پسرليه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24395
محمدمشفق اصولي
دخبریدو نیټه : 2009-03-16

ګرانه ستادراتګ په کليو او بانډو کې اوازې دي ،هرڅوک ستا راتګ ته لېوال دي ،دکلي ماشومان دڅومياشتو راهيسې ستا په اتنظار کې هره شيبه تېروي .دکلي زاړه او سپين ږيري دې ډېر يادوي او دعاګانې درته کوي ،چې خدايه ج  ته يې په خير راولې ،زه دايو سوال درنه کوم ،چې ايا ته زموږ دغه وران ويجاړ کلي ته راځې او که نه ؟ که راځې نو زموږ دې اميدونو سره يوځاى راشه ،زموږ   ارمانونه او هيلې درسره راوړه ، موږ درنه هيله کوو،چې دهغو ګلونو ،چې دوخت خزان داسې حال ته راوستلي دي ،چې نيم وچ شوي او نيم شنه پاتې دي ،بېرته اژوندي او درملنه يې وکړه.
موږ ته داسې يوڅه درسره راوړه ،چې دهغې په راوړلو زموږ ديتيمانو او کونډو خزان وه ي ګلان بېرته پرغوټيو او ګلانو راشي .داځل که راځې نو دخوشاليو او خنداګانو سره يوځاى راشه ،داځل که راځې نو دنښترو او څېړيو دشڼ سره راشه ،درباب له ترنګ سره راشه ،دسهار دمستو بلبلانو دنرمو اوازونو او نغمو سره راشه .
موږ مال او دنيا نه غواړو ،موږدينار او درهم نه غواړو ،موږ ستا دراتګ سره يوځاى سوله غواړو ،داسې سوله ،چې دانفاق له منځه يوسي او ستا په راتګ سره زموږ ککريو ته نوي فکرونه ورداخل شي ،موږ دايو سوال درته کوو،چې داځل اځې له بدمرغيو لرې او خوشاليو سره يوځاى راشه ،زموږ دبڼ   غوټۍ په ګل راوله .

 دشيخ زايد پوهنتون دادبياتو پوهنځۍ محصل