څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٨مه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2381
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-20

ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ

قلموال

 

لکه څنګه چې یادونه وشوه د هیوادپه سیاسي ژوندکې وطنپال اوملي سیاست ډیر ستر رول  او ټاکونکي  برخه لري .

هر کله چې په یوه هیواد کې دخلکو سیاسي پوهه وده وکړي او خلک خپله ډډه په قانون ولګوي، د ولسواکۍ په اصولو او د پوهې له مخې په سیاست کې فعاله برخه واخلي، هغه هیواد کولای شي چې په هره برخه کې دپرمختللي ملي ژوندانه اوټولنیزعدالت له خوندونوبرخمن شي .

 

دا هدف هغه مهال تر سره کیدای شي چې  لوستي او سیاسي ډلې په دغه لاره کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي . په تېره خو په داسې هیوادونو کې چې ټولنه یې د سیاسي هوښیارۍ او نورو اړتیاوو له کمزورۍ سره لاس او ګریوان وي .په سیاسي بیدارۍ کې د سیاستوالو او قلموالو رول او برخه ډیره اړینه ده . دا ځکه پوهو روڼاندو او لوستو کسانو ته ملي او انساني دنده ور په غاړه کیږي چې له سیاست سره مینه پیدا او د خپل هیواد د ملي ګټو د خوندي ساتلو، پرمختیا او ټولنیز عدالت د ټېنګښت لپاره د سیاست ستونزمن ډګر ته ورننوځي ترڅوله دې لارې د سیاسي فرهنګ  په بډای کولو کې په بیل، بیل ډول  هڅې او هاند وکړي .

 

زموږ په وچه کې پروت، دودیز او غرني هیواد افغانستان کې سیاسي تېروتنې د یاد کړو لاملونو له کبله یوه طبیعي خبره ده. یوازې هغه چا سیاسي تېروتنه نه ده کړي چې له خپل ګران هیواد سره د بې مینې توب په غونډۍ ناست او د «زما یې پر څه ؟ » د بې پروایۍ څپو ته یې ځان سپارلی دی  . کیدای شي چې د داسې کسانو په هکله وویل شي چې د خپلو ملي دندو په سر ته رسولو کې یې ځنډ، بې پروایې او تېروتنه کړي ده . قلموال باید د خپلې وجداني دندې له مخې د حالاتو، دلیلونو، لاسوندونواولاملونوپربنسټ دغه تېروتنې ښکاره کړي .چې د اوسنیو سیاستوالو او راتلونکي نسل د سیاسي لوبې او پر مختګ لپاره لوست شي . دوی باید خلک دخپلواکۍ،دخاورې بشپړتیا،ملي ګټواوملي یووالي خونديتوب اود وطنپالنې، د یوه ، بل په وړاندې د زغم، پرمختګ او ملي اند په لوري و هڅوي .

 

خو له بده مرغه ځنې قلموال پرته له دې چې د خپل وجدان ؛ګریوان ته سر ور ښکته کړي ډیرې هڅې یې کړي دي او کوي  یې چې ځنې شخصیتونه او سیاسي ډلې له لاسوندونو وړاندې کولو پرته بد نام  او په دې ډول ډیر خلک له سیاست څخه زړه توري کړي . دا ډله قلموال له دې بې خبره دي چې قلم په لاس کې نیول او لیکل له مسولیت څخه ډک کار دی، ښه نه ده چې خپل قلم ددرواغوپه وچ په وچه تورتپنو،  شر اوپساد اچولواوچوغلګرۍ په چټلۍ ولړل شي . ښه ده قلم د لاسوند لرونکو رښتیاوو، سوله ییز ژوند، ملي یووالي، ملي ګټو،وطنپالنې اونوروښېګڼوپه لاره کې وچلول شي . له هر قلم څخه چې د کینې له کبله د بې اتفاقۍ اچولو، د یوه بل جنګولو او تورن کولو لپاره کار اخیستل کیږي  یو ملي ظلم او ځورونه ده او ډیر ستر تاریخي مسولیت په اوږو اخلي .ځکه چې دغه لیکنې په راتلونکي کې د تاریخي لاسوندونوپه توګه کڼل کیږي ، تاریخ کوټه کوي او لوستونکي په غلطه لار بیایې . تاریخ چې د اوسني او راتلونکي نسل لارښود دی باید چې له کینو، پلوۍ او ځاني مخالفتونو څخه پاک  او سیوا وي .

 

په تېره خو په افغانستان کې د سیاسي تاریخ لیکل ډیر ستونزمن او له مسولیت څخه ډک کار دی . ځکه چې د خیر په غونډۍ ناست نندارچیان له سیاستوالو او چارواکو څخه د معجزې هیله لري ، دوی غواړي چې د ژوندانه په ټولو برخو کې له پیړیو څخه راپاتې ټولې ستونزې په یوه لنډه موده کې اوارې او سمې شي . په داسې حال کې چې له پیړیو څخه د راپاتې ستونزو اوارول اوږدې مودې او نه ستړي کیدونکو هلو ، ځلو ته اړتیا لري . خو زموږ ځنې قلموال خپل کار اسانوي ددې پر ځای چې د ګران هیواد سیاسي، اقتصادي، فرهنګي پیچلي چارې په علمي توګه وشني،له پیړیوڅخه د راپاتې وروسته پاتې والي نیمګړتیا او ملامتیا د هغه مهال په سیاستوالو او چارواکو ور اچوي او خپلې اوږې له ټولو مسولیتونو څخه خالي کوي . داریانۍ وړ خبره خو دا ده چې همدغه کټمیره په خپله د هماغه واکمنۍ له هر ډول امتیازونو او واک څخه برخمن وه خو اوس لومړی کس دی چې دخپلې تېرې واکمنۍ په غندلو لګیا دی، د خپل بام واوره د بل چا پر بام اچوي او داسې اخلاقي زړورتیا نه لري چې دخپلو کړنو ملامتیا په خپله غاړه واخلي .

 

رښتیا خبره داده چې د افغانستان په حالاتو کې سیاسي کار ډیر ستونزمن او له کړاوونو څخه ډک دی، هېڅوک نه توانیږي چې په خپل زړه د ټولو کارونو د سمون معجزه وکړي . تجربو ښودلي ده چې کله یو سړی او یا ډله چې په مخالف مورچل کې وه، په واکمنو یې زښتې ډیرې نیوکې کولې او د دوی هر کار ته یې ګوته ورسیخوله .خوکله چې په واک کې شریک شول اویا واک ته ورسیدل ؛ ونه توانیدل چې د پخوانۍ واکمنۍ پر تله ښه او وتلي کار ونه  وکړي چې زموږ ځنې قلموال ، یادښت لیکونکي او تاریخ لیکونکي له همدغه ډلې څخه دي . دا ځکه وایې چې خبرې کول اسان دي خو عمل پرې ګران دي . ډیر ځلې لیدل شوي دي چې مخالف لوري زښتې ډیرې نیوکې درلودې خوکله چې مسولیت ورپه غاړه شوی دی ان د یوې کوچنۍ څانګې په اداره کولوهم نه دي توانیدلي اوسریې پرې  خلاص شوی دی چې د هیواد ټولې تخنیکي، صنعتي، خوراکي او نورې اړتیاوې له باندې څخه تر لاسه کیږي  او هیواد د تخنیکي، مسلکي او علمي کسانو له کمښت سره لاس او ګریوان دی او زموږ دودیزه ټولنه په ذ‌هني ډول د هر رنګه پرمختګ په وړاندې خنډ او ولاړه ده . داځکه انصاف لرونکي اوپوه کسان همیشه دا خبره کوي چې د افغانستان په اوسنیو پیچلیو او غریبو شرایطو کې په ټول افغانستان کې د مخابرې او پوستې، د روغتیا او قانونیت، د پوهنې او روزنې، دهوایې اوځمکني ټرانسپورټ،دکورنۍاوبهرنۍسوداګرۍ او د نورو سیسټمونو رامنځ ته کول د درناوي او شاباسي وړکار دی خو دومره زر هم اسان کارنه دی . دوی پوهیږي چې د دومره زیاتو کارونو سر ته رسول وخت،پانګې او کارپوهانو ته اړتیا لري چې د اوږد مهالو او لنډ مهالو پلانونو له مخې تر سره کیږي .

 

ټولنه له قلموالو او تاریخپوهانو څخه هیله  لري چې د رښتونو لاسوندونو، دهغه مهال د حالاتو په نظر کې نیولوسره اود علمي دلیلونوپربنسټ  له کینې او ځانګړو تربګانیوپرته تېرې پېښې ولیکي ترڅود اوسني او راتلونکي نسل لپاره لارښودې شي .چا چې غرض لرونکي او کوټه تاریخونه لیکلي دي په هغه باندې باید د علمي معیارونو له مخې کره کتنه وشي او د رښتیني تاریخ لیکنې پرتله کې وتلل شي .

هرچاچې ګران هیواد افغانستان ته سیاسي،اقتصادي،ملي،فرهنګي اونور ارز ښتمن کارونه کړي دي باید د قدر په سترګه ورته وکتل شي او درناوی یې وشي  .