پسرلیه !
هر راوړی ګل دې پيرته وړه !
لمن كې نن ليلا زما خپه ده !
ډيرې اوښكې يي په شپه كې دي توي كړي!
زه بدبخت كرار ويده وم او ليلا مې خپلو اوښكو سره شپه سبا كوله !
پسرليه بيرته لاړشه خپل شينكی څادردپاڼو دی په شاكړه!
ماته نن ستا مستانه څيره نيشه راوكوي!
نه شي نن زما د ليلا سترګو كې نشه ټـوله ويده ده هغه ماته نن په مينه او نشه نظر نه ګوري دا خو ځكه چې نشه يي ده له سترګو او ښكو وړي .
جسمه ! اور واخلې ايرې شې له خپل روحه څنګه بيل وې پريوتلي څنګه اور كې ستړي پروت وې څنګه خوب وې ته د مرګ جهان ته وړې؟
ليلا ته خو سمندر يې ستا لاهو دي يو وړ كاڼی لكه بحر كې چې غرونه هم پټيږي همداهسې مې سينه كې خپل خوندي كړه .