دټولنيزو شخړو ارزونه او يوڅو سپارښتنې !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23682
خوشال خليل
دخبریدو نیټه : 2009-02-16

 

په تېرو دېرشو كلونو كې دافغانانو په منځ كې د شخړوكلچر ډېره وده كړې ده. دوى تر ډېره هره وړه خبره د شخړې او جګړې خواته راکاږې.په كور دننه ،كلي ،ښار اويا په ادارو كې شخړې اوتاوتريخوالى بيلابېل لاملونه لري ،په ټوليز ډول ويلای  شو چې زموږ په خلكو كې د زغم او نوروته د درناوي روحيه ځپل شوي او يا په ډېره  ټيټه كچه كې ځای لري .
كورنۍ جګړو زموږ هيوادوال ډېر زيانمن كړي اوځورولي،دغو جګړو د فقر مجبوريت اوبيوزلۍ سربېره دخلكو په زړونو كې عقدې اوكركې ځاى كړي او ډېر ژر بي حوصلې كېږي.

كه په هوټل،دوكان ،بس اوياكومه اداره كې دې له چاسره خبره لږ لاندې باندې شوه،شخړه پيلېږي.
ف انسوي مفكر ژان ژاك روسو په دې اند و،چې(( په طبيعي حالت كې انسان ځان غوښتونكى نه دى بلكې نږه، زړه سواندى ېښتونى اومهربان دى .)

كله چې دغه مهربان انسان په خپل چاپيريال كې  يو شمېر ناخوالي ګوري ،د هغوپه وړاندې غبرګون ښيي ، دغه غبرګونونه ښايي په حقه او كله نا حقه وي، كله دى نورو ته اوكله نور ده ته سر خوږى جوړوي ، دلته به هڅه وكړو چې د يو څو بيلګو په را وړلو سره دغه مساله يو څه روښانه كړو.

ټولنيزې نابرابرۍ :

له ټولنيزو نابرابريو څخه مو دلته موخه  بي عدالتي او ناانصافي ده. زموږ په ټولنه كې د ځينو بي عدا يتو له امله  ديو شمېر خلكو ناڅاپي پرمختګ ټولنيزو نابرابريو ته لاره هواره كړې ، او خلكو ته يې  د محروم يت احساس پيدا كړى ،مثلا كه څوك په يوه غريب مېشته سيمه كې لوړ پوړې ودانۍ جوړه اوشاهانه ژوند اختيار كړي ،دنو و عقدې راپاروي،او هره وړه خبره په شخړه بدليدى شي.په افغانستان كې چې حالات  نورمال نه دي،هغه څوك چې په هيواد كې د ناوړه شرايطو له امله بره ختلي، يو شمېر يې د ځان غوښتني په مرض اخته شوي او له نورو د احترام او د ناوي تمه كوي. هغه چې وروسته پاتي دي په هره وسيله چې وي د پورته ختلو په فكر كې دي، دلته موږ  دغو دواړو(ښكته اوپورته) ته ګوته نيولى شو.خو بره ختلي كسان په دې ډېر ګرم دي چې د خلكو محروميت نه شي ليدلای

روسو وايي،هر وخت چې تاسو يوه اسمان څکه ودانۍ وينئ  باور وكړئ چې د يو ولايت كورونه ددغې ماڼۍ د بنسټ له پاره وران شوي .

داسمه ده چې په طبيعيي ډول ا نسان مهربانه دى ،خو د حالاتو نه راپيدا شوي كركي او عقدې هم طبيعي دي .د ميلاد نه وړاندې د چين لوى فيلسوف كنفيوسس د شتمن او غريب په اړه يوه عالمانه خبره كړي نوموړى وايي، كله چې دې  ټولنه بيوزله وي او ته په كې شاهانه ژوند ولري تردې بله د شرم خبره نشته ،خو كه كله دې خلك ماړه او هيواد جوړ وي، او ته په كې بيوسه او بيوزله ګرځي دا هم د شرم او خجالت خبره ده

