بسمه تعالی ! !
اللهم صل علی سيدنا
محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما .
قدرمنو مسلمانانو ! د إسلامي قافلې د
سالار حضرت رسول أکرم محمد ( صلی الله عليه وآله وصحبه وسلم ) د ميلاد او دده مبارک له تولد سره مقارن يا دمخه
يا وروسته ، د عجائباتو او د خارق العادته واقعاتو په باب ( انشآءالله ) ما وتاسي ته په زړه پوري او کافي معلوم
اتونه درکړل ، اوس د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د وفات او له دنيا څخه د رحلت په اړه معلومات درکوم ،
خو البته په دغه اوله برخه کښي د تمهيد په ډول د يوه مطلب بيانول غواړم .
محترمو ! داخبره وهر چا ته په واضح او په متيقن ډول څرګنده ده چي دنيا او د دنيا هر څه بقآء او وفا نلري ، که خوشالي وي او که غم ، که احت وي او که مصيبت ، که غنا او دولت وي او که مسکنت ، که ګدايي وي او که بادشاهي ، که نامتووالئ وي او که ګم نامي ، که صحت وي او که مرض هر څه چي وي اخير ختميدونکئ دئ .
نظـــــــــــــم :
کنج امان نيست درين
خاکدان
مغز وفا نيست درين استخوان
آنچه درين مآئدء خرګه ايست
کاسهء آلوده و دستِ تهيست
هر که ازو خورد
دهانش بدوخت
وانکه ازو ګفت زبانش بسوخت
ګل ددې جهان د اغزو ملګرئ دئ ، خزانې ددې جهان له رنج او زحمت سره
پيوسته دي ، راحت ددې دنيا د زحمت ملګرئ دئ ، خوشحالي يې مصاحبه د غم ده ، مسرت يې له مضرت سره ګډ دئ ، مهرباني يې
له قهر سره پيوسته ده ، ترياق يې بې زهرو نسته ، اخلاص يې بې نفاقه نسته ، وصال يې له افتراق سره تړلئ دئ ، وفا يې له
بې وفايي سره مخلوطه ده ، قوت يې له زور او عاجزي سره همخانه دئ .
نظــــــــــــم :
جهانرا هر ګ
ي بر نوک خار يست
خرابــي از پي هر نوبــــهار يست
وصال غنچه بې خار جفا نيست
چراغ لالـــه بې بادِ فن
ــــا نيست
جهان ګر ګنچ دارد مار با اوست
و خَرما نـــــمايد خـــار با او ست
ګر از وَی لطف جويي
قهر يابي
و ګر ترياق خــواهي زهر يابي
هر سحرګاه د الله ( جل جلاله ) د قضا او د قدر کارکونکي پر ټول
مخلوق باندي داسي د وير او د درد ږغونه کوي چي :
کل مخــلوق سيـــموت
يعني هر مخلوق
ژرده چي مړ به سي .
هر سهار د الهــــي دربار داعيان داسي له مشقت او ارمان څخه ډک اواز و مخلوق ته
کوي چي :
أنتم و کل مـــرزوق ســيفوت
يعني تاسي او ټول مخلوقات ژرده چي فوت به کړه سۍ
!
هو ! کوم مجلس دئ چي د « لقد تقطعَ بينکم » د مضمون مصداق دي نه وي ګرځيدلئ !!!
کوم دوه ياران دي چي اخير دي
اواز د « هذا فراق بيني و بينک » نه وي اوريدلئ !!!
کومي سترګي دي چي د « کل شئ هــــالکٌ » په ترخو رانجو دي نه
وي توري سوي !!!
او کومي ککرۍ دي چي د « کل مَن عليهـــا فانٍ » هيبتناک ګرد او غبار دي پر دوۍ باندي نه وي پاشل
سوئ !!!
که خاقانان دي که أميران دي ، که سلاطين دي او که وزيران او منشيان دي ، دارنګه که غني دئ که ف ير ، که صغير دئ که کبير ، که ځوان دئ که سپين ږيرئ ، که عالم دئ که جاهل ، هوښيار او قوي دئ او که سفيه او ضعيف دئ ، وضيع او شريف دئ او که موحد او ملحد دئ ، مُقر او جاحد دئ او که فاسق او زاهد دئ او که کاهل او جاهِد دئ ، هر يوه پخپل نوبت سره د مرګ سړې او تودې تيري کړي او تيروي يې .
بيـــــت :
دربارګاه حشر چي سلطان
چي بينوا
بر آستان مرګ چي دربان چي بادشاه
محترمو وروڼو ! که په دنيا کښي يو چا بقا درلودلائ نو
رسولان او نبيان به په دنيا کښي پاته وائ ، بيا بالخصوص د الله (جل جلاله ) تر ټولو ډير نازولئ رسول حضرت محــ
ـــــمد ( صلی الله عليه وسلم ) چي الله پاک عرش او فرش او تمامه دنيا دده په توسط پيدا کړېده ، خو مګر و ده ته
هم له پخوا لا له الـــهـــي لوري څخه په قرآن کريم کښي دا اطلاع ورکړه سوې وه چي :
إنکَ ميتٌ و إنهــم م
يتون
او داسي ورته فرمايل سوي وو چي : « و مَا جعلنا لِبشرٍ مِن قبلِکَ الخُلدَ أ فإن متَّ فهم الخالدون » .
او دارنګه الله تعالی له الهي دربار څخه په قرآنکريم کښي پر ټولو خلګو باندي دا ږغ کړئ دئ چي : « قل يتوفکم م
لک الموت الذي وُکلَ بکم » .
رباعـــــي :
ګيرد قرار در رحمِ خاک عاقبت
هر نطفهء که آمده ، از آدم
است
کاخ فلک پر است ز ذکر ګذشتګان
ليکن کسي که ګوش کند اين صدا کم است
شعر :
و لو کان انسانٌ
يدومُ بقآئه
لما مات خيرالمرسلين محمد
انديشه زمرګ مصطفی بايد کرد
شادي و طرب جمله رها بايد ک
د
چون سيد هردو کون جاويد نمايد
مارا طمع خام چرا بايد کرد
والسلام .
نوربيا . . .