څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٢مه ) برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2424
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-26

ژباړه او غورچاڼ - ميرزاعلم حميدي - هالنډ

کابل

د افغانستان د تاریخي ښار کابل په هکله خبرې کوو، هغه ښار چې د تاریخ په اوږدوکې یې ډیرې ډول، ډول لوړې ژورې له سره تېرې کړي دي او د ډیرو بیلابیلو خوږواوترخوپېښو،دخوښیواوغمیزوشاهدو.له هغه مهاله چې کابل د افغانستان پلازمېنه شوی دی دپام وړګرځیدلی دی اودبیلابیلوسیاسي،فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو غورځنګونو زړه بلل کیږي . دغه ښکلی ښار چې یو مهال د پاچاهانو ګلبڼ او د ساعتېرۍ ځای و د وخت په تېریدو سره د پاچا ګردیو، د ګڼې ګوڼې او د اوسیدونکیو د زیاتیدو ټاټوبی و. په تېره خو یې په نوي یمه میلادي لسیزه کې د اوږدو جګړو له کبله د ژوند ښېرازي او خوند له لاسه ورکړ، په کنډواله بدل شو او پداسې غمیزه واوښت چې پخواني حالت ته یې راګرځول زیاتې پانګې او اوږدې مودې ته اړتیا لري چې د نړیوالو مرستو په ګډون یې بیا ودانول په دومره نږدې موده کې امکان نه لري . ښایې کابل لومړۍ پلازمېنه وي چې تر اوسه عصري کانالیزسیون نه لري . ددې ښار د ځایېدو په پرتله څو برابره زیات وګړي پکې ژوند کوي  اولا یې شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي ، ښاري خدمتونه یې د اوسیدونکیو د زیاتوالي له کبله نه یوازې د پلازمېنې په توګه بلکې د یوه عادي ښار په توګه هم نه شي تر سره کیدای، د بې پلانه او په خپل سر کورونو جوړولو دغه ستونزه لا پسې زیاته کړي ده . ډیره خطرناکه ستونزه چې ددغه ښار په اوسیدونکیو او ورڅېرمه سیمو باندې هر شیبه د بربادۍ سترګې راباسي  هغه د  سوتره ګۍ ستونزه ده . داسې ښار چې په ملیونونو وګړي یې هره ورځ خپله چټلي د ځمکې پرمخ واچوي، هرې خوا ته چې ګورې لومړنی شی چې وینې هغه چټلي  او نه پاکي ده .لومړنی شی چې سږمو ته درځي بد بویې ده او لومړی شی چې سوڼوې هغه ککړه هوا او چټلي ده . داسې ستر ښار چې د اړتیا وړ برېښنا، اوبه او کانالیزیشن ونه لري ښکاره ده چې ډیر ستر خطر یې ناپاکي اوناسوتره ګي ده، دا خطر د ګرمۍ پرمهال څوبرابره کیږي په تېره خو د باران په ورځو کې بیخي په یوه غمیزه بدل شي . کله چې باران وواریږي د ټولو هغو کورونو د کنارابونو چټلي چې د غرونو په ډډو او زړونوکې ودان شوي دي د سړکونو سر او اوارې ته راښکته کوي . کله چې باران ودریږي او لمر پرې خپلې وړانګې وشیندي د ښار هوا له بد بویي ، بازار او سړکونه له چټلۍ څخه ډک شي . له ټولو خطرناکه خبره داده چې کله د ښار سوتره ګي پیل شي خلک چټلۍ لښتیو ، ژورو ځایونو اود کابل سیند ته ور اچوي او ډیر خلک هم خپله اړتیا د کابل په سیند کې تر سره کوي؛ دا ډول حالات په ملیونونومچان اوخزنداګانې را زیږوي چې په حقیقت کې ټول هغه خوراکي مواد چې پلورونکي یې په سر لوڅه هواکې پلوري چټلوي . دا ځکه ویلی شوچې د کابل خلک په عملي توګه د ډول، ډول مکروبو په منځ کې ژوند کوي او هره شیبه ددې خطر موجود دی چې په ډول، ډول ناروغیو اخته شي .

د ښار د اوبو لارې ؛ په ځانګړي توګه د زړه ښار د اوبو لارې ټولې بند دي، د خپل سر کورونو په ودانولو سره ددغه لارو پرانیستل امکان نه لري . دا ستونزه د پسرلي پرمهال چې واورې ویلې شي په یوه غمیزه بدله شي، کوڅې له اوبو ډکې شي، سره له دې چې په کوڅو کې تګ راتګ مشکل شي ځینوکورونو ته اوبه ورننوځي او د نړولو له خطر سره مخامخ شي، په تېره خوماشومانو او زاړو کسانو ته په دغه کوڅو کې تګ راتګ ډیر ستونزمن شي .

د ښاري ټرانسپورټ، د اوبو او برېښنا رسول، د سون مواد، د روغتیا خدمتونه، د پارکونو، دپوستې، پتې او ټیلفون، امنیت، دمخدره موادو د کنټرول او نورې ډول، ډول ستونزې دومره ژورې شوي دي چې نه یوازې په نږدې راتلونکي کې یې اوارول ناممکن ښکاري بلکې د هرې ورځ په تېریدو سره لا پسې ژورې کیږي .

یوه بله خطرناکه ستونزه هم له کابل ښار څخه د چټلیو ټولول دي چې د کابل ښاروالۍ په کمزورو امکاناتو سره د خیرخانې کوتل هغې خواته په چمتله سارا کې کوټ کیږي . دغه ډومبري او ډیرانونه د هرې ورځې په تېریدو سره ستریږي، په ملیونونو مچان او ډول،ډول حشرات له دغه ځایه د کابل ښار او د ورڅېرمه سیموپه لوري الوزي، په خروارونومیکروب له ځان سره وړي او د ډول، ډول ناروغیو لامل کیږي چې یوه ناروغي یې هم «کال دانه » ده .  هغه څه چې په لنډ ډول وویل شول د کابل ښار هغه ستونزې دي چې په نږدې موده کې یې اوارول دومره اسان کار نه دی . کیدای شي په زغرده ووایو چې دکابل ښار د نن ورځې د غوښتنو په پرتله دومره مډرن ښار نه دی چې د یوه هیواد د پلازمېنې په توګه وګڼل شي . چې داسې ده نوڅه باید وکړو؟

کیدای شي دوه کاره وشي . يو دا چې نوی کابل ودان شي، دویم دا چې همدغه کابل په ورو او زغم سره بیا ودان شي او د کابل ډیرو اوسیدونکو ته په خپلو کلیو او نورو ښارونوکې د سوکاله اوسیدو لارې اوارې شي . همدارنګه د افغانستان ټول ښارونه د ګڼ شمېره اوسیدونکو او د خدمتونو له کموالي سره لاس او ګریوان دي او د افغانستان ټول ښارونه په خپل څنګ کې نوي ښار ته اړتیا لري .

 

چې شپه پخه شي کابل ځګروېږي

له   هرې خښتې  فریاد جګېږي

د  ژوبلې ځمکې له هره زخمه

د  شهیدانو  ویني خـــــــوټېږي

 

*                   *                  *

 

د څو نا  اهلو په لاس برباد شوه

زمــــــوږ  پتمنه  غیرتي خـــاوره

دسرو ګلونو په وخت پې راغله

له خوني هسکه د څیلې  واوره

                                                                              «له سپرغکې څخه»