دخبروحق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2435
محمود نظري --لندن
دخبریدو نیټه : 2005-03-28

 

دخبروحق 

ژبی ته د چوپړ په هکله يو بين المللی سيمينار جوړ سو غونډه ﻻ پيل سوي نه  وه چې د رابلل سو مېلمنو تر مينځ خبرو اترو تاو واخيست، لاسونه په ښوريدو سوه  نژدی و د يو بل سره لاس ا و ګريوان سی د ملګرو ميلتواستازی  وﻻړ سو اوخپل راپورت يې ولوست پښتو ژبه د نړۍ په هغه ژبو کي راځی چي د ورکېدو په حال کي ده... او زه دا کلپونه ماتوم او وايم دی ژبی ته ټولی منډی ترړی، هڅي، غونډي او خبری بې اغېزه او بې پايله دي ا  و په ډانګ پيلې وايم دا اوسنی پښتون اوس يوازی وړيا تش د خولې غټي غټي خبری کوی ښه ښه وعدی کوی خو که يې عمل وکړ بيا يې پښتون مه بوله.  تاسو چارواکی پړ بولی،زه وايم هغه چارواکي چې په پښتو ژبه او لباس شرميږی د هغه نه ګيله مه کوۍ، ځينې تښتۍ! خوا مو بده نه سی، تاسو خپله پړياست. ژبه لکه کور دی او ستاسو کور د لويدو په حال کی دی نو څه بايد وکړی!

په تالار کي پوس پوسی جوړ سو او هر يوه غوښتل څه ووايي او ځينی ﻻ په دوو دوو کيده چا ويل دا ژبی ته سپکاوی دی بل ويل دا د دښمن ملنډی دي...

خو دې استازی په ډير جورت ورانديز وکړ:

هغه څوک د خبرو حق لری چې د پښتو د ودی لپاره يې څه کړی وی، ځکه هيڅ ژبه بې هڅولو پرمختک کوﻻی نه سی د بېلګی په توګه په لويديز کي چې يو کتاب چاپ يا يو فلم جوړ سی ټول هغه رانيسی اوګوری همدا سبب  دی چي د هغو ژبه وده کړی او اوس دهغو ژبی ټوله نړۍ نيولی ده.

په خپل ګريوانو کي وګوری نو هر هغه چا چې د خپلی ژبی د ودي لپاره يو داسی کار کړی وی مهربانی دي وکړی ﻻس دي پورته او خپل نظر دي ووايي!

په ټولو  سر وځريدی چاچا ګوتی يو د بل سره کښيکښلې او چا هم په ګوتو لوبی کولې. يو تن زړه نا زړه ﻻس پورته کړ او ويې ويل:

ما ټوله نړۍ ليدلې ده!

استازی ورته وويل:

دا کار دې د نوم لپاره کړی دی!

يو بل ﻻس پورته کړ او ويې ويل:

زه يوه غټه مغازه لرم نوم يې من او تو دی

استازی ورته وويل: دا دی د منتو لپاره کړي دی

ټوله په خندا سوه

يو بل نيم ﻻس پورته کړ او ويې ويل:

_ زه په کور کي ډير کتابونه لرم

استازی ورته وويل:

که پښتو وی  او په بيه دی اخېستی وی کوﻻی سې خپل نظر ووايي!

هغه هم چوپ سو. په تاﻻر کي چوپه چوپتيا سوه. په اخيرکي يو تن ﻻس پورته کړ او ويی ويل:زه په خيرخانه کې ژوند کوم

زموږ د کور مخی ته چې شورنخود واﻻ راسي نو په زوره نارې وهي:

تودې پټاټې!

ټوله په بيا په خندا سوه.

استازی په خندا ورته وويل:

ته کوﻻی سی خپل نظر ووايې!

هغه وويل:

زه وايم که ژبه مو له ډوبيدو نه ساتی نو بايد خولې بندی او د جيب خوله مو لږ خلاصه کړی!

توله بيا په خندا سوه : هاها... هوهو...

ما شکر وکړ چی اقلايو تن پيدا سو چې د نظر حق يې وموند که نه نو د دي بهرنيانو پوری به مي پزه پرې سوی وای.