ربیع الاول اودميلادالنبي لړۍ . (۴ برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24046
علامه محمد معين الدين ابوالفضل ( أفغاني )
دخبریدو نیټه : 2009-03-04

                 


بسمه تعالی ! !
قدرمنومسلمانانو ! په دې برخه کښي د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) دتولد په وخت کښي او يا دده مبارک له تولد څخه وروسته تر هغه وخته پوري چي دَی و مبارکي مرضعې ، حليمې سعديې ته ورسپارل کيدئ او يا وروسته بيا د حليمې سعديې له طرفه بي ته وخپل مبارک نيکه عبدالمطلب ته سپارل کيدئ ، هغه مستند او په صحت رسيدلي عجائب ، ارهاصات او خارق العادته واقعې نمبرواره درته ذکرکوم کومي چي ځموږ او ستاسي د ګران رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) د  بې مثاله او بې نظيره عظمت او رفعت څرګندويي دي :

( ۱ ) : أخرج أبونعيم عن بريده و إبن عباس قالا : رأت آمنة في منامها فقيل لها : إنک قد حملت بخير البرية و سيدالعالمين ، فإذا ولدتيه فسميه أحمدًا و محمدًا و علقي عليه هذه ، فانتبهت و عند رأسها صحيفة من ذهب مکتوب عليها : أعيذه بالواحد ، من شر کل حاسد ، و کل خلق رائد ، من قائم وقاعد ، عن السبيل عاند ، علی الفساد جاهد ، من نافث او عاقد ، و کل خلق مارد ، يأخذ بامراصد ، في طرق الموارد ، أنها هم عنه بالله الأعلی ، و احوطه منهم باليدالعليا ، والکف الذي لايری ، يدالله فوق أيديهم ، و حجاب الله دون عاديهم ، لا يطردوه ولايضروه في مقعد ولامنام ، و لا مسير و لا مقام ، أول الليالي و آخرالأيام  .

( ک ا في الخصائص الکبری للسيوطي ) .
ترجمه  : حضرت بي بي آمنې يو خوب وليدئ او ورته وويل سول په دې خوب کي چي : بېشکه ته حملداره سوې يې په بهتر د انسانانو او په سردار د عالميانو ، نو کله چي و ځيږوې ته دَی نو مسمی يې که په حمد او په محمد سره او راوځړوه پر ده باندي ( يعني دده پر غاړه باندي ) دا کلمې چي : « أعيذه بالواحد الخ ، نو کله چي دا ويښه سوه و سر ددې ته د سرو زرو يوه صحيفه پرته وه  او دا مذکوري کلمې پکښي ليکلي سوي وې ( چي له أعيذه بالواحد څخه شروع بيا تر پايه پوري ) .  

( ۲ ) : و أخرج البيهقي والطبراني و أبونعيم ، و إبن عساکر عن عثمان بن أبي العاص قال :
حدثتني أمي أنها شهدت ولادة آمنة أم رسول الله(صلی الله عليه وسلم ) ليلة ولدته الت : فما شئ أنظر اليه في البيت إلانور و إني لأنظر إلی النجوم تدنو حتی أني لأقول ليقعن علي ، فلما وضعت خرج منها نور أضآء له البيت و الدار حتی جعلت لا أری إلا نورًا  .

ترجمه : بيهقي ، طبراني ، أبونعيم او ابن عساکر له عثمان څخه چي د أبي العاص ځوۍ دئ روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي : ماته ځما مور دا قصه وکړه چي کله چي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم ) له مور مبارکي حضرت آمنې څخه د الله پاک رسول پيدا کيدئ نو زه و ولادت ددې مبارکي ته حاضره سوم ، نو په دغه کور کښي هيڅ داسي شئ نه ؤ چي ما به ورته وکتل مګر خالص نورګرځيدلئ ؤ او د سمان و ستورو ته مي کتل چي وارپه وار دونه رانژدې کيدل چي ما به له ځانه سره دا ويل چي دغه ستوري به پر ما باندي راولويږي ( د مذکور روايت دپاته کلمو توضيح به په بل نمبر کښي درته راسي ) .

