بېنوا خبريال _ ماسکو
«د امريكي اردو په افغانستان كي له شكنجو نه پراخ كار اخيسته» تر دغه سرليك لاندي د «ليموند» ورځپاڼي يوه مقاله خپره كړي ده، چې د پښتو ژباړه يې دا دي تاسو ته وړاندي كوو:
د امريكي د اردو داخلي اداري رپوټونه هغه عوامل په پوره تفصيل ليكي، د كومو په ترڅ كي چې د ۲۰۰۲ كال د دسامبر په مياشت كي د بګرام په بنديخانه كې دوه تنه افغاني بنديان په مرګ ووهل شول. دغه رپوټونه ښيي چې په افغانستان كي له شكنجو څخه كار اخيستلو سيستماتيك ]رنګوالي درلود. دا د «هيومن رايټس واچ» په نامه د بشري حقوقو د سازمان نظر دي.
پر نژدي ديرشو تنو امريكايي پوځيانو باندي په نوموړو وژنو كې د لاس لرني تور لګول كيداي شي. له هغوي نه دوه تنه _ پړك مشر، جيمس بولاندي، او عسكر ويلي برينډ- چې د اوګايو د ايالت د څينڅيناتي د ښار د پوځي پوليسو په ۳۷۷ لمبر ټولي پوري تړاو لري، محكوم شوي دي. جيمس بولاندي، په دي محكوم شوي، چې له بنديانو سره يې بي رحمانه چلند كاوه. هغه يې وهل او ټپيانول. او ويلي برينډ، د غير قصدي وژني په تور محكوم شوي دي.
جان سيفتون چې د هيومن رايټس واچ د سازمان يو افغانستان پيژندونكي پوه دي، او د امريكي د اردو د رپوټونو د كاپيو په لاس ته راوړلو بريالي شوي دي، وايې چې نوموړي افغاني بنديان د ۲۰۰۲ كال په دسامبر كي د شكنجو په نتيجه كې مړه شوي دي. يعني دغه پيښه د عراق د ابوغريب په جيل كي د بنديانو د شكنجو او سپك چلند د عكسونو تر خپريدو يو كال د مخه، پيښه شوي ده.
د بوش حكومت او پنتاګون د شكنجو پرابلم ډيري لږي پيښيدونكي پيښي ښيي او زياتوي چې دغه ډول پيښي كومه سيستماتيكه بڼه نه لري. خو ښاغلي سيفتون وايې چې نښي نښاني د بيخي بل حالت ويندوي دي. دي د ليموند له ورځپاڼي سره په خپله مركه كې زياتوي:
دا يوازني پيښي نه دي. دا خبره نه شو كولي چې دا نورم و. خو عسكر برينډ پر دي اعتراف وكړ چې لږ تر لږ شل نور بنديان يې هم وهلي او ټكولي دي. وهل او ټكول او په نامناسبو بڼوكينساتو ته د بنديانو اړكول، هغه كارونه دي چې په افغانستان كې ډيره زياته استفاده ور څخه كيدله.
زموږ د اطلاعاتو له مخي په ۲۰۰۲ كال كي نژدي ټول بنديان چې وروسته يې شواهد وړاندي كړل، تر زيات بي رحمانه چلند لاندي نيول كيدل».
د پوځي استخباراتو د ۵۱۹ كنډك هغو پوځيانو چې په بګرام كې يې د پوښتنو له همدغو ميتودونو څخه كار اخيسته، وروسته د ابوغريب په جيل كې هم له همدغه ډول چلند نه كار واخيست.
د امريكي د مدني حقوقو اتحاديي د محكمي له لاري د دي په خاطر خپلي هلي ځلي پيل كړي چې په رسمي ډول، د اطلاعاتو د تر لاسه كولو له قانون سره سم د اردو رپوټونه تر لاسه كړي. خو د اتحاديې نوموړي هڅي ته مثبت ځواب ور نه كړي شو. ځكه چې د پلټني كار دوام لري او پر نورو زيات شمير پوځيانو هم تورونه لګيدلي شي.
د پنتاګون د مطبوعاتي څانګي مشر، ډګر جنرال جيرمي مارتين، اعلام وكړ چې د پلټني كار فعال روان دي او مجرمين به په خپله سزا ورسيږي.
دوه وژل شوي بنديان، يو يې ديرش كلن ملا حبيب الله د طالبانو د يوه قوماندان ورو او بل دلاور ۲۲ كلن ټكسي چلوونكي دي.
دوي افغاني لوري ته د امريكي د پوځي واكمنو له خوا تر وركولو وروسته د يوي اوونۍ په واټن مړه شول. د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د مارچ په ۱۲مه په خپله ګڼه كي د هغو رپوټونو يوه برخه راوړي، چې د هيومن رايټس واچ د سازمان لاس ته ورغلي دي.
په دغو رپوټونو كي په دي هكله په زيات تفصيل ليكنه شوي چې له افغاني بنديانو سره څه ډول چلند كيده.
نوموړي دواړوه بنديان يې په بنديخانه كې په پښو او لاسو تړلي ساتل. او زياتره وختونه يې ټكول. ناظرينو به پښو، خوټو او پښتورګو تل وهل، سرونه به يې له ديوال او ميز سره ور ته ټكول. او د پوښتنو په وخت كې به يې په نامناسبو بڼو كيناستلو ته اړ كول او يا به يې په خوله كې تر هغو اوبه ور اچولي، چې سا به يې بنده شوه.
د دوي د مړو عدلي كتنو چې په رپوټونو كې يې يادونه شوي، د دلاور پښي دومره سختي ټپي شوي وي، چې كه ژوندي پاتي شوي واي، نو پښي يې بايد ور څخه لنډي شوي واي.
دلاور لكه چې د ۲۰۰۴ كال د جولاي د شپږمي نيټي په رپوټ كې ويل شوي، د پښو د سختو ټپونو له لاسه چې د وينو جريان يې ويجاړ شوي و، مړ شو.
ملا حبيب الله د سږو په رګونو كې د وينو د پريړ كيدو په نتيجه كې مړ شو. او لكه چې د ۲۰۰۴ كال د جون د لومړي نيټي په رپوټ كې ويل كيږي، پښو ته د وهلو په نيتجه كې په رګونو كي د جريان ويجاړيدل، د وينو د كلكيدو سبب ګرځيدلي و.
ښاغلي سيفتون وايې د ۲۰۰۲ كال تر دسامبر پوري په افغانستان كې د امريكي په جيلونو كې د مرګ نوري پيښي هم پيښي شوي دي. او موږ غواړو چې د هغو په هكله هم اطلاعات تر لاسه كړو. دي پر هغه علت هم ځان پوهول غواړي چې د همدغي پيښي او همدارنګه د ابوغريب او ګوانتانامو د پيښو په اړه، هيڅوك نه دي محاكمه شوي. او دغه كارونه لكه چې څرګنده ده، د امريكي د استخباراتې ارګانونو او په هغه جمله كې د سي. آي. اي د مامورينو د لاس كارونه دي.
د بنديانو پوښتل د همدغو ارګانونو د استازيو دنده وه.
د مسكو له راډيو څخه