افغانستان برمودا ته هم ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 24779
یاقوت زابلی
دخبریدو نیټه : 2009-04-03

د کرکټ په هغو سیالیو کې چې د ۲۰۱۱ کال نړیوالو سیالیو ته د غوراوي په موخه اوس د سویلي افریقا په جوهانزبرګ ښار کې رواني دي نن افغانستان په پرله پسې ډول خپل دویم حریف ته ماتي ورکړه.

افغانستان نن له برمودا هیواد سره لوبه درلوده چې د پچې تر ګټلو وروسته افغانستان د منډو جوړولو لپاره پیل وکړ او په ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۳۹ منډي جوړي کړې او برمودا ته یې ۲۴۰ منډي هدف وټاکي

د منډو په جوړولو کې د پرونۍ لوبې ستوري کریم صادق چې د افغانستان د لوبډلې مرستیال کپتان هم دی ۸۳ منډي جوړي کړي همدارنګه کپتان نوروز منګل هم منډې تر اویاوو واړولې او پدې ډول دواړه ښه وځلیدل .

برمودا لوبغاړو ټاکل سوي هدف ته د رسېدلو زیاتي هڅې وکړي او یوه لوبغاړي خو یې تر ۶۸ پوري منډي جوړي کړي خو وروسته یې نور لوبغاړي ژر ژر به یو بل پسې د افغان تکړه بال انو سمیع الله شېنواری او حمید حسن له خوا وسوځول سول او  د حریفي لوبډلې لوبغاړو ته د منډو جوړولو چانس و نکړ.

پدې لوبه کې سمیع الله شینواری ۴ او حمید حسن ۳ د برمودا لوبغاړي اوټ کړل

په پای کې د ۴۹اورونو په ترڅ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو سره د برمودا لوبډله وتوانېدله چې د ۲۴۰ من و له جملې  ۱۷۸ منډې جوړي  کړي او افغانستان لوبه په ۶۳منډو وګټله

تېره ورځ افغانستان له ډنمارک څخه هم د کرکټ سیالي ګټلې وه

سبا د جمعې په ورځ افغانستان لوبه نلری او د استراحت ورځ ده  او دشنبې په ورځ ټاکل سوې چې د افغانستان لوبډله به د هالنډ له خورا قوي لوبډلې سره لوبیږي که څه هم ویل کیږی چې د هالنډ لوبډله غښتلې ده خو د افغانستان دوه سر پر سر بري به د افغان لوبغاړو روحیه لوړه کړي