څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٦مه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2379
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-18

ژباړه اوغورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ 

له نورو هيوادونو سره اړيکي

 

هر هیواد له نورو هیوادونو سره اړیکو ټېنګولو ته اړ دی په تېره خو د نړۍ په اوسنیو حالاتو کې چې د اړیکو او مالوماتو مهال بلل کیږي . افغانستان هم نه توانیده او نه توانیږي چې له دې کار څخه په څنګ تېر شي او یا ځان ترې وژغوري خو دغه اړیکي چې په اصل کې دوه اړخیزي دي او د دواړو هیوادونو په ګټه رامنځ ته کیږي،سیاسي هوښیارۍ او ملي پوهې ته اړتیا لري . کوم هیوادونه چې تجربه لرونکي سیاستوال  او پوه چارواکي لري او د هیوادسیاسي چارې په ټولنیزه توګه د ګوندي اولسي جرګې ترڅارنې لاندې په هوښیارۍ سره داسې انډول کوي چې هم هېڅ لوري ته زیان  نه رسیږي او هم د ناوړه باندنیو غرضونو او اغېزو مخه نیسي . په تېره خو باید له هغو هیوادونو سره ډیر پام وشي چې غواړي له سیاسي اړیکو څخه د خپلې ایدیالوژۍ د خپریدو لپاره ګټه واخلي، که څه هم  د دواړو هیوادونو ایدیالوژي کټه، مټه هم  وي . ځکه چې هر هیواد ځانګړي ملي ګټې لري او دا نه شي کیدای چې د دواړو یو دین لرونکو هیوادونو ملي ګټې دې یو ډول وي .

 

په افغانستان کې زموږ ستره ستونزه داده چې د بیلابیلو کورنیو او باندنیو لاملونو، ځانګړو جعرافیه یې او ټولنیزو ستونزو له کبله زموږ ګران هیواد افغانستان د تمدن له بهېر څخه ډیر وروسته پاتې دی . ددغه وروسته پاتې والي له منځه وړل دپرمختللیو هیوادونو اقتصادي، تخنیکي او فرهنګي مرستې ته اړتیا لري . ښکاره ده چې د یوه هیواد اقتصادي، علمي، تحنیکي او فرهنګي مرستې  بل هیواد ته ورننوځي له هغو سره سلاکاران او کارپوهان . سیاسي او ایدیالوژیکي اغېزې هم ملګري وي . په دې مهال د هیواد داسې تکړه، هوښیارو او تجربه لرونکو سیاستوالو او پوهو دولتي چارواکو ته اړتیا ده چې هم د دوی له مرستو څخه ګټه واخلي او هم یې د سیاسي او ایدیالوژیکو اغېزو مخه ډب کړي .

 

څرنګه چې د افغانستان ډیر خلک د يوې مسلمانې، بزګرې، دودیزې او کم ودې ټولنې کرونده ده ځکه دومره زر باوري او سپیڅلي دي چې په ډیره اسانۍ سره د غوړو پروپاګنډونو او دسیسو ښکار کیږي . همدارنګه ددغه هیواد ځنې لوستي اوسیاستوال چې د همدغه ټولنې محصول دي لږ او ډیر له دغه اغېزې څخه د باندې نه شي پاتې کیدای . له دې کبله ددغه کار د مخنیوي لپاره یوه ګټوره لاره دا هم ده چې د هیواد ټولو خلکو ته له بیلابیلو لارو د ملي ګټو د خوندیتوب او وطنپالنې داسې لوست او هوښیاري ورکړای شي چې نه یوازې د باندنیو پروپاکنډچیانو په شنو زرغونو لومو کې ونه نښلي بلکې له خپلو ملي ګټو او وطنپالنې پرته له نورو بابولالو سره هېڅ ډول مینه ونه لري  .

