څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ( ٣٧ مه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2454
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-31

ليکوال ( کريم ميثاق )

 ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ

 

ګوند، ګوندي جبهه، متحده جبهه

 

اوس چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې داسې د خوشالۍ موکه رامنځ ته شوي ده چې د افغانستان خلک کولی شي په قانوني توګه سیاسي ګوندونه جوړ کړي؛ ښه ده چې ددغه نوي دموکراتیک زېري هر کلی وکړو او خپلې خبرې په لنډ ډول وړاندې کړو :

په هر هیواد کې د سیاسي قانوني ګوندونو د بیدارۍ او هوښیارۍ برخه ډیره وتلي او اړینه ده . په هره ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه هوښیاري داسې هڅونې رامنځ ته کوي چې خلک سیاسي او ټولنیز غورځنګونه جوړ او له دې لارې خپل هیواد ته ډول، ډول ګټور خدمتونه تر سره کړي . ځکه چې سیاسي او ټولنیز غِورځنګونه په دموکراتیکه ټولنه او د ولسواکۍ په نظام کې منځ ته راځي، ټېنګښت مومي او پراختیا کوي .

اوس چې زموږ ګران هیواد افغانستان د ولسواکۍ په لاره روان شوی دی او ځنې وړ دموکراتیکي پېښې لکه د مطبوعاتو ازادي، د وینا ازادي، دسیاسي ګوندونو ازادي او نورې ازادۍ رامنځ ته شوي دي، د ټولو پوه او وطنپالو هیوادوالو دنده ده چې ددغه دموکراتیکو لارو چاروکلک ملاتړ وکړي تر څو دغه کړنلاره لا پسې وغزیږي  او تلپاتې شي .

څوک چې قانوني سیاسي ګوندونه او ټولنیز غِورځنګونه جوړ وي په حقیقت کې خپله دموکراتیکه، ملي او وطنپاله دنده تر سره کوي او د افغانستان دولت اړوند څانګو ته په کار ده چې له دوی سره په دې سپیڅلي لاره کې د زړه له کومې قانوني مرستې وکړي او پرېږدي چې سیاسي ګوندونه او ټولنیز غورځنګونه په خپل منځ کې ګران هیواد افغانستان ته په خدمت کولو، د ولسواک نظام، قانونیت او ملي حاکمیت په ټېنګولو او ساتلو کې سره سیالي وکړي او په دې سیالۍ کې د خدمتونو د څرنګوالي او څومره والي له مخې خپل ځانونه سره پر تله کړي او د ناوړه لارو چارو مخنیوی وکړي  .

هغه سیاسي ګوندونه چې په خپل هیواد کې ځانونه د ولسواک نظام پلوي بولي باید په عمل کې هم دموکرات وي ( کوم چې په افغانستان کې ډیر لږ دي .) همدارنګه  اساسنامه او کړنلاره یې هم باید د ولسواکۍ په اصولو ولاړه وي او ټول ګوندي مقامونه له ښکته څخه تر پورته پورې د ټاکنې له  لارې وي او د اساسنامې له حکم سره سم باید په خپل  مهال پټې او سیده ټاکنې تر سره شي تر څو په دې ډول سیاسي ګوندونه د ولسواکۍ بیلګه شي .

په افغانستان کې اوږدو جنګونو،غمیزو او بربادیو ټول خلک په تېره خو روڼاندي دومره زیات په ولسواکۍ باندې میني  او مخ مچي ته هڅولي دي چې هره ستره او کوچنۍ ډله خپرونه را باسي او ګوند جوړوي . پداسې حال کې چې ډیرې دغه ډلې له یوه بل سره د نظر یووالی لري او کولای شي چې د څو خپرونو په ځای يوه خپرونه او د څو ګوندونو په ځای یو ګوند جوړ کړي خو دا خبره په یوه بل پسې دناوړه پروپاګنډونواو نصیحت له لارې نه شي اواریدای . ددې خبرې د اوارۍ لاره عمل دی . پرېږده چې ټول په عمل کې دې نتیجې ته ورسیږي چې له ډلو، ډلبازیو او تیت پراکتوب څخه یو لاس کیدل او یووالی ګټور دی . داځکه کیدای شي چې د ګوند، ګوندي جبهې او متحدې جبهې په هکله خبرې وکړو .