ډېر مې زړه ټينګ کړو خو نه پوهيږم چې نن مې ولې د سترګو څخه د اوښکو قافلې د اه د لاروي
سره يوځاى د ګريوان دشته ته نااميده روانې دي . هر څومره چې دزړه باز د ناهيليو په ړنګو ميرو وګرځوم هيڅ تسل و
ته نه حاصليږي. اخ! راياد مې شول هغه څو شيبې وړاندې چې ته راته خپل خوب بيانوو. خوب؟ او خوب ، ته راته په يوه
نازولي خندا وويل چې زړګيه غواږ شه بيګا مې په خوب ليدې چې د کټ په بازو راته ناست وې او زما سره خبرې نه کوې ځکه چې
راڅخه مرور وې ډېر مې کوشش وکړو او ډېرې زارى مې وکړې چې پخلا به شې خو خوب بې وفا وو، وفا يې ونه کړه او رانه لاړ، چې
اويښه شوم نو يواځې مې ځان په پخپل بستر کې پيداکړ او ته نه وې