 

له بده  مرغه موږ د تاریخ په اږودو کې په خپلو کورنیو چارو کې په کراتو مراتو د باندنیو لاسوهنو شاهدان یو چې په رنګه رنګ ډول یې تر سره کړي دي . کله، کله دغه باندنۍ مداخلې اولاسوهنې زموږ د سپیڅلي خاورې د لاندې کولو او استعماري تړونونو له کبله زموږ ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا تر پښو لاندې کړي ده . کله،کله رنګه رنګ باندنیو زبرځواکونو زموږ په خلکو باندې خپل لاسپوڅي ګوډګیان د لارښود او ولسمشر په توګه (لومړی، دویم او دریم شاه شجاع) تپلي دي . کله یې موږ په خپل منځ کې داسې سره اچولي یو چې ډیرکلونه دیوه،بل په بندې کولو، ځورولو او وژلولګیا وو او خپل ګران هیواد مو کندې کنډوالې کړی دی  چې زموږ د وروسته پاتي والي یو لامل هم همدغه د باندنیو هیوادونو تېری او لاسوهنه ده چې د افغانستان خلکو په پرله پسې توګه ددغو تېریو اولاسوهنوپه وړاندې دخپلې خپلواکۍ، دخاورې بشپړتیا اوملي حاکمیت د خوندي ساتلو لپاره په جګړه بوخت وو او د خپل هیواد د ودانولو سوله ییز وخت یې له لاسه ورکړی دی . په تېره خوچې کله په ډیرې ځېرکۍ سره دغه تېري او لاسوهنې ته د دیني ارزښتونو رنګ ورکړ شوی  دی خبره ډیره ستونزمنه شوي ده ډیرې زیاتې  ړنګې ویجاړې او سترې غمیزې یې رامنځ ته کړي دي . دا ځکه چې نه یوازې د ملي ګټو ذهنیت او اند د دیني ارزښتونو په وړاندې کمزوری شوی دی بلکې مذهبي بنسټ پالنه یې هم غښتلي کړي ده . داځکه باید دې خبرې ته  ژورپام وشي چې سیاست له دین څخه بیل تر سره شي او کنه تل به زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د ودانولو او ورانولو همدارنګه د سیاستوالو او مذهبیون تر منځ دملي ګټواود هیواد دپرمختیا په سر ډلې ډلبازۍ او غورځې، پرځې روانې وي .

 

همدا ډول هر کله چې پردیو ځواکونو غوښتي دي له خپلو ساده او ورک نومو ګوډګیانو څخه یې د نوم او نښان څښتنان جوړ کړي دي او د ملي او نړیوالې ټولنې پام یې ور اړولی دی . کله یې چې غوښتي دي د چا په وینا له خټو څخه یې انسان جوړ کړی دی او خپلې ګټې یې پرې خوندي کړي دي  .

 

همدا رنګه د افغانستان یوه بله ستره ستونزه دا هم ده چې له هر پر مختللي هیواد څخه چې اقتصادي،تخنیکي،فرهنګي او ټولنیزې مرستې تر لاسه کړي . سمدستي د سیال هیواد احساسات راپاریږي،بې له ځنډه په تخریب او پروپاګنډونو لاس پورې کوي او هر کله چې زموږ ګران هیواد افغانستان د دوو زبرځواکونو او یا دسیمه ییزو ځواکونو تر منځ د سیالۍ ډګر ګرځیدلی دی، ټول مادي او معنوي شته مو له لاسه ورکړي دي چې په حقیقت کې ددغو سیالیو قربانی شوی دی .له دغه ناوړه ستونزې څخه خلاصون داسې سیاسي هوښیارۍ ، ملي پوهې او ملي یووالي ته  اړتیا لري تر څو له باندنیو سیالیو څخه داسې ګټه واخیستل شي چې « هم لعل به دست اید و هم دل یار نه رنجد .»

 

کله چې موږ خپله سیاسي هوښیاري او ملي پوهه داسې پړاو ته ورسوو چې د هیواد ملي ګټو ته تر هر څه زیات ارزښت ورکړو ؛کولاي شو د نورو پر مختللیو هیوادونو له مرستو او سیاسي اړیکو څخه دخپل ګران هیواد د خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت په ګټه کار واخلو ؛ لکه څنګه چې ځنې هوښیارو هیوادونو چې د مسلکي سیاستوالو او وطنپالو ملي چارواکو درلودونکي دي دا ډول کار په ښه  او غوره توګه تر سره کړی دی .