اسلامي سیاست څه ته
وایې؟
د راشدينو خلفاو رضى الله عنهم سره بيعت
د ابو بكر صديق رضى الله عنه سره بيعت :
د بنو ساعده د
چوترى د ټاکنیزې غونډې راپور او د ابوبكر صديق رضى الله عنه د بيعت تفصيلات د طبري په تاريخ ، الكامل
د ابن اثير ، طبقات ابن سعد، البدايه د ابن كثير رحمة الله عليهم، کې بیان شوى دى ، چې ما د دى كتابونو پوره م
طالعه کړې ده. خود تاريخ او مغازى په كتابونو كي سهي او کمزوري دواړه ډوله روایات راغلى دى. نو
ه دى امله مى دا كوښښ وکړ چې د احاديثو د مشهورو او مستندو كتابونو روايت رانقل کړ م ، په دى هكله د صحيح بخارى
د روایاتو لنډيز په دى توګه دى .
«د بنو ساعده په چوترى کې د انصارو او مهاجرينو ترمنځ د خليفه د ټاكلو له پاره
په ډیره ازاده توګه بحث وشو، خود سیدنا عمر رضى الله عنه د پيشنهاد په اساس د مدينى خلكو [ چې په هغى
وخت کې ئې عملاٌ د ټول قوم د معتمدو او باورى نمايندګانو حيثيت درلود ] په خپله خوښه او رضا ابوبكرصديق رضى
الله عنه غوره او د هغه په لاس ئى بيعت وکړ " فبايعه الناس "
په بل ځاې کې داكلمات داسى راغلى دي: (وبايعه
المهاجرون ثم بايعه الانصار) [ مهاجرينو د سیدنا ابوبكر رضى الله تعالې عنه سره اول بيعت وکړ او بیا ور سره
انصارو بيعت وکړ ] .
دا ځانګړې بيعت و چې د مركز ټولو مسلمانانو په کې ګډون ونه شو کړې خو په دوېمه ورځ
په نبوى مسجد کې عمومى بيعت وشو او په هغى کې ټولو مسلمانانو گډون وکړ" فبايعه الناس عامه " .
د
سیدنا ابوبكرصديق رضى الله تعالې عنه سره د بيعت تفصیلات په مسند احمد رحمة الله عليه ~ منصف عبدالرزاق او
مجمع الزوائد کې هم رانقل شوى دى ، په دى كتابونو کې هم همدا خبره راغلى ده چې د مدينى انصارو او مهاج
ينو ټولو د هغه سره بيعت کړې و .
د سعد بن عباده رضى الله تعالې عنه په هكله په تاريخ طبرى کې دوه
وايتونه راغلى دى : لومړۍ دا چې هغه هم د سیدنا ابوبكر رضى الله عنه سره بيعت کړې و او دوهم
داچې هغه د خپل مرګ تروخته پورى بيعت ونه کړ .
دا روايت ډیر مشهور دى ، خو سیدنا سعد بن عباده رضى
الله عنه كوم مخالف قدم پورته نه کړ. ښکاره ده چې د غالب اكثريت درايو د اتفاق څخه وروسته د هغه چپوالي
او د بيعت نه كول كوم قانونى حيثيت نه درلود، د سیدنا على رضى الله عنه په هكله ابن حجر رحمة الله عليه د صحيح
ابن حبان په حواله د ابوسعيد خدرى رضى الله عنه روايت رانقل کړې دى چې ( ان علیا بايع ابابكر فى اول الامر) "
سیدنا على رضى الله عنه د سیدنا ابوبكر رضى الله تعالې عنه سره د ټولو لومړۍ بيعت کړې و. خو د بخارى په يوه
وايت کې راغلى دى چې د سیدنا فاطمى رضي الله عنها د وفات تروخته پورى [ پوره شپږ میاشتى ] هغه عملا او ښکاره
بيعت نه و کړې خو كوم مخالفانه اقدام ئى هم ونه کړ. كيداى شي چې د هغه لومړۍ بيعت مشهور شوى نه وى او د خلكو د
غلطو انګیرنو د لرى كولو په خاطر ئى دوباره په نبوى مسجد کې بيعت کړې وى ترڅو عام خلك هم پرى وپوهیږي
.»
