څو سياسي خبري او . . . ( ٢٥مه برخه ) ولسي جرګه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2369
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-17

مېرزا علم حميدي - هالنډغورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ

ولسي جرګه

 

د قانون جوړوونکي ځواک په هکله په ( ۵ ) مخ کې څرګندونې شوي دي . دلته غواړم  په ګران هیواد کې د اولسي جرګې د ستونزو په هکله خبرې وکړم . موږ د افغانستان په تاریخ کې د نورو دموکراتیکوهیوادونو په څېر اولسي جرګه نه درلوده  . په هغو دموکراتیکو هیوادونو کې چې په پارلماني سیسټم اداره کیږي، پارلمان د ګوندي ازادو ټاکنو له لارې منځ ته راځي هر ګوند چې په ټاکنو کې اکثریت تر لاسه کړي هغه حکومت جوړوي چې د ډیرښت له کبله د قوانینو په تصویبولو او د نورو پرېکړو په هکله ډیرې ستونزې نه لري . که څه هم مخالف ګوندونه د ځنو پریکړو په سر ورسره مخالفت کوي خو څرنګه چې په پارلمان کې لږه کي وي د حکومت د وړاندیزونو مخه نه شي نیولی .

موږ په افغانستان کې دا ډول اولسي جرګه نه درلوده. کله، کله مو په نادره توګه داسې اولسي جرګه درلوده چې ځنې غړي یې په  اټکلي توګه په دموکراتیک ډول ټاکل شوي وو(۷مه، ۱۲مه او ۱۳مه )   موږ په هغه مهال هم ددې  خبرې  شاهدان وو چې حکومت له اولسي جرګې سره زیاتې ستونزې درلودې ؛ داسې چې اولسي جرګه د پراختیایې پلانونو او دملي ژوند پرمخبیولو کې خنډ وه اوپه ډول ډول پلمو یې د ورځنیو کارونو په مخ کې خنډونه رامنځ ته کول . چې له دې کبله به په هره تقنیني دوره کې څو حکومتونه تلل او را تلل . دا ځکه دا دخبرو اترو وړ یوه پوښتنه ده چې دا رنګه ولسي جرګه د هیواد د پرمختیا لامل کیږي اوکه د غړنتیا؟

کیدای شي چې دغه خبرې اترې داسې پرانېزو :

داولسي جرګې ډیر غړي له کلیوالو سیمو (لویو ولسوالیو او ولسوالیو) څخه راځي،چیرته چې د ټاکنو مبارزه په دودیزه تو ګه دقومي مشرانوترمنځ کیده،دودیز ډول یې هم داسې و چې هر چا زیات لګښت کاوه، زیات پلویې ورکاوه، قومي مشران او ملایان یې په سوغاتونو خوشالول هغه په ټاکنو کې ګټونکی کیده . دا رنګه ګټونکي چې ډیر یې کم لوستي وو اوخپلې دندې یې ښې نه پېژندې اوخپلو خلکو ته یې د سیمه ییزو ستونزو د اوارولو لپاره زښتې ډیرې ژمنې وړکړي وې چې ځنې ژمنې یې د ډول، ډول علمي او اقتصادي لاملونو له کبله نه شوې تر سره کیدای ؛ کله چې اولسي جرګې ته راتلل زیات عقل ، فکر یې په دوو شیانو بوخت و چې څرنګه لګول شوي پیسې بېرته تر لاسه کړي او څنګه ورکړي ژمنې سر ته ورسوي . دا ځکه د اولسي جرګې ډیر غړي د خپلو دندو په ځای چې حکومت ته د رایې ورکول او د دوی د کړو وړو څارنه ده . د  وړاندې شوو قوانینو، د تګ لارو،د پرمختیا او پراختیا، تولیدي، ودانولو، او د فرهنګي چارو د پلانونو، د دولتي بودجې او د پیسو د خپرولو څېړنه او تصویب او داسې نورې دندې یې په فکر کې  اړینې نه ورګرځیدې، هره ورځ یې د خپلو بیپارانو له ډول، ډول غوښتن لیکونو څخه غېږ ډکه وه؛ له پخوانۍ ژمنې پرته به د هغه او دغه دفتر په دروازه ور ننه وتل چې په دې ډول یې هم خپل او هم د دولتي چارواکو وخت زیانمن کاوه . که چیرې ځنو  لوړ پوړو چارواکو به د دوی ځانګړي او بې قانونه غوښتنې ونه منلې دوی به یې اړوندو جرګه ګیو ته  ورغوښتل او له سپکو، سپورو ډک چلند به یې ورسره کاوه ، داخو لا څه کله، کله یې د اولسي جرګې  تربیون  هم د دوی په وړاندې کارولو.

