پوليټکل ساينس ته يوه کتنه د مايکل راسکين، رابرت
کورډ، جېمز ميډيورس او والټر جونز ګډ اثر دئ، چي له انګرېزۍ څخه د پښتو ژبي مبتکر او تکړه ليکوال او مترجم ښاغ
ي ډاکټر محمدصديق ظهير په پښتو ژبه ژباړلى دئ او په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني
لخوا په ١٩٤ مخونو کي په ښکلې قطع او صحافت سره چاپ سوى دئ.
دغه کتاب په ديارلسو فصلونو کي د سياست د علم او تيورۍ په باب ډېر معلوماتي او تيوريک مبحثونه لري،
دغه راز د حقوقي سسټمونو او د حکومتونو د تشکيل او وېش په باب هم علمي ابحاث لري، چي لوستنه يې د معلوماتو پر
خزانه اضافه راولي.
د پښتو علمي ترجمو په لړ کي دا کتاب له هغو آثارو څخه ګڼل کېږي، چي په علمي او
اکاډيميک لحاظ پوره وزن لري، چي له بده مرغه پښتو ژبي ته د دغسي علمي آثارو ترجمه ډېره لږ سوې او کېږ
ي.
پر دغه کتاب ښاغلي استاد محمدمعصوم هوتک او خپله مترجم (ډاکتر ظهير) هم سريزي کښلي دي.
ښاغلى
اکتر صديق ظهير د امريکا په متحده اضلاعو کي د پردېسۍ ژوند کوي، چي د استاد هوتک په قول يې، په افغانستان کي د
ديموکراسۍ تر لسيزي وړاندي او وروسته په پښتو ژبه قلم چلاوه او ډېري علمي، ادبي او سياسي ليکني يې په طلوع
افغان او کندهار مجله کي د څلوېښتمي لسيزي په گڼو کي خپرې سوي دي.
دغه کتاب په کندهار، کابل او کوټه کي پر اندي ادرسونو تر لاسه کېدلاى سي:
کندهار :
علامه رشاد خپرندويه ټو
نه
تليفون : ۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱
m_rohyal2006@hotmail.com
ارګ بازا
ټول کتاب پلورونکي
کوټه :
صحاف نشراتي مؤسسه - کاسي رو
تليفون : ۰۰۹۲۸۱۲٦٦۴۲۳٦
مکتبه قاسميه
- کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۳۲۱۸۱۱۳۰۳۸
کابل :
علامه حبيبي کتاب پلورنځی
جمهوريت روغتون ته مخامخ، د مصطفی
هوټل څنګ ته
تليفون : ۰۷۹۹۷۰۵۱۵۱ - ۰۷۰۰۲۸۹۵۷۷
شرکت کتاب شاه محمد
صدارت څلور لاري
تليفون : ۰۷۰۰۲۹۴۲۷۷ - ۰۷۸٦۰۰۱۵٦۹
بهزاد کتاب فرو
ي
د کوچه ګلها څنګ ته، نوی ښار
تليفون : ۰۷۹۹۳۲۹
۹۳ - ۰۷۷۷۳۲۹۰۹۳