د صحيح مسلم او صحيح بخارى د روايتونو لنډيز په دى توګه دى : [تر هغه وخته پورى چې سیدنا فاطمه رضى الله
عنها ژوندى وه نو خلكو به د سیدنا على رضى الله عنه ډیر فكرساته ، خود سیدنا فاطمه رضى الله عنها د وفات څخه و
وسته سیدنا على رضى الله عنه وليدل چې د خلكو توجه د هغه په لور كمیږي نوهماغه وه چې د ابوبكر رضى الله عنه سره
ئى د مصالحت او بيعت كولو پریکړه وکړه او سیدنا ابوبكر رضى الله عنه ته ئى خبر ولیږه چې ته يوازى زمونږ كورته
تشريف راوړه ، ابوبكر رضى الله عنه تشريف وروړ، د صحيح مسلم روايت دى چې سیدنا على رضى الله عنه د بنو هاشم
د قبیلي ټول خلک را ټول کړې و. په دې غونډه کې سیدنا على رضى الله تعالې عنه سوګند یاد کړ او وئى
ويل چې قسم په الله جل جلاله مونږ ستا په فضيلت پوهیږو او مونږ له تا سره څه كينه نه لرو ،تاسې په خلافت
کې مختار یاست ، حال داچې په مشوره کې مونږ هم بايد برخى درلوداى ، سیدنا ابوبكر رضى الله عنه ځواب و
کړ او وى ويل : چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلوانو سره نيك سلوك كول زه په خپلو خپلوانو مقدم شمي
م ، سیدنا على رضى الله عنه ورته وفرمايل چې زه د زوال څخه وروسته له تا سره بيعت كوم، د ماسپښين د لمانځه
وروسته لومړۍ سیدنا ابوبكر رضى الله عنه په ممبر وخوت او د سیدنا على رضى الله عنه تعريف ئى وکړ او د بيعت د
ځنډيدو چې كوم علت هغه ويلى و هغه ئى توضيح کړ [ د اهل بيت د مشورى پرته د خلافت مسئوليت په غاړه اخستل ]
بیا سیدنا على رضى الله عنه د شهادت كليمه ولوسته ، بیائى د ابوبكر صديق رضى الله عنه فضيلت بیان کړ او وئى
فرمايل چې زمونږ د مشورى پرته د خلافت پریکړه شوى وه . په دى اساس مونږ په خپل زړه کې لږ غمجن شوى غوندى
وو- د مسلم شريف په روايت کې راغلى چې بیا راپورته شو او د سیدنا ابوبكر صديق رضى الله تعالې عنه سره ئى
بيعت وکړ .]
د سیدنا ابوبكر رضى الله عنه لومړۍ وينا:
«په الله جل جلاله سوګند یادوم چې زه له تاسې څخه
غوره او بهترنه يم ، او نه د خلافت له پاره زه خپل ځان له تاسې بهتر ګڼم ، زما هیله وه چې ستاسې څخه كوم
يو دا مسئوليت په غاړه واخلي تاسو به دا اميد لرئ چې زه به د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو مطابق عمل
وکړم ~ رسول الله صلى الله عليه وسلم معصوم او پاك و او د هغه سره ملا ئکې موجودى وې ، خو زما سره
يطان هم دى چې زما د صحيح لارې څخه دبى لارې كولو كوښښ كوى په دى اساس تاسې ټول خلك به زما محاسبه كوى : (ان است
مت فاعينونى وان زغت فقومونى) [كه چيرى زه په نيغه لار روان وم نو زما سره كومك وکړې او كه چيرى زه بي لا
ې شوم نو بیا ما نيغى لارې ته راواړوئ ] . »
په يوبل روايت کې دا وينا په دى توګه رانقل شوى ده :
[اى
خلكو ! زه ستاسې خليفه جوړکړې شوى يم حال دا چې زه ستاسې څخه بهتر نه يم ، كه چيرى زه صحيح كار ونه
كړم نو زما سره كومك وکړئ او كه چيرى غلطي را څخه وشوه نو ما ته نيغه لاره وښایاست ، رښتیا ويل امانت دى او د
واغ ويل خیانت دى ، ستاسې كمزورى او ضعيفه شخص به زما په وړاندې قوى او ځواکمن وي ، ترهغه پورى چې
زه هغه ته د هغه حق ونه سپارم او ستاسې طاقت لرونکې او قوى شخص به دلته كمزورى او ضعيفه وى تر هغه پو
ى چې زه د هغه څخه د مظلوم حق وانه خلم ، هغه قوم چې د خداى په لاره کې جهاد پریږدي نو الله تعالې هغه په فقر
او ذلت اخته کوي او په كوم ملت کې چې بى حیائى وده وکړې او ډیره شي ، نو الله تعالې په هغوى غمونه
او مصيبتونه رانازلوي ، تر هغه پورى زما اطاعت كوئ ترڅو پورى چې زه د الله جل جلاله او د هغه د رسول ال
ه صلى الله عليه وسلم اطاعت كوم ، خو كله چې ما د هغو نافرمانى وکړه نو بیا په تاسو زما اطاعت واجب نه دى ،
پورته شي لمونځ وکړئ چې الله جل جلاله په تاسې خپل رحم وکړې .]
