نوی کال راغی.
پسرلی راغی.
ګلونه غوړېږي.
ونې شنې پاڼې
ټوکوي.
دښتې به په سرو ګلو ډکې شي.
غرونه به شنه شي.
خو که ستا ياد وي تېر کال هم همداسې پسرلی راغلی
وه.
خو تېر شو چې بيا هېڅکله نه راځي.
هوکې: هغه پسرلی بيا نه راځي.
ډېر لږ وخت وه.
خو دا پسرلی تاته له ځان
سره يو پيغام لري.
ايا پوهېږي چې پسرلی تا ته څه واېې؟
هوکې: پسرلی وایی چې تا د خپل خوږ عمر يو کال بشپړ
کړ.
ستا عمر يو کال کم شو.
ستا مرګ يو کال را نژدې شو.
لکه څنګه چې د تېر کال پسرلی تېر شو همداسې ستا د ځوانۍ
پسرلی هم تېرېږي.
ډېر لږ وخت به وي.
بيا به ستا د ځوانۍ پسرلی هېڅکله را نشي.
دا خوږ عمر دې هم همداسې تېرېږ
ي.
بيا هېڅکله نه راځي.
نو ای لوستونکيه: ستا ژوند ډېر ارزښتناک ده.
بيه یی له سرو زرو نه ډېره لوړه ده.
دا ژوند د خپل رب سره ستا د اړيکې ټينګولو وسيله ده.
هغه ته ستا د نژدې کېدو وسيله ده.
د هغه د رضاء د
ګټلو وسيله ده.
نو ای زما خوږه لوستونکيه:
ايا تا دخپل تېر کال کړو وړو ته پام کړی.
ايا تا د هغه د رضاء
د ګټلو لپاره ډېره هڅه او هاند کړی او که د هغه د ناراضه کولو؟
ياد لره: چې د تېر او نوی کال سربېره به ستا د ټول
عمر د کړو وړو پوښتنه درڅخه کېږي.
ستا د ځوانۍ د پسرلي پوښتنه به درڅخه کېږي.
د خپل رب سره ستا د هغې لوېې ژمنې
پوښتنه به درڅخه کېږي چې د اسلام په سپېڅلې کلمه(کلمه طيبه) کې تا او ټولو مسلمانانو کړې ده.
هو کې: هغه ژمنه چې
ته به خپل ژوند د هغه او د هغه سپېڅلي استازي پيغمبر(ص) د لارښودنو سره سم تېروې.
ته به يواځې د هغه بنده ګي
کوې.
ستا د ژوند تر ټولو لويه موخه به د خپل رب (ج) د رضاء ګټل وي.
ستا ټول کړه وړه به يواځې د هغه د رضاء لپاره
وي.
په مينه.