لكه چې يادونه  وشوه،زموږ په ټولنه كې د ځينو خلكو ناڅاپي اقتصادي پرمختګ اود يو زيات شمېر نورو ښكته كېدل اومحروميت، خلكو په تيره ځوانانو كې ژوري عقدې راپارولي،كله چې دغه نوي شتمن په ډېرې بيباكۍ سره د كال په نوي ماډل موټر كې ددوى له خوانه تېريږي م حروم خلك فكر كوي چې له غريبۍ او بيوزلۍ پورې يې ملنډې وهل كېږي .
يوه ورځ له خپل يو ملګري سره په همداسې نوي ماډل ګاډي كې سپور وم ،كتل مې چې وړوكراچيو لاره بنده كړي وه،زما ملګري له كړكۍ سر راوويست وې ويل (( واه هلكه دا كراچۍ دې لږ ها خواته كړه )) كراچۍ والا ورته وويل ((ځه بابه ! چې نوى موټر لري نو زه څه خدمت وكړم ،ماته مې دا كراچۍ له طيارې نه كمه نه ده ))له دې مثال څخه دا جوتېږې چې په يوه ټولنه كې بي عدالتي او ناانډولتيا د خلكوله دغه ډول  طبيعي غبرګون سره مخ كېږي .

د امتيازاتو په وركړه كې لوى توپير:
دشخړو يو بل لامل په يو دفتر كې د نوي او زاړه مامورترمنځ د امتيازاتوپه سر توپېر دى ،زوړ مامور په شل دېرشو كلونو كې په نس نه دى موړ شوى ،اوخواركۍ هم داسې بيوزله سپين ږيرى شوى .خو په خواكې يې يو تنكى ځوان په مياشت كې دده د كال هومره معاش اخلي،چې ددوى تر منځ د خړو د راپيداكېدو احتمال ډېر دى. ددې په خو ا كې زوړ مامور فكر كوي  دغه نوى ځوان بي پروا مغروره او د ځينو م سئوليتونو په وړاندي بي تفاوته دي. برعكس ځوانان فكر كوي چې د نوي زمانې سره جوړ دى دا زاړه خلك دي چې په وړاندې يې ستونزي جوړوي . دوى چې په نوي ټكنالوجۍ پوهيږي دا خپل حق ګڼې چې د وخت له غوښتنو سره سم عايد ولري . زموږ پخواني مامورين تر ډېره د دولت اوامرو ته په دې ژمن وو چې په يوه نورماله ټولنه كې يې  د ژوندكولوتجربه درلوده.  هغه ټولنه چې په ورو ورو مخ په بره روانه وه. خو وروسته تر دې ديرش كلنو جګړو دا خلك له  فزيكي او روحي پ وه  سخت و ځپل شول ،خو يو لږ شمير پكې د ډېرو شتو خاوندان شول ،دغو شتمنود نوي نظام سره چې يو شمېر خپل سرۍ و سره ملګرې وي، په ډېری  اقتصادي سرچېنو يې خټه واچواله .چې له امله يې د شتمن او فقير تر منځ واټن ورځ تر بلې په ېريدو دى او دهيواد د نفوس ډېره برخه ناچاره او دنورو مرستو ته اړه شوه .خلك فكر كوي  چې د اوسني نظام ډيموك اسي د اشرافو او يو څو سياسي كورنيو پورې محدوده ده او همدا ډيموكراسي ده چې دوئ په كې خوشحاله دي او ملت ور نه مخ اړولى او د دواړو تر منځ شخړه روانه ده .

له نويو مفاهيمو سره د خلكونابلدتيا :
د فرانسي يو سياسي مفكر چارلس مونتيسكيو په خپل هيواد كې دسياسي لبراليزم يو غښتلى پلوي و .د نوموړي په عقيده په استبدادي نظام كې تبعه غافل ،ډارن او بي خبره ساتل كېږي او په ماته روحيه ديته اړايستل كېږي چې د دولت د زور زياتي په مقابل كې بې پوښتني اطاعت وكړي .
رېښتيا هم په ازادو ټولنوكې د خلكو جرئت زيات وي ،او د هرې مساّلې په اړه نظر وركولاى شي. دلته هم د نوي نظام په راتګ سره زموږ خلك له نويو پديدو اومفاهيمو  سره اشنا شول، كاروي يې او عمل پرې كوي.

خو تر ډېره د غه مفاهيم سر چپه تعبير شوي،لكه ډيموكراسي يعني خپلسري ،د ښځو حقونه يعني بي ستري او.........خو؛ په اصل کې خبره داسې نه ده.

