ربیع الاول اودوفات النبي لړۍ (۳برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24228
علامه محمد معين الدين ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2009-03-10


بسمه تعالی  !!!
اللهم  صل  ع ی    سيدنا محمد   و علی آله  و   صحبه  وسلم   تسليما   .
محترمو مسلم انانو ! وروسته له دې چي د إسلام پيغمبر و خپلو مبارکو أصحابو ته په هر باب خپل نبوي وصيت وکړ ، نو په دې فکر کي سو چي کله به هغه وخت راسي چي ددې دنيا فاني ورځي د عمر ځما و پائ ته ورسيږي او پر  نفس مطمئنه ځما باندي  له الهي دربار څخه ددې زيرئ وسي چي :« فادخلي في عبادي وادخلي جنتي » تر څو چي د هجرت يوولسم کال راغئ ، د هجرت يوو سم کال ؤ د صفري د مياشتي ۲۴ وه د چارشنبې شپه وه چي د اسلام پيغمبر د « بقيع » و قبرستان ته تشريف يووړئ .

حضرت أبومويهبه فرمايلي دي چي په دغه شپه کښي زه د نبي ( صلی الله عليه وسلم ) ملګرئ وم ، د إسلام پيغمبر د ب يع د مقبرې و مردګانو ته درازه زمانه د مغفرت دعا کوله او تر داسي حده پوري يې و دغو مردګانو د خير دعا وکړه چي ما له ځانه سره دا وويل چي کاشکي زه هم د دغه ګورستان له مردګانو څخه يو مرده وائ چي د خدائ د رسول په داسي با که دعا سره مشرف سوئ وائ ، ورسته حضرت رسول أکرم( صلی الله عليه وسلم ) و ماته وکتل او وې ويل چي اې ابومويهبه !   چي ددغي دنيا ټولي خزانې الله (جل جلاله ) وماته وړاندي کړې او ماته يې اختيار راکړ چي په دنيا کښي باقي پاته سم او وروسته بيا و جنت ته ورسم او د الله تعالی ديدار د جنت له ورتللو څخه وروسته وکړم ، او که له دنيا څ خه رحلت وکړم د الله پاک لِقا او و جنت ته ورسم ، أبو مويهبه وايي چي ما ورته وويل چي اې د خدائ رسوله  ! ځما م ور او پلار دي تر تا قربان وي ددې دنيا خزانې او بقاء په دې دنيا کښي چي وروسته بيا و جنت ته ورسې غوره کړه !  ده مبارک راته وفرمايل چي نه ما لِقآء د الله ( جل جلاله ) او جنت ددنيا پر خزانو او په دنيا کښي تر باقي پاته کيدو غوره کړ  .

روايت دئ چي د إسلام پيغمبر په دې سره مأمور سو چي وبقيع ته ولاړ سي او وأهل د مقبرې د بقيع ته د مغفرت دعا وکړي ، نو د إسلام پيغمبر همدغسي وکړل او بيرته راغئ او بيده سو ، بيا ورته وويل سو چي و ب يع ته ولاړ سه او دپاره د مردګانو د بقيع دعا د مغفرت وکړه ، بيا دَی مبارک ولاړئ او ودوۍ ته يې د مغفرت دعا وکړه بيرته راغلئ ، بيا چي ده مبارک يو څه ارام کاوه بيا ورته وويل سول ( يعني له الهي لوري څخه ) چي ولاړسه د أحد د هيدانو لپاره دعا وکړه ، بيا ده مبارک همغسي وکړل ، بله ورځ و جناب نبي کريم  ( صلی الله عليه وسلم ) ته د سر درد ورسيدئ سر مبارک يې په يوه ټوکر وتړئ او دغه ورځ ، ورځ د نوبت د ميمونې ( رضي الله عنها ) وه ، کله چي يې مرض م بارک ډير سخت سو نو ټولي بي بي ګاني يې د ميمونې په کور کښي سره راجمع سولې ، د إسلام پيغمبر په ډير تکرار سره ددغو تورو ويل شروع کړل چي : « أينَ أنا  غدًا ؟ »  يعني صبا به زه په تاسي بي بي ګانو کښي د کومي يوې په کور کښي يم ؟ حضرت فاطمې ( رضي الله عنها ) و ټولو بي بي ګانو ته وويل چي پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) شايد نور هم په تکليف سي له دې څخه چي د يوې بي بي له کور څخه د بلي بي بي و کور ته ورځي ، نو تاسي ټولي ديوې بي بي کور خوښ کړۍ چي دَی مبارک په هغه کور کښي واوسي ، نو دوۍ ټولي د حضرت بي بي عائشې ( رضي الله عنها ) په کور راضي سولې ، نو د إسلام پيغمبر د حضرت ميمونې له کور څخه دباندي راووتئ په داسي حال کښي چي يو لاس مبارک يې د حضرت علي پر اوږو او بل اس مبارک يې د حضرت فضل بن عباس پر اوږو باندي  ايښئ ؤ او پښې مبارکي يې پر مځکه باندي پسي څکيدلې تر څو چي د ح ضرت عآئشې و کور ته راغلئ او په هغه ځائ کښي يې د مرض بستر وغوړاوئ او ټولي بي بي ګاني به هلته دده د خدمت دپاره ورتللې  .