( ۳ ) : له عمر بن قتيبه څخه وايت دئ چي ځما پلار قتيبه وويل چي هغه وخت چي د حضرت آمنې (رضي الله عنها ) د ولادت وخت سو نو الله پاک و فرشتو ته وفرمايل چي د اسمان ټولي دروازې خلاصي کړۍ او دارنګه د ټولو جنتو دروازې هم ټولي خلاصي کړۍ ، او دارنګه يې و پرشتو ته حکم وکړ چي د إسلام د پيغمبر د زوکړي و ځائ ته ټول حاضر سۍ ، بيا پرشتې راکښته سوې په داسي حال کښي چي يو پر بل يې د إسلا د پيغمبر د زوکړي زيرئ کاوئ او د ټولي دنيا غرونه اوږده ، دراز او جګ سول او د ټولو دريابو اوبه د أسمان وطرفته پورته سوې ، او د ټولو دريابو اوسيدونکيو خوشحالۍ شروع کړې ، او يوه ملائکه داسي نه وه چي د إس ام د پيغمبر د زوکړي و ځائ ته دي نه وه حاضره سوې ، او شيطان ملعون د « بحرخضرا » يعني د زرغونه درياب و منځته س چپه خپل ځان وروغورځاوه ، او نور ټول شيطانان په دغه وخت کښي په طوقو او ځنځيرو وتړل سول او د لمر نور او وښنايي ته د خپل أصلي حالت په نسبت زيات عظمت او لويي وروبخښله سوه ، او د حضرت بي بي آمنې پر سر باندي په هوا کښي اويا زره حوري د جنت ودرولي سوې چي د إسلام د پيغمبر د ولادت او د زوکړي انتظار يې کاوه ، او په دغه کال کښي الله (جل جلاله ) خپله الهي فيصله په دې ډول صادره کړه چي د دنيا ټولي ښځي به دغه کال له وجي د کرامته د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم) نارينه اولادونه زيږوي ، او دغه کال به داسي درخته ( يعني ميوه داره درخته ) نه پاته کيږي چي ميوه دي ونه کړي ، او دغه کال چي په خلګو کښي کومه ويره او ترس موجود وي هغه به له منځه ځي ، او أمن او أمان به جوړيږي .
بيا چي کله د إسلام پيغمبر و زيږېدئ نو ټوله دنيا له نوره څخه ډکه سوه او ټولو ملائکه ؤ خوشحالۍ ش وع کړې او په هر اسمان کي يو عمود د زبرجدو او يو عمود د ياقوتو پيدا کړ سو چي ټول اسمانونه په روښانه کړه سول ، او کله چي د إسلام پيغمبر د معراج په شپه و اسمانو ته پورته سو نو دغه عمودونه او ستني ده مبارک په خپله و يدلې او وده مبارک ته په شپه د معراج وويل سول چي ستا د ولادت په خوشحالي کښي دغه عمودونه په اسمانو کښي خدائ پاک پيدا کړل .
او همدارنګه دده مبارک د زوکړي پر مهال د نهر کوثر پر غاړه باندي ( کوم چي په جنت کښي دده مبا ک په نامه باندي و نهر دئ ) اويازره درختي د أظفر مشکو کوم چي أفضل ترين مشک دي پيدا کړې چي د دغو درختو ميوې به د قيامت په ورځ جنتيان د خوشبويي په ډول کاروي .
 او د دنيا ټول بتان سرچپه ولوېدل ، او د لات او عزی دوه بتان له خپل ځائ څخه ووتل او دا ډول يې ويل : اوس تباهي او خرابي و قريشو ته راغله چي محمد « أمين » پيدا سو ، قريش نه پوهيږي چي څه ورپېښه سوه ، او دارنګه د بيت الله شريفي له نس څخه ډيري ورځي دغه الفاظ خلګو اوريدل : الآن يُرَد علي نوري ، الآن يجيئني زواري ، الآن أطَهر من أنجاس الجاهلية ، ايتها العزی هلکتِ .

او همدارنګه درې و ځي پرلپسې کعبه شريفه په زلزله او حرکت کښي وه  .

( أخرجه أبو نعيم ، کذافي الخصائص الکبری لسيوطي ) .
پوه سه ! چي ددغه حديث په باب امام سيوطي د نکارت شديده ذکر کړئ دئ ، خو دا د سند و ځينو راويانو ته د کتلو په وجه دئ او پاته سو ذکر سوئ مضمون ، نو د هغه په تحقق او په ثبوت کښي شک کول ډير نالائق کار دئ ؛ ځکه هغه شخصيت چي قطعي دلائل پر دې خبره باندي قائم دي چي دنيا ټوله دده په خاطر پيدا سوې ده ، نو د هغه د تولد پر مهال دغه ذکر سوئ مضمون ډير کم لا ښکاره کيږي تر دې غټ غټ واقعات په قوي دلائلو ثابت دده مبارک د زوکړي په مناسبت واقع سويدي   .