دغو ناسمو تعبيرونو زموږ خلك د اخلاقو او ملي مسائلو په وړاندي  تر پخوا څو چنده بې تفاوته كړي او هر سړى د جيب ډكولواو د ځان په فكر كې دى . دلته بيا موږ مطلق حكم نه شو كولاى چې شخړه بد شى دى ، كه په شخړه كې يو طرف تاوان ويني بل طرف ګټه كوي .
په كلي او كور كې  ښايي داسې خلك وي چې نور ورته د لانجه مار او جګړه مار په سترګه ګوري، كيداى شي د همدې كس د خبر و تر شاقوي منطق پروت وي. د كلي مشر او هوښيارو خلكو ته پكار ده، چې د ښو او بدو توپير وكړ ي. ښايي د همدې لانجه مار كس خبره د خلكو په ژوند كې د يو مثبت بدلون پيلامه شي او كه  منفي اړخونه يې زيات وي بيا نو دټولو په تاوان ده. خو په افغانانو كې دغه ډول منطقي شخړو هم منفي اغيزه پرې ايښې، ځكه په موږ كې تر نورو د ځانځانې احساسات غښتلي دى  اوپه خپله خبره كه هر څومره کمزوري او نيم گړې هم وي كلك  دريږو. په خپله خبره ولاړو خلكو ته موږ نا پوه هم نه شو ويلاى، كيداى شي داخلك لكه زموږ دځينو اوسنيو سياسي مشرانو په څير ډېرې لوړې زده كړې او تجربې ولري دوئ فكر كوي چې د وړو خلكو خبرو ته ارزښت وركول به يې په ټولنه كې دريځ ر اټيټ كړي او ضعيفه به ښكاره شي په داسې حال كې چې په خپل ضعف باندې اعتراف، په خپله يو قوت دى ،دوی په خپلو كمزوريو اعتراف نه كوي ځكه خو ټولو ته ضعيفه ښكاري.

د دريځونو بي ثباتي :
كه د يو چا دريځ په يوه برخه كې لوړ ختلى وي اوپه بله كې يې موقعيت ټيټ لويدلى وي نو له دغو هسكو او ټيټو موقعيتونو څخه د راپيدا ويو توقعاتو تر منځ جګرې را پيدا كېږي چې له هغو څخه بيا رواني مسائل توليديږي او شخړو  ته لاره هواروي .

ټولنپوهان د دريځ د بې ثباتيو موضوع د ټولنيزو نا اراميو له مهمو عواملو څخه بولي او هغه كسان ډېر سخت نا ام يده كېږي او عقده يي ګرځي چې د ژوند يو اړخ يې ډير وړاندې تللى وي او نور ابعاد يې وروسته پاتې شوي وي. كله چې د چا د دريځ يو اړخ ډير ښه وي او ژوندانه د نورو اړخونو يې خونده نه وي نو له خلكو څخه دده هيله داوي چې دده هغه ښه اړخ په نظر كې ونيسي.

 استاد وجدي په خپل كتاب ((دزړونو او دماغونو ماينونه)) كې په دې اړه يو مثال راوړي او يكي(( د پوهنتون داستادانو ارزو داوي چې خلك بايد ددوى علمي رتبې په نظر كې ونيسي او هماغسي په درنه سترګه ورته وګوري ،خو د پوهنتون څخه دباندې ممكن د هغو خلكو شمېرډېر زيات وي چې د خلكو ماغزو او علمي درجو ته نه بلكي ددوى جيبونو او نورو خواوو ته ګوري ،نو كه د پوهنتون استاد ته خپل علم او سپېڅلې عقيدې لوى زړه نه وي وركړى نو هغه له بده مرغه د حيثيت دبې ثباتۍ په ناروغۍ اخته كېږي او دا ډول روحاً ځوريدلي كسان دي ...))

وتلی ليکوال  اسدالله غضنفر په خپلې يوې مقالې كې دغې ستونزې ته ډېره ښه اشاره كړي او ليكي ،(( دېرش كاله پخوا زموږ په خلكو كې ناعت موجود و.ويل به يې له خپلې بړستنې سره پښې غځوه ،د نصيب په وركړه صبركوه،اود رحمان بابا شعرونه به يې وي        په دنيا كې بدې نشته      كه بدې نه وي له تا ........
 خلكو به په خپل ژوند كرونه ايستل خو اوس اكثره خلك په دې قانع نه دي چې په خپله طبقه او قشر كې پاتي شي،هرسړى كوښښ كوي چې له خپلې طب ې پورته بلې پوړۍ ته ځان ورسوي . دا د اجتماعي تحرك او پرمختګ نښه ده، مګر داخلاقي بحران (شخړو)لامل يې هم بللى و.هغه څوك چې قناعت نه كوي دپرمختګ ډېر چانس لري،او ورسره دا امكان هم شته چې د ترقي  په لاره كې د نورو په ح ونو تيرى وكړې او نوروته هم د ده په ترقۍ رخه ورشي او تاوان ور واړوي)) .
زموږ په کلي کې يو ډګرمن اوسيده،چابه چې پيژنده د ډګرمن صيب په نوم به يې غږ ورته کاوه ،يوه ورځ يو خوارکي دهقان ورته د ضابط صيب په نوم غږ وکړ،ډګرمن صيب پرې را برګ شو او هغه بيچاره دهقان يې سخت  و رټه ، ورته يې وويل (( زه ضابط نه ډګرمن يم )) دې مثال ته په پام د جګړو په کلونو کې ډېر خلک له يوه ځايه بل ته وکوچيدل او پخوانيو دريځونو ته يې زيان ورسيد او څپڅانده شول ، اوس نو ځکه په هره وړه خبره په غوسه کېږې او خبره د شخړې تر سرحده رسوي .

