زه دلوړو غرو يو ملنګ د سمندر د پای دهغې سپيني ملغلري لار په دې تورو کاڼو
کي څارم. د غټو، پراخو غرو يو آواره شپون سره ښکلې بحري ښځه د خيال په محل کي ساتم. د سختو غرو يو ياغي پښتون په
نرم زړه کي خپل لېلا ته مينه لرم.
د هسک غره په سر کي ولاړ د هوا هري مرغۍ ته هم احترام او هم رشک پر کوم. دا سېل
سېل مرغېاني څومره خوشبخته دي، وزر پر وزر د خپل يار سره د هوا لمن نېولې جوړه جوړه په ګډه و بل ملک، بل ځنکله،
بل غره، بل رود او نوي منزل ته په کډه ځي.
زه ګورم و ځان ته، هم لاس هم پښه خو ددوی په څېر پرواز نه لرم. هغه څ
ومره خوشحاله دي، زه اورم هغه څه ښايسته نغمې زمزمه کوي.د وزرو به منظمه ښورولو څه روح افزا موسيقي ترتيبوي.په
خالي آسمان کي خبل په پرواز يوه جالبه منظره جوړوي.
زه دا ټوله وينم ، زه دا ټوله اورم بيا هم د غره پر اوږه
مي سر ايښي د خوند د دې احساس څخه بېګانه يم.په سينه کي مي د مايوسۍ لښکر را غونډ سوی نو په ذهن کي مي تورو تورو
فکرو دېره ده اچولې. روح مي لېواله ووصال ته،د زړه هر آواز مي يو ديدن ته دروېزه دی دسترګو هر خواهش د يار د غيږي
تلوسه ده.
دلته څنګ ته زه يو شور اورم، يو شور، د جوش و د جنون شور. د عزم او د نيت شور.
لوړ ګورم د غره د پا
سه يو آبشار را لويږي. يوه وياله جوړوي. يو يخ احساس، يوه سپينه واوره د تودې ميني د احساس څخه ويلي کيږي. د سړو
جذباتو د حساره وځي آزاديږي روانيږي.په هره قطره کي يې مينه خوټيده . زې وينم هر يو کاڼی، هر يو بوټی هره زره يې
مخ را ګرزوي خوټوله په سر وهي د ټولو سره مبارزه کوي مخ پر وړاندي ځي.
ددې ويالې څخه به رود جوړيږي تر ځنګلو،
مېدانو،صحراوو،کلي او ښارو به تېريږي خپل و ميني ته رسيږي د سمندر غېږ يې هدف د هغه سره به يو سي وصل کيږي په غېږې
کي به يې ډوبيږي.
دا د ميني زور دی. يوې معصومي واوري ته چي سمندر بازوګان خلاص کړه دا د ليري ليري واټن څخه
ور روانه سوه.
نو زه ولي...زه ولي...
زه ولي ناست يم د سوچو و د فکرو سره؟
چي دا معصومه دا کولای سي نو زه څ
نګه نه سم کوای...
نو د غرو دا سخت، ضدي پښتون يې هم کوي.هم ملنګ يم هم پښتون ... پښتون ملنګ دا کار به سر ته
سوي...
محبوبه غېږه دي پرانېزه زه درځم!
اې آبشاره ! زه او هغه به د سمندر پر غاړه کښينو په نيمه شپه د سپوږمۍ
په رڼا کي ستا او دسمندر د وصل او د ميني نظاره به په ګډه کوو.
کوټه