( ۴ ) : خطيب بغدادي روايت کړئ دئ چي حضرت آمنې فرمايلي دي چي کله له ما څخه محمد (صلی الله عليه وسلم ) پيدا سو نو ما يوه ډيره لويه نوراني وريځ وليده چي په دغه وريځ کي ما د اسانو « سهيل » ( يعني سِيسنئ ) او د وزرو ( يعني د وزرو د پرشتو ) اواز او د نارينه ؤ کلام واوريدئ ، په دغه وريځ کښي محمد (صلی الله عليه وسلم ) پټ کړ سو ، او له ما څخه غائب کړ سو ، وروسته مي له يو چا څخه واوريدل ( يعني له يوه غيبي ږغ کونکي څخه ) چي داسي يې ويل : « طوفوا بمحمدٍ في جميع الأرض و اعرضوه علی کل روحاني من الجن و الملائکه والطيور والوحوش ، واعطوه خُ ق آدم ومعرفة شيث و شجاعة نوح و خلة إبراهيم ، ولسان اسماعيل و رضآء اسحق و فصاحة صالح و حکمة لوطٍ و بشری يع وب و شدة موسی و صبرَ أيوب و طاعة يونس و جهادَ يوشع و صوت داود و حب دانيال ، و وقارَ الياس و عصة يحيی و زهدَ عيسی ، و أغمسو ه في أخلاقِ النبيين  .

يعني :  طواف وکړۍ په محمد ، وګرځوۍ دَی په ټوله مځکه کښي او عرض کړۍ وړاندي کړۍ دَی پر ټولو هغو موجوداتو باندي چي خاوندان د روح وي له پيرانانو څخه او له انسانانو او ملائکه ؤ څخه او له مرغانو او وحشي حيوانانو څخه ، او ورکړۍ وده ته خِلقت د آدم او معرفت د شيث او شجاعت د نوح او خليل والئ د إبراهيم او ژبه د إسماعيل ، او رضا او خوشحالي د إسحق او فصاحت د حضرت صالح او حکمت د حضرت لوط  ، او د خوشحالۍ زيرئ د يعقوب او قوت او سختي د موسی او صبر د أيوب او طاعت او فرمانبرداري د يونس او جهاد د يوشع او صوت ( يعني ښه اواز ) د داؤد او محبت د دانيال او وقار او سنګيني د الياس او عصمت د يحيی او زهد د عيسی ، او غوټه کړۍ دَی په أخلاقو د نبيانو کښي  .

لکه چي يو شاعر فرمايلي دي :
حسن يوسف دمِ عيسی يدِ بيضا دا ي           آنچه خوبان همه دارندُ تو تنها داري  .

بيا حضرت بي بي آمنې فرم ايلي دي چي وروسته له دې څخه چي دغه حالت له ده مبارک څخه ليري سو نو ناڅاپه غيبي درې نفره پيدا سول د يوه په لاس کښي د سپينو زرو ګډوه وه او د بل په لاس کښي د زمرودو يو تال ؤ او د دريم پلاس کښي سپين وريښم ( يعني د سپينو و يښمو يوه ټوټه وه ) بيا يې دغه ټوټه و غوړوله ، بيا يې يو داسي مُهر ورڅخه راوايستئ چي د کتونکو سترګي يې ( يعني د بې انتها خوندور والي په وجه ) په حيرت کښي اچولې ، بيا يې دَی مبارک اوه واره د ذکرسوي ګډوې په وجه پريمنځئ ، بيا يې په ذکرسوي مُهر سره دده مبارک د دوو اوږو په منځ کښي مُهر ولګاوه ، بيا يې په ذکر سوي وريښمين ټوکر کښي دَی م بارک وپيچئ ، بيا يې يو ساعت په خپلو وزرو کښي ونيوئ وروسته يې و ماته بيرته راکړ  .

( کذا في الأنوار ا محمديه من المواهب اللدنيه ) .

والسلام .
  په دې اړه نور بيا . . .