په ترکیه کي پر رحمان بابادبريددغندولوپه اړه غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24327
اېمل جلال
دخبریدو نیټه : 2009-03-15

د  تركيې  په  پلازمېنه  انقره كې  د  افغان محصلينو لخوا  د ستر رحمان بابا  په  مزار باندې   د ب يد  د غندولو  په  اړه  يوه  پرتمينه  غونډه  جوړه شوه.
غونډه  د  قرانكريم  د څو مباركو  ايتونو په  تلاوت  او  د هيواد  د ملي سرود  په غږولو سره پيل شوه.
د غونډې  په  پيل  كې  د  رحمان  بابا  د  ژوند  او  افكارو  په  اړه  يوه مقاله ولوستل شوه. و وسته  ويناوالو   د خپلو  ويناو  په  ترڅ كې  د  بابا  په  مزار باندې ترسره شوى ب يد  وغنده  او د  اړوندو چارواكو نه ېې  وغوښتل چې  د  پېښې  عاملين د  قانون  منګلو ته  وسپاري. همداراز  د غونډې په ترڅ كې  يو شمير ګډونوالو  خپل شعرونه  هم  واورول.  د غونډې د پاى په شېبو كې  په  افغانستان، پښتونخوا او  د نړۍ  په  يو زيات شمېر  هيوادونو كې  د  مي تو پښتنو او فرهنګي ټولنو  لخوا  ليږل شوي پيغامونه  او مننليكونه  ولوستل شول. غونډه  د  ګ ونوالو  لخوا  د يوې  ګډې  اعلاميې  په خپرولو سره پاى ته ورسيده.  په  اعلاميه كې  راغلي دي چې  د پښتنو د تاريخ او  كلتور دښمنانو  يو ځل  بيا خپله ناولې  څېره وښودله او دا ځل ېې  زموږ   د  ژونديو  سياسي او ملي  مشرانو پر ځاى د يو داسې  شخصيت  پر مزار بريد وكړ چې  د  خپل ژوند او  افكارو  په  ړنا كې  ېې  ټول بشريت سولې  او  ورورولۍ  ته  رابللى دى. نوموړى بدنام  بريد  نه يواځې  د ستر رحمان بابا  شخصيت او  افكارو ته  زيان نشي  رسولى  بلكه  د پښتنو  په زړونو كې به  د نوموړي مينه  نوره هم زياته  كړي.  همداراز  په  اعلاميه كې  د  لراو بر  پښتنو  نه  د  ملي ارزښتونو د ساتلو به برخه كې  د هلو  ځلو  هيله  شوې ده.

په غونډه كې  د افغانستان، پښتونخوا او اروپا نه  د راغلو مېلمنو سربېره د  تركېې  په بيلابېلو  ښارونو كې  په  زده كړه بوختو  لسګونو افغاني محصلينو ګډون كړى وو.
د  يادولو وړ ده چې  د  تركېې په  څېر هېواد كې  د  افغاني  محصلينو لخوا  د راز راز ستونزو سره سره  او د هېڅ ډول مادي او معنوي  امكاناتو  پرته  د  نوموړې غونډې جوړول يو بې سارى عمل دى.
دا لومړى ځل دى چې  په تركيه كې  د افغاني محصلينو لخوا  هر اړخيزه فرهنګي غونډه جوړيږي.