یاقوت زابلی- جلالزی
تیره ورځ د سویلي افریقا په جوهانزبرګ ښار کې د نړیوالو سیالیو د وروستي پړاو په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ډنمارک هېواد د کرکټ لوبډلې ته تاریخي ماته ورکړه.
لومړي پچه افغانستان وګټله او ډنمارک ته یې د منډو جوړولو نوبت ورکړ چې هغوی په ۵۰ اورونو کې ۲۰۳ منډې جوړې کړي او افغانستان ته یې ۲۰۴ منډې هدف وټاکه.
د افغان کرکټ لوبډلې وزونکي کبیرخان وايي چې ټاکل سوی هدف د افغان لوبغاړو له خوا په ډېره اسانۍ سره تر لاسه کړل سو او یویواځي د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو سره د ۲۰۴ منډو په جوړیدلو وتوانیدل.
پدې لوبه کې محمدشهزاد، محمدنبي او کریم صادق تر ټولو ډېرې منډې جوړي کړي.
کبیرخان وايي چې ددې لوبې په ګټلو سره د افغان لوبغاړو روحیه ډېره لوړه سوې او د راتلونکو سیالیو د ګټلو لپاره یې هیله من کړي .
باید یاده کړو چې د افغانستان کرکټ لوبډله نن هم سیا ي لري .
افغان کرکیټ باز د ډنمارک د ټیمې له ماتې وروسته