ستاسې د ځوان نسل غوښتنو
ته د تیرو پیښو په هکله په ډاډ منه توګه ځواب وایي او تر څنګ یې دهغوی هغه دیني ،ملي او
ومي احساسات را ژوندي کوي چې زمونږ دښمن یې د خپلو خوندورو قصو په واسطه د له منځه وړلو په
هڅو کې مصروف دې.
ددې( اته) قصو په هکله په لنډه توګه دا ویل اړین ګڼو چې : هومره
سازشونه چې د اسلام د ستر مجاهد او د اسلام د عظمت دساتونکي صلاح الدین ایوبي په وخت کې د
اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره شوي په بل دور او وخت کې یې سارې نه موندل
کیږي . صلیبیانو او یهودیانو د مسلمانو امراؤ او فوځي قومندانانو دپه لاس کې نیولواو اخست
وپه خاطر بې دریغه دولت او شتمنۍ په کار واچولې اوددې ترڅنګ یې د صلاح الدین ایوبي او
نورالدین زنګي د راپرزولو له پاره خپلو ځوانو او ښایسته نجونو ته روزنه ورکړه او هغوی یې
په ډیره بې حیا او بی باکانه توګه د اسلامي سلطنت پر خلاف استعمال کړې . هغوی ته دا څ
ګنده وه چې صلاح الدین ایوبي ته د جنګ په ډګر کې ماته ورکول اسانه کار نه دې. د سلطان ایوبي
د جنګ تګلاره داسې وه چې صلیبیانو به د وګړو او وسایلو د زیادښت سره سره بیاهم م
اتې خوړله ، په همدې اساس هغوی په اسلامي سلطنت کې دفساد او ګډوډیو د راپیدا کیدو په خاطر اوپه
ځانګړې توګه په مصر کې، چې فوځې قیادت یې د صلاح الدین ایوبي په لاسو کې و، د جاسوسۍ او تخ
یب کارۍ څخه کار اخست او دهغه وخت د ځوان نسل دکړچار دخرابولو له پاره یې ډول
ول لارې خپلولې . شتمني او ښځې یې بې دریغه استعمالولې او د صلاح الدین ایوبي لوړ
پوړي چارواکي او د دولت او فوځ واکداران یې د خپل هیواد،ولس او دین پر خلاف
غدارۍ ته هڅول او دهغوی څخه یې د ایمان پلورونکو ډلې تیارې کړې وې .
صلاح
الدین ایوبي ته یو جنګ په ډګر کې ور په غاړه و ، دا د سترو سترو معرکو یوه
لړۍ وه چې د صلیبي جنګونو تر نامه لاندې مونږ ته را رسیدلې ده . خو دهغو جنګونو کوم تفصی
مونږ ته نه دې را رسیدلې چې سلطان ایوبي د صلیبي جاسوسي شبکو، چې په هغوې کې یې له یوه اړخه
ښایسته نجونی ور ننویستې وی او تر څنګ یې د حسن بن صباح په څیر وژونکې ډله هم و
ګډه وه ، پر خلاف و جنګید. دغه وژونکو ته یې فدائیان هم ویل . ددې تر څنګ د حشیشینو تر نامه
اندې یوه ډله هم وه . دوی په صلاح الدین ایوبي څلور وژونکي یرغلونه وکړل ، خو د ال
ه (ج) ځانګړې لورونه وه چې دا مجاهد ترې په ډرامایې توګه او دخپلو مټو په زو
خوندي ووت . دغه د ځمکې لاندې صلیبي جنګونو هغه په زړه پورې قصې را
وزیږولې چې له ډلې څخه یې دلته مونږ ( اته ) خپلو درنو لوستونکو ته وړاندې کوو.
د تاریخ دا ریښتونې
پیښې د تفصیلاتو د اوږودوالي په خاطر د تاریخ په کتابونو کې نه دي را خستل شوي او شونې علت
یې دا هم کیداې شي چې د تاریخپوهانو آند د ځمکې لاندې او د پردو تر شا نه شواي تللاې. داسې پیښې
د اړوندو وختو د پیښولیکونکو په لیکنو کې خوندي پاته شوي او یا د سترګو لیدلو
اهدانو بیان کړي دي ، او بیا دا پیښې سینه په سینه د یوه نسل څخه بله ته ژوندۍ
ا غلي دي.