بله ستونزه دا وه چې د اولسي جرګې غړي ګوندیان نه وو چې حکومت د دوی له لارښود سره خبرې کړي وای . د اولسي جرګې ټول غړي تر دوو سوو زیات په خپل سر کسان وو چې هر یوه بې شمېره سیمه ییزې ، اړینې اوبې قانونه ځانګړي غوښتنې درلودې . څرنګه چې حکومت د اقتصادي او تخنیکي کمزورتیا له کبله او همدارنګه یې  له  قانوني چوکاټ څخه د باندې بې قانونه کارونه ؛ نه شوای کولی او د اولسي جرګې د ډیرو غړو په قانوني خبرو سر نه خلاصیدو ځکه به د دوی تر منځ همیشه د بز کشۍ لوبه دومره توده وه چې د دولتي کارونو د پرمختګ په ځای یې کارونه په ټپه درولي وو له دې کبله داسې  اندیښنه شته چې که چیرې راتلونکي اولسي جرګه په ګوندي ډول رامنځ ته نه شي بیا هم ددارنګه ګډوډیو امکان لرې نه برېښي . ان چې کله،کله سړي ته  داسې اریانوونکی شک هم ور پیدا کیږي چې که اولسي جرګه په ګوندي ډول د خپلواکو رایو پر بنسټ هم جوړه شي چې په خپله د ولسواکۍ ښکاره پدیده ده؛ ښایې د ځنو لاملونو له کبله لکه د اولسي جرګې په ۷مه، ۱۲مه او ۱۳مه دوره کې چې ځنې لاسپوڅي ګوډګیان د ولسواکۍ تر سیورې لاندې د ولسواکۍ له منځه وړلو څرګنده او انکار نه منونکي بیلګه ده؛ بیا د ولسواکۍ په وړاندې خنډ شي . همدا رنګه که چیرې اولسي جرګه د وروسته پاتې او د ولسواکۍ ضد کسانو په منګولو کې ولوېږي د دموکراتیکو قوانینو او پلانونو منل به له سختو خنډونو سره مخامخ شي داځکه اړینه ده چې راډیو، تلویزیون، ورځپاڼي، اوونیزې او مجلې په خپلو خپرونو کې خلک خپلو ملي ګټو او وطنپالنې ته و هڅوي .

خبره داسې ده چې ولسواکۍ یو سیسټم دی، دا سیسټم باید په ټولو اقتصادي، سیاسي،ټولنیز، فرهنګي او نورو چارو کې واخښل شي  . پر ټولو باندې واکمن او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ارزښتونو سره سم د هیواد په ټول ملي ژوند کې د ولسواکۍ او دموکراتیک نظام پر پنسټ نظم پیدا کړي . د ولسواکۍ په نظام کې ډیر غوره کار ځانګړي ازادۍ ته درناوی او سر ټیټول دي یانې چې هر انسان د خپل ژوند د خوښولو داسې ازادي او واک ولري چې څرنګه کالي اغوندي، څنګه او څه ډول ډوډۍ خوري، کوم سیاسي نظر خوښوي او داسې نور .

ښکاره ده چې د حالاتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان د ژوندانه په ټولو چارو کې د ولسواکۍ سیسټم په بشپړه توګه پلي کول نه یوازې اسان کار نه دی بلکې په دې لاره کې دومره ډیرې ستونزې او لوړې، ژورې پرتې دي چې که په ورو ګامونه وانه خیستل شي ښایې دغه ولسواکي هم د تېرو ولسواکیو غوندې نه یوازې له خنډونو سره مخامخ شي بلکې بیا به  مو هم ټولې لاس ته راوړنې د سترو غمیزو او ړنګو ویجاړو په خونړي سمندر کې لاهو شي  .

که چیرې په افغانستان کې یوازې  په ازادودموکراتیکو ټاکنو او اولسي جرګې زړه خوشال کړواوداولسي جرګې پایله هم ددموکراتیکوارزښتونو او د ولسواکۍ پر بنسټ د دموکراتیک نظام د پرمختګونو په مخنیوي بدله شي نو ددغه ملي ستونزې د خبرې سر به تر کومه ورسیږي او دغه ستونزه به څرنګه اواره کړو؟ داډیره پېچلي پوښتنه  ده چې ځواب به یې اوږد عملي کار، د اولسواکۍ په لوري تګ او د دموکراتیک نظام جوړول ورکړي . خو په جمهوري سیسټم کې چې ولسمشر په سیده ډول د ټولټاکنو له لارې ټاکل کیږي د ولسمشر په هکله د اولسي جرګې رایې اړینې نه دي خو اولسي جرګه حق لري چې حکومت ته د منلو او یا نه منلو رایې ورکړي او د دوی د کارونو څارنه وکړي .