څو سياسي خبري او دافغانستان رغونه - ٤٦مه ( وروستۍ برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2465
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-04-09

ليکوال ( کريم ميثاق )

 ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ

ټوپکسالار

 

 

ټوپک سالارهغه چاته ویل کیږي چې د ټوپک په زور واک چلوي اوپه نوروباندې حکمراني کوي اود ټوپک له زور پرته د نورو هېڅ ډول قانوني، بشري، ولسي، مدني اوټولنیزوحقونواوارزښتونودرناوی نه کوي .دغه قانوني او بشري ارزښتونو ته نه درناوی هغه مهال ډیر زیانمن او ظالمنه کیږي چې دغه ټوپک سالار د یوې ډلې ټوپک سالارانو په ډله پورې و تړل شي .ټوپک سالاره ډله هم هغو کسانو ته ویل کیږي چې له قانوني اجازې پرته ټوپک ساتي او کاراوي یې . څرنګه چې د قانون پرخلاف له ټوپک څخه ناوړه ګټې اخلي له دې کبله یې ټوپک سالار بولي . ښکاره ده چې دا رنګه ټوپک سالاران د خپلو ځانګړو او ډله ییزو ګټو لپاره بې  قانونه او بد اخلاقو کارونو ته لاس اچوي، هر ډول ظلم، ځناورتوب او بې عدالتي تر سره کوي او د هر رنګ بشري حقونو او انساني کرامت په وړاندې عمل کوي . لکه څنګه چې افغانستان همدا اوس د اساسي قانون، د ګوندونو قانون، د ټاکنو قانون او د نورو قوانینو په درلودلو برسیره ددغه ډول بې قانونه عملونو شاهد دی اود داسې کړو وړو له کبله یې ډیر پرمختیایې کارونه له خنډونو سره مخامخ دي او خلک یې د ټوپک سالارانو له لاسه ځورېږي .

 

په بله مانا ټوپک سالار یانې جنګ سالار. جنګ سالار یانې هغه کسان چې همېشه د جنګ طرفدار دي او غواړي چې ټولې پیچلي سیاسي او ټولنیزې ستونزې د جنګ له لارې اوارې کړي . پداسې حال کې چې د بشریت تاریخي تجربې ددغه حقیقت ښکارندوی دي چې سوله  له جنګ څخه ډیره غښتلي ده او بالاخره د  سولې ځواک د جنګ پر ځواک باندې بریالی کیږي . دا سوله ده چې هر چیرته پیچلي سیاسي او  ټولنیزې کشالې او جنجالونه اوار وي ؛نه جنګ   .

 

همدا اوس زموږ په ګران هیواد افغانستان کې دوې جبهې موجودې دي چې یوه د جنګ او بله د سولې جبهه ده. دجنګ جبهه د ډار، ځناورتوب او ځواک په ښکاره کولو سربېره د هرې ورځې په تېرېدو سره کمزوري کیږي او د سولې جبهه هره ورځ غښتلي کیږي  .

 

څرنکه کولای شو چې د جنګ او سولې جبهې سره بیلې کړو ؟  او د پېژندلو معیار یې کوم دی ؟ ددغه پوښتنې ځواب ډیر اسان او روښان دی . هغه سیاسي او ټولنیزې ډلې چې خپلې چارې اوکړه وړه په سوله ییز ډول د اساسي قانون، د ګوندونو قانون، د ټاکنو قانون، د مطبوعاتو قانون اوله نورو قوانینو سره برابرې کوي او د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو ستونزو د اوارولو لپاره د قانون لاره غوره کوي، د خلکو د ازادو رایو درناوی کوي، دسولې او ولسواکۍ په جبهه کې درېږي او پلوي یې کوي د سولې او ولسواکۍ جبهه ده  او هغه ډلې ټپلې چې د لوړو قانوني ارزښتونو پرخلاف د زور له لارې بې قانونه عمل کوي؛ دجنګ او زورواکۍ جبهه ده . یانې د پېژندګلوۍ معیار قانوني او  بې قانونه کړه وړه دي . هغه سیاسي او ټولنیزې ډلې چې خپل ټول کړه وړه یې د قانون سره برابر کړي دي او د قانون حکمونو ته غاړه ږدي د سولې په جبهه کې راځي او هغه ډلې ټپلې چې خپل کړه وړه یې د قانون سره نه دي برابر کړي ، د قانون حکمونو ته غاړه نه ږدي او د ټوپک په زور تکیه کوي د جنګ په جبهه کې راځي چې جنګ سالار او ټوپک سالار هم ورته ویلی شو .

د ګران هیواد افغانستان ملي ګټې حکم کوي چې  ټولې سیاسي او ټولنیزې ډلې او د افغانستان ټول خلک داسې د قانونیت او ولسواکۍ پرخوا وهڅول شي چې ټوپک سالار په قانون سالار بدل شي .

 

د افغانستان دخلکو تاریخي دنده ده چې د ولسواکۍ او سولې جبهه داسې پیاوړي کړي چې د نه ماتېدنې ضمانت یې وشي او دغه ضمانت د قانوني حکومت او ملي حاکمیت پر بنسټ ولاړ وي . ځکه چې له ټولو ستونزو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د قانون حاکمیت او قانوني لارې، چارې دي او بس .

 

 

 د بېنوا ويبپاڼي د خپرنيزي څانګي د همکارانو په استازيتوب ددې لړۍ له ژباړونکي، ليکوال او شاعر ښاغلي ميرزاعلم حميدي څخه د زړه له کومي مننه کوم چي د بېنوا ويبپاڼي دلوستونکو د مالوماتو ډېرولو اود هيواد د سياسي چارواو  رغوني په اړه يې پر ځان ستونزي وګاللې ، او پوره ٤٦ پرله پسې ورځي يې د بېنوا ويبپاڼي لوستونکو ته په زړه پوري مالومات  وژباړل .

دښاغلي حميدي دياد شوي سرليک ټولي ليکني په نژدې راتلونکي کي دکتاب په بڼه چاپ ته تياريږي .

د ( څوسياسي خبرې او د افغانستان رغونه ) تر سرليک لاندي کتاب په اړه مخکي له مخکي دښاغلي حميدي  ددې نېک کار ستاينه کوو ،او د زړه له کومي مبارکي ورته وايو.

درانه لوستونکي کولای شي د ښاغلي ميرزاعلم حميدي دژوندليک او چاپي اثارو لپاره داځای کښېکاږي

په درناوي