د سیدنا عمر فاروق رضى ال
ه عنه سره بيعت:
سیدنا ابوبكر صديق رضى الله تعالې عنه د خپل وفات دناروغتیا په وخت کې د سیدنا
عبدالرحمان بن عوف ، عثمان بن عفان ، سعيد بن زيد ، سيد بن حضير رضى الله عنهم او نورو مهاجرينو او انصارو رضى
الله عنهم څخه د سیدنا عمر فاروق رضى الله عنه په هكله مشوره وغوښته ، د مشورى او د دى لويو صحابه كرامو رضى ا
له عنهم دراى د معلومولو وروسته ئى سیدنا عثمان رضى الله عنه ته ويل چې د سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه په با
ه کې زما وصيت وليكه هغه یې وصیت وليكه او مهرئى پرى ولګاوه او بیا بيرون ولاړ او د خلكو [اهل حل وعقد] څ
خه ئى پوښتنه وکړه :
(اتبايعون لمن فى هذا الكتاب فقالوا نعم فاقروا بذلك ورضوا وبايعوا)
[ ایا تاسې د هغه
شخص سره بيعت كوئ چې نوم ئى په دى خط کې لیکلي دى ؟ ټولو وويل هو - هغه و چې ټولو د سیدنا ابوبكر رضى الله عنه
وړاندیز ومانه ، راضى او مطمئن شول او د سیدنا عمر رضى الله تعالې عنه سره ئى بيعت وکړ ] .
ابن جرير رحمة
الله عليه او ابن الاثیر رحمة الله عليه د ابوالتفسيرڅخه رانقل کړې دى چې سیدنا ابوبكر رضى الله عنه د خپل ځاې
څخه ښكته شو او په خپله ئى د خلكو څخه وپوښتل چې :
(اتر ضون بمن استخلف عليكم )
[ ایا تاسې په هغه چاراضى یاست
چې زه ئى خپل خليفه ګرځوم ] ، په الله زما سوګند چې ما په دى هكله په خپل غور او فكرکې څه كمي نه ده کړې او خپل
كوم خپلوان مې نه ، بلكه عمرفاروق رضي الله عنه مى خليفه ټاكلى دى ، خلكو وويل : ( سمعنا واطعنا)
[ م
ونږ يى اورو او اطاعت ئى كوو ] .
ابوبكر صديق رضى الله عنه د خپل وصيت ليك د ليكلو ترمخه د مهاجرينو او انصارو
رضى الله عنهم د ممتازو او باورى نماينده ګانو راى لاس ته راوړې وى ، او بیائى د هغوى د راى مطابق وصيت ليك و
يكه ~ او د مدينى د عامو خلكو څخه ئې پوښتنه وکړه،او خلكو په خپلى ازاّدى خوښى سره د سیدنا عمر رضى الله عنه س
ه بيعت وکړ او وروسته له هغى د فاروق خلافت ته قانونى حيثيت ور په برخه شو، د ابوبكر صديق رضى الله عنه
وصيت په اصل کې يووړانديز و چې هغه خلكو مسترد كولائى هم شو . خو مسلمانانو هغه قبول کړ .
