ربیع الاول اودوفات النبي لړۍ (۵برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24251
علامه محمد معين الدين ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2009-03-12

بسمه تعالی  !!!
اللهم  صل  ع ی    سيدنا محمد   و علی آله  و   صحبه  وسلم   تسليما   .
محترمو مسلم انانو ! له واقعاتو څخه د مرض موت د پيغمبر د إسلام ( صلی الله عليه وسلم ) بله واقعه دا وه چي حضرت أم سلمه ( رضي الله عنها ) د رسول الله ( صلی الله عليه وسلم ) د سر و بالښت ته راغله او د إسلام د پيغمبر مبارک شونډان ښوريدل ، حضرت أم سلمه فرمايي چي ما ددې دپاره دده و مبارکي خولې ته غوږونه ورنژدې کړل چي دده مبارک له خولې څخه هغه څه واورم کوم چي دَی يې وايي ، نو له ده مبارک څخه مي واوريدل چي داسي يې ويل :
اې پروردګاره  !  ځما أمت د دوږخ له اور څخه خلاص کړه او د قيامت د ورځي حساب پر دوۍ باندي اسانه کړه .
بيا ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي اې د خدائ رسوله ! صحت مبارک دي څنګه دئ ، څه حال دي دئ  ؟

ده مبارک راته وفرمايل چي اې أم سلمې ! له ما څخه خصت اخستونکې سه ؛ ځکه نژدې ده چي بيا به ځما ږغ نه واورې ، په دې وخت کښي ناڅاپه حضرت علي راغلئ او د إسلام و پيغمبر ته يې وفرمايل چي يا رسول الله په خوب کښي مي وليدل چي يوه زغره مي اغوستې وي ، ناڅاپه دغه زغره له ما څ خه جلا سي او زه بې زغري پاته سم .

د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي اې علي ! هغه زغره زه يم چي ستا پناه ګاه وم ، اوس هغه وخت رانژدې سوئ دئ چي زه به له دنيا څخه رحلت وکړم او ته به تنها پاته سې ، اې علي  ! له ما څخه و وسته به ډير مکروه کارونه او تکليفونه و تاته ورسيږي ، نو بايد چي ته تنګدلي ونکړې او د صبر لار غوره کړې او ک ه چي ووينې چي خلګ دنيا غوره کوي نو بايد ته آخرت غوره کړې او په دې پوه سه ! چي د قيامت په ورځ به د حوض کوثر پر غاړه باندي تر هر چا له مخه ته له ما سره يو ځائ کيږې .

بيا ناڅاپه فاطمة الزهرآء راغله او د إسلام و پيغم بر ته يې عرض وکړ چي يا رسول الله ! خوب مي  ليدئ چي د قرآنکريم يوه ورقه راسره وي او له هغې ورقي څخه قرآنک يم وايم ، ناڅاپه دغه ورقه له ما څخه غائبه سي .
د إسلام پيغمبر د خپلي ګراني لور د خوب په جواب کښي وفرمايل چي اې فاطمې ! هغه ورقه زه وم چي نژدې ده چي ستا له سترګو څخه به غائب سم او ته به له ما څخه پاته سې  .
په دې منځ کښي حضرت امام حسن او حضرت امام حسين دواړه راغلل او وده مبارک ته يې وويل چي اې ځموږ مبارک نيکه ! موږ دواړو يو ډول خوب ليدلئ دئ چي هغه دادئ چي يو تخت په هوا کښي ځي ، روان وي او موږ تر هغه تخت لاندي لوڅ سرونه روان وو .
د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي هغه تخت ځما تابوت او جنازه ده چي خلګ بې واخلي او تاسي به لوڅ سرونه تر هغه اندي روان ياست  .
حضرت أم سلمه فرمايي چي د اسلام د پيغمبر له دغو تعبيرو څخه په أهل بيت کښي چغي او بغا ي شروع سوې او د أهل بيتو زړو د إسلام د پيغمبر د فراق له غمه ، د غم او د درد په سکروټو کبابيدل شروع کړل .

غزل :
جانها در آتش است که جانان هميرود
سيلاب خون ز ديدهء ګريان هميرود
يعقوب را ز يوسف خود دور م يکند
خاتم بيرون ز دست سليمان هميرود
آدم وداع سايهء طوبی هميکند
خضر از کنار چشمهء حيوان هميرود
دردا که ګوهريست ګران مايه صحبتش
دشوار دست داده وآسان هميرود

همدارنګه روايت دئ چي د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم )  تر وفات درې ورځي له مخه حضرت جبريل (عليه السلام) د إسلام و پيغمر ته راغلئ او ورته وې ويل چي الله (جل جلاله ) پرتا باندي سلام وايي او زه يې وتاته راوليږلم او په دې کي مقصد اعزاز او اکرام ستا مبارک دئ ، سره له دې چي الله تعالی په هر څه عالم دئ خو ستا د اعزاز لپاره الله پاک ستا د حال پوښتنه کوي چي څرنګه يې ؟

دإسلام پیغمبر ورته وويل چي ځما حال دادئ چي پريشانه يم او دردمند او غمجن يم ، بله ورځ بيا جبريل ورته راغلئ او ذکر سوې خبر يې ورته وکړه ، د إسلام پيغمبر بيا هغه ړومبنئ جواب ورکړ ، په دريمه ورځ ملک ا موت او يوه بله پرشته چي اسماعيل يې نوم ؤ چي پر داسي زرو پرشتو باندي دغه اسماعيل حاکم ؤ چي په دغو زرو پرشتو کښي د هري پرشتې بيا زر نوري پرشتې تر حکم لاندي وې ، د إسلام د پيغمبر ودروازې  ته راغلل ، حضرت جبريل د إس ام و پيغمبر ته وفرمايل چي عزرائیل ودروازې ته ولاړ دئ او اجازه غواړي او تر تا له مخه يې له هیچا څخه دده د روح د قبضولو اجازه نده غوښتې او نه بې وروسته له تا څخه له هيچا څخه وغواړي ؟

جناب رسول کريم ( صلی الله عليه وسلم ) وفرمايل چي اې جبرئيله ! اجازه ورکړه چي راسي ، کله چي عزرائيل (عليه السلام ) رغلئ او د سلام اچولو سنت يې ادا کړ نو يې د إسلام و پيغمبر ته وفرمايل چي الله پاک زه وتاته راليږلئ يم او حکم يې راته کړئ دئ چي ستا د فرمان مطابق به کار کوم ، نو ستا اختيار دئ چي ستا د مبارکي روح د قبضولو اجازه راکوې چي و عالمِ علوي ته يې يوسم او کې نه راکوي نو به زه بيرته ولاړ سم ، د إسلام پيغمبر د جبرئيل و طرفته وکتل ، جبرئيل ورته وويل چي الله تعالی ستا د لقاء مشتاق دئ ، نو د إسلام پيغمبر وفرمايل چي زه هم د الله (جل جلاله ) د لقآء مشتاق يم او ملک الموت ته يې وويل چي په خپل کار مشغول سه  .
نظم  :
تو باز ذروهء نازي مقيم پردهء رازي
قرارګاه چي سازي درين ن يمن فاني
تو مرغ عالم قدسي حريف مجلس أنسي
دريغ باشد اګر تو درين مقام بماني

محترمو مسلمانانو  ! د ملک الموت د اجازې غوښتلو يا وده ته د اجازې ورکولو په ارتباط به ډير مفصل بيان په راتلونکې برخه کښي درته اسي . 

     ( روضة الشهدآء و غيره ) .
والسلام 
نوربيا .   .   .