په دې اړه يو څو سپارښتنې :

ددې ستونزو د حل له پاره كوم مشخص فورمول نه دى جوړ شوى، خو داهرڅه له حالاتو پورې اړه لري چې څومره چمتودي اوبل  زموږ اړتياوې څه شی دي ؟ ايا موږد دې وس لرو چې د داسې مسالو د حل په لارو چارو فکروکړواو که نه  ؟
دا واپوهانو په باور انسان پنځو شيانو ته اړتيا لري،لومړى: دامنيت اړتيا،  دويم :فزيكي اړتيا ( لكه  لوږه، تنده او كور) درييم : د ميني او محبت اړتيا، څلورم : د درناوي اړتيا، پنځم : د استعداد د ودې اړتيا، لومړنۍ دوه اړتياوې فزيكي دي او وروستۍ يې ټولنيزې دي،دارواپوهانو په نظر كله چې د انسان فزيكي اړتياوې پوره شي په ټولنيزو اړتياوويې اغيزه كوي.او له دې وروسته د مينې او درناوي او د استعداد ودې ته متوجه كېږي.كله چې په يوه ټولنه كې ام نيت ټينګ شي،اقتصادي وده ورسره پيداكېږي، بيا خلك د سياسي او اخلاقي اړتياووپه اړه فكر كوي.
له بده مرغه زم وږ په ټولنه كې دا مهال دغو ټولواړتياوو ته په يونظر كتل كېږي ،او لومړيتوبونه په نظركې نه نيول كېږي.دلته نړيوالې مرستندويه  ادارې هم د دغو اړتياوو د پوره كېدو له پاره پيسې لګوي كه  اساسي او لومړنيو اړتياوو  ته چې امنيت دى كار وشي او خپلې ټولې هڅې دې لور ته متمركزي كړي، دا به په تدريجي توګه د خلكو په ا تصادي ودي،اخلاقو او په زغم مثبت تاثير وكړي. 

دا يو واقعيت دى، چې زموږ ټولنه له يو ډول اخلاقي او ټولنيز كړكيچ سره مخ ده.غلاوې،انسان تښتونه ،او په ماشومانو او ښځو باندې د جنسي تيريو پېښې ورځ تر بلې په ډېريدو دي .په داسي ټولنه كې چې كوم ټولنيز سازمان ،ګوند،او يا شركت جوړيږي په طبيعي توګه دا ستونزې هغه سازمانونو ته هم ورننوزي .نن ورځ زموږ دسياسي  ګوندونو،شركتونو،او سازمانونو تر منځ د مثبتي سيالۍ پر ځاى دښمني روانه ده او د ټولنې په اصلاح كې يې نقش كمزورى دى او ځيني سياستوال مو خپله د دغو ناخوالو په راپيدا كېدو كې لاس لري. خلك نه پو هيږي چې په چا اعتبار وكړي .په دغسې يو حالت كې د سولې او انسان پالنې د ترويج له پاره پراخو هلو ځلو ته اړتيا ليدل كېږي .په دې هلو ځلو كې مخكښه ونډه  شاعران، ليكوالان او هنرمندان لري.

زموږ ستونزه داده چې زوړ سيستم او زاړه خلك راته ناكام ښكاري له زړو ارزښتونو پسي ملنډې وهو،او نوى سيستم مو لا جوړ كړى نه دى ، او د نوي ارزښتونو منلو ته تيار نه يو. دغه تشه په خپله شخړو ته لاره برابروي .هيله كېږي چې دغه تشه ډكه او د شخړو او جنګ جګړو كچه ورسره راټيټه شي