خو د إسلام د پيغمبر مرض وار په وار په شدت او په صعوبت او په زياتيدلو شروع وکړه او يو قسم يره لويه تبه و ده ه مبارک ته عارضه سوه .

حضرت عبد الله ابن مسعود فرمايلي دي چي د تبي په حال کښي ما دده مبارک پر مخ باندي لاس کيښودئ نو په دونه اندازه دده مبارک مخ ګرم ؤ چي ځما لاس تحمل د هغه حرارت نسوائ کو ائ  ، بيا د إسلام پيغمبر راته وفرمايل چي ځما دي په هغه خدائ قسم وي چي ځما نفس دده په قدرت کښي دئ هيڅوک پر مخ د مځکي باندي نسته ( يعني له مومنانو څخه ) چي ده ته دي یو مرض يا کوم بل تکليف ورسيږي مګر الله تعالی په دغه تکليف سره له ده څخه دده ګناوي داسي رژوي لکه څنګه چي يوه درخته خپلي پاڼي تويوي  .

حضرت أبوسعيد خدري ( رضي الله تعالی عنه ) هم د إبن مسعود په ډول د إسلام د پيغمبر د تبي سختوالئ په يوه روايت کښي بيان کړئ دئ او بيا يې داسي فرمايلي دي چي د إسلام پيغمبر وماته وفرمايل چي د مصيبت او د تکليف په لحاظ د أنبيآؤ په ډول هيڅوک ندئ په تکليف سوئ او لکه څنګه چي د أنبياؤ تکليف ډير وي اجر يې هم ډير دئ او انبيآء په مصيبت او په تکليف دونه خوشحاله وي لکه څنګه چي تاسي په عطا او په بخشش سره خوشحاله کيږي ( انتهی ) .

هو  !  د الله ( جل جلاله ) د لاري و محبانو ته او د الهي دربار  و مقربانو ته چي د الله تعالی له طرفه زخمونه او تکليفونه رسيږي نو م هم يې بولي او ربړ او درد عين عطا او کرم بولي .

قطعه  :
المي کز برايي دوست کشم
راحت جان مبتلاي م ن است
زخم او مرهم است بر دل من
درد او شربت دواي من است

رباعي :
من خارغم اش بصد ګلستان ندهم
خاک قدمش بآب حيوان ندهم
درد که مرا در غم او حاصل شد
آن درد بصد هزار درمان ندهم
د بِشر بن برآء مور ( رضي ا له عنها) فرمايلي دي چي د إسلام و پيغمبر ته دده په مرض موت کښي ورغلم او ورته ومي ويل چي يا رسول الله  !  د هيچا په بدن کښي مي دغه ډول سخته تبه نده ليدلې لکه څرنګه چي ستا په مبارک بدن کښي ده ! د إسلام پيغمبر راته وفرمايل چي دا په دې وجه ده چي ځما اجر هم ډير زيات دئ ، بيا يې راته وفرمايل چي اې د بشر موري ! ځما د مرض په باره کښي خلګ څه وايي  ؟

ماورته وويل چي خلګ وايي چي دده مرض د ذات الجنب مرض دئ ، د إسلام پيغمبر راته وف مايل چي د ذات الجنب د مرض په ډول مرض الله پاک د خپل رحمت او لطف له لاري پر انبياؤ باندي مسلط نه ګرځوي ؛ ځکه چي دا ډول مرض د شيطان له همزاتو څخه پيدا کيږي او شيطان پر ما باندي هيڅ تسلط نسي پيدا کولائ ، مګر ځما ځما مرض د هغو غوښو أثر دئ چي په زهرو ککړي سوي وې او ستا له ځويه سره مي په خيبر کي وخوړلې ، چي له هغه وخته په تدريج سره د هغو زهرو أثر ځما په بدن کښي تازه کيدئ تر څو چي و داسي اندازې ته راورسيدئ چي اوس ځما د ژوند او د حيات رګونه راپرې کړي .

علمآؤ فرمايلي دي چي الهي حکمت پدې کښي دا ؤ چي د إسلام پيغمبر له مرتبې د شهادت څخه هم برخو داره وګرځي  .
صاحب د « روح الأرواح » ذکر کړيدي چي په دې کښي يو عجب الهي سر دئ چي د نبوت خاندان نوبت په نوبت جام د شهادت نوش کړ  ، د اسلام پيغمبر او حضرت امام حسن د زهرو په سبب له شهادت څخه برخورداره سول او ح ضرت علي کرم الله وجهه  او حضرت امام حسين بيا د برچې او د تيغ په ذريعه په شهادت ورسيدل  .

قطعه :
چون چراغ ديدهء زهرآء بکشتندش بزهر
زهره را دل بر چراغ ديدهء زهرا بسوخت
چون روان کردند خون از قرة ا عين رسول
چشم عيسی خون بباريد دل زهرا بسوخت
( روضة الشهدآء و غيره ) .

والسلام 
نوربيا .   .   .