دروند التمش چې د کار دپیدا کولو په خاطر منځنې ختیځ ته تللای و ، د کار د موندلو سره
سم یې د تاریخ دلیکلو حس هم را بیدار شو . هغه په تیرو دولسو کلونو کې د اسلامي
هیوادنو بې شمیره کتابتونونه کتلي او د دزیات شمیر کتابتونو د ذخیره ځایو څخه
یې هغه کاغذات را ویستلي چې مسؤلینو یې بیکاره ګڼلي او هیسته یې په کاغذټوکریو کې
غورځولي و. په هغوی کې د صلاح الدین ایوبي د وخت د سرکاري او غیری سرکاري لیکوالانو
یکل شوي نا چاپ شوي لیکنې تر لاسه شوي چې همدا د سلطان ایوبي د وخت ریښتونې تا
یخ تمثیلوي . او دا هماغه پیښې دي چې د تیرو وختو ښویدنې او غداران ایمان
پلورنکي بې پردې کوي او د راتلونکو نسلونو له پاره د عبرت درس او د لارې رڼا ګرځي
.
ددې پیښود لیکونکو نه اخوا ، دروند التمش چې دکومو تاریخپوهانو د لیکنو څخه تفصی
ي پیښې تر لاسه کړي دي په هغوی کې هیرالډ لیمب ، لین پول ، ولیم آف ټآئر ، قاضي بها
الدین شّداد ، محمدفریدابُوحدید، اینټي ویسټ ، واقدي ، هتّي، جنرال محمد اکبرخان رنګروټ ، موئیر، س
اج الدین ، اسدالاسدي، الاطهر ، سسټن ، بالډوني، او یو څو نور نوم ورکي تاریخپوهان شامل
دي .
د ۱۹۷۴ زیږدیز کال په ااخر کې التمش پا کستان ته راغې او له ماسره یې و کتل ، زه به
د هغه دا احسان تر قیامته پورې له یاده و نه باسم چې هغه دغه ارزښتناکه
خزانه د «حکایت » له لارې لوستونکو ته وړاندې کړه . ما د ۱۹۷۵ زیږدیز کال د فبروري دم
یاشتې په ګڼه کې ددې لړۍ په خپرولو پیل وکړ چې تر اوسه پورې جریان لري . دا
صې یو پرلپسې تاریخ نه دې ،بلکه د مختلفو وختونو تفصیلي او ډرامایې کړنې دي چې تاسو په کې ص
اح الدین ایوبي او د صلیبي جاسوسانو ، څارکښو ، تخریب کارانو ، غلچکي بریدکونکو او د عسکري کمانډو
یانو حیرانونکې او په زړه پورې پیښې لوستلاې شئ . د ا په حقیقت کې د ښځې
او ایمان تر منځ هاند اوهڅې او نه ختمیدونکې معرکه ده چې تاسې به حیران پاته کړي
او که ستاسې د ایمان څراغ چیرې هم مړژواندې وي نو هغه به را تازه کړي. .
ستاسې دهغه وخت
دښمن نن هم ستاسې دښمن دې او تر اوسه پورې هم داسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره هم
اغه خوندناکې لارې استعمالوي. چې پخوا یې ازمایلې دي.
دا قصې پخپله هم ولولئ او
خپلو کوچنیانو ته یې هم . که چیرې تاسې په ریښتونې توګه غواړئ خپل کوچنیان د فحش ، لوڅو
غړو او د اخلاقو خرابونکو قصو څخه خوندي کړئ نو دا ( اته) قصې له ځانه سره کورته
یوسئ .
ددې قصو په لوستلو سره به تاسې دا احساس کړئ چې نن یو ځل بیا تاریخ تکراریږ
ي او یوه بل صلاح الدین ایوبي ته اواز کوي .
عنایت الله
( د حکایت د میاشتنې مج
ې مدیر«لاهور»)