د سهيلي کوريا د سيول دښار څخه د فضل رحمن کټوازي وړانديز: د پښتو ژبي د ودي لپاره وړانديزونه تر هرڅه وړاندي ټولو هيوادوالو ته د نوي لمريز کال د رارسيدلو له کبله دزړه له کومي مبارکي وړاندي کوم ، الله پاک دي وکړي چي نوی کال ټولو وطنوالو ته د خوښيو او نيکمرغيو زيری شي او زموږ ستاسو لوی باباګانو ددی خوږ ګلشن ښايست به مو د ورورۍ او د ملي وحدت په ميو تل تر تله سمسور شي .
دنوي کال په مناسبت غواړم دلر اوبر ټولوافغان ژبپوهانو ته خپل يوڅو وړانديزونه وړاندي کړم، هغه دادي چه راځی خپلی ژبي ته خدمت په داسی انداز وکړو ترڅو داژبه يوه اسانه او دفهم وړ ژبه معرفي کړو.
که ددې ژبي نه موږ مشکله ژبه جوړوو نودابه ددې ژبي سره جفا وي په دې اساس وړانديز لرم چه دلر اوبر دپښتو ټولنو يوه لويه نړيواله جرگه دي دافغانانو په گډکورافغانستان کي جوړه شي، او دټولو سيمو دپښتنو ټولنو استازو ته دي دگډون بلنه ورکړل شي، ددې جرگې له لاري دي دپښتو ژبي په وده باندي خبري وسي ،او ددې جرگې دجوړيدو نه مخکي دي دوی ته ددې جرگې په هکله مکمله ايجنډاهم ورکړل شي،ترڅويې پريکړي دوامداري او هرچاته دمنلو وړوي .
ولي چي دمورنۍ ژبي پښتو سره دپښتنو په طبيعي وطن افغانستان کي هم تاريخي جفاوي شوي دپښتونستان دسيمي خو به ذکر نه کوو!؟
زما لومړی وړانديزدادی چي راځی ددې ژبي ځيني هغه توري چي دنورو ژبونه پښتو ته راوړل شوي دي لري کړو او د ٤٤ اوږدو تورو په ځای يې راکم کړو ترڅودنړۍ هروگړی پرې وپوهيږي او زده یې کړي .
اوس خوداحال دا دی چه زموژ خپله افغانان هم ددی تورو سره بلد نه دی.
نوراحی چه داژبه دآينده نسلونو لپاره دادب ژبه کرو ترحو خپل خو پريژده بهرنی وگری هم راشی او داژبه زده کری .
دويم وړانديز دا چي زه يې هميش يادونه کوم هغه دنويو لفظونو جوړښت دی په دې کي زه دخپلوقدرمنو ژبپوهانو څخه خواست کوم چه دخداي لپاره هغو شيانو ته نومونه مه ورکوی چي حتی افغانان يي دجورښت په هکله سوچ هم نه شي کولای .
هو يو شي چي موږ يې جوړکړو که موږ په خپله نوم ورکړو نو دابه انصاف وي او که دبل شي ته لکه راډيو موږ د "ږغ دبلي" نوم ورکوو نو زما په نظر دابه بې انصافي هم دهغه شي سره او هم زموږد نوي کهول سره وي .
دريم وړانديزدادی چی افغانستان دافغانانو گډ کوردی موږ بېله دې کورنه بل کورنلرو دامو هم کوردی او هم گور، دري هم زموږ دملت دويمه لويه ژبه ده که چيرته ځيني اصطلاحات ددري په پښتوکښ او هم دپښتو په دري کي وکارولی شي نودابه زموږ او تاسي مورني ژبي ته نوره ښکلا وروبخښي اودنورو وگړو لپاره به آسانه شي .
په آخرکي راځی دلوی نفسي او دبې فايدې ځان ځانۍ نه تيرشو او په خپلي ژبي او په آينده نسلونو رحم وکړو،زما په نظر که په دې غور ونه شي نو زما گمان نه کيږي چي موږاو تاسي دي په صداقت پښتو ته خدمت وکړو.