هـو، زه مين يم. زه دا سې مين يم، چې زما مينه ممکن دنورو مينا نو سره تو پير
ولري؛ داځکه چې زه پتنګ نه يم چې يوازې دشمعې ځان ځاروم، نه بلبل يم چې يوازې دګل سندرې وايم او نه هغه شا عر يم
چې په خپلو شعروکې يوازې شونډې،سترګې او زلفې ستايم.
هـو، زه مين يم.زه په تياره شپه کې دسپوږمۍ او ستورو
ننداره هم دليلا مجنون له ديدنه کمه نه ګڼم. زما مينه محدوده نه ده ، زه دچاپيريال دهر څيزه دومره خوند اخلم،
لکه څومره چې بورا دګل ځينې اخلي.
هـو، زه مين يم. زه نه يوازې په سپرلو، رنګينو، ګودرو، چېنارو،غرورغو مين
يم؛ بلکې زمامينه دټول خلقت، انسانيت او طبعت سره ده.