بادشاه سلامت (طنز)
محمد داود (یتیم یار )
(بادشاه سلامت
پخپل دربارکې ناست وی هغه وزیرچې دبادشاه دلورسره ښکارته تللې وي په ډیرادب اواحترام سره دربارته راننوځی
اووايي )
وزیر بادشاه سلامت ... وزیر با تدبیر ستاسو حضورکې حاضردی !
(بادشاه ورته په غصه کې وايی )
بادشاه
وزیر با تدبیر دی ستا سر وخوری .. داڅومره ګستاخه اوبې ادبه یی چې زما دلورسره زما د اجازی نه بغیر دم
زواوچړچوپه خاطرښکار ته تللی وی .... ته لاتراوسه خبرنه یی چې ما دوزارت له څوکۍ څخه عزل کړی يی (وزیر په ډیرم
کارانه انداز وايی )
وزیر بادشاه سلامت ! زه خبر یم چې دوزارت له څوکۍ څخه عزل شوی یم ...د ولیعهدی سلطنت
هزادګۍ جانانې داخواهش چې زه باید ورسره هرومرو اوضرور لاړشم ... ضل الهی که له ماڅخه څه ګستاخی شوې وي .....نو م
عافی غواړم ( بادشاه وزیر ته غږ کوی )
بادشاه وزیره !وزیره ! بیا چیرته ورک شوی مولادی غرق که چې غرق شی
(وزیر په ډیرورخطایی سره راننوځي اووايي )
وزیر حاضر ....حاضر....بادشاه سلامت امرکوﺉ .. وزیر ستاسی دهرامر
دتعمیل لپاره لاس په نامه ولاړدی ( بادشاه په غضب سره وایي )
بادشاه دوزیرې حزانه دعزل کیدو حکم بیرته منسوخ
که ( کړه) دی سرله نن څخه بیا وزیرمقرر شو .
وزیر بادشاه سلامت ! دشهزادګۍ حکم ام ( هم ) همدا دی چې دادی سرله نن
څخه بیا وزیر مقرر کړای شي ( بادشاه په خنداشی اووايي )
بادشاه وزیره ! ایله ټول عمرکې دی دایو دعقل اوپوهې
کار کړی چې شهزادګۍ درڅخه خفه شوی نده .... داراته ووایه چې زما په حکم خوخفه نه مالومیده ( معلومیده )
وزیر نه
بادشاه سلامت والله که يی غوږ هم ږره ولې وی دومره وویل چې زما پلارلا څه ساده سړی دی چې وزیر به له کارګوښه کوی
..ځه پلارته می ووایه چې داحکم دی بیرته واخله ( بادشاه په خندا شی اووايی)
بادشاه څه وکو( وکړو)...خدای دی له
بده نظره وساتي ډیره نیازبینه ده
(په دی ټیم کی دربارته یو دچرګې وړوکی بچی راننوځي دبادشا ه پری سترګې ولګی
وایي )
بادشاه داچرګوړی دلته څه کوي ؟
( وزیر حزانه وایي )
وزیر بادشاه سلامت ! عمر مو ډیر شه ! داموپه
ښکارکې نیولی ....موریی مړه شوی ځکه حیران دریان ګرځی او چیغی وهی ! ( بادشاه په موسکا شي اووايی )
وزیر افرین شه
اوتاسو ته شه خلک په ځنګلو نو کی هوسۍ ، هوايی مارغان ښکار کوي اوتاسې دچرګوړی داوړکی بچی هغه ام ( هم ) موریی م
ړه ده دلته راستی ..... داڅنګه چل دی په کیسه می پوه کۍ ( کړﺉ )
وزیر بادشاه سلامت عمرمو ډیر شه ! موږ چې ښکارته
اړو دځنګلونوپه نوم موږ څه ونه لیدل بس د یوڅو شنو ونو لاندې داره کشۍ ماشینونه لګیدلي وو اوخلک پکې لګیا
وو دونو له تنو څخه به یی د چارتراش تختی جوړه ولې ....ما بخیثت وزیر دربار تری نه وپوښتل چې تاسې ولې داشوم اونا
وا کارکوی چې ټول دهیواد ځنګلونه مو دنیشت سره برابرکړ؟ هغوي راته په ځواب کې وویل چې وزیرصیب دازموږ دقوم فیص
ه ده چې کومی ونې وچیږي له هغې نه به د خپلو کورنو دجوړولو لپاره له ونو څخه چارتراش جوړوی ..... بادشاه سلامت(
وزیر سترګې رااوباسی )
د بلې دی خبر کم داخودقوم او داره کشۍ دماشینونو خبره وو اوس خبره بله ده يوه ډله خلک
پدی کارپسی ګرځې چې یوه ونه څنګه وچه کړی !
هغوی داسې کارکوی چې دشنو ونو بیخونه په تبرګې وهې څومیاشتی وروسته
هغه ونه وچیږې چې کله وچه شې بیا نو دقوم فیصله ده ...هغه ونه دغرو له سرو څخه ترماشینه پوری کولي کوي اوبیا ورڅ
خه چارتراشی جوړوی اوبیا دغه چارتراشی ته پوهیږې چیرته ځی ؟
بادشاه چیرته ؟
وزیر په شپه شپه کې داسې ځای ته
ځي چې بیا یې موږپه دوربین کی هم کتی نشو !(بادشاه چې کله داخبره واوري ډیر خفه شي اوبیا وايی )
بادشاه ښه نو
اوس داووایی چې داچرګوړی مو له کومه کړ ؟
وزیر بادشاه سلامت عمرمو ډیرشه ! دبمونو دغړم غړم له وجې نه ټول
ځنګلی ځناورو اومارغانو کومې بلې خواته کډه کړی ده ( وزیرپه ژړا کیږی ) بس دغه یو دچرګوړی بچې موپه داسې حالت کې
پیداکړه چې مور بیچاره ګۍ ورسره خواکی مړه پرته وه دابیچاره دبمونو اوازونو دومره یرولې وه چې موږيي ولیدو نو
نوره هم ورخطا شو غوښتل یی چې دنورومارغانو په څیر والوزی خوبخت ورسره یاری ونکړه اوزموږ په پنجو کې ولویده
اوس دابیچاره ګۍ یتیمه ده ... اوس یی غم خوړل پکاردی
( بادشاه خپلی اوښکی پرخپل لسټونې پاکوی اووایی )
باد
اه وزیره ! داچرګوړی یوسه یتیم خانه کې یی واچوه اوپه نورخبرو به بیا غور وکو(وکړو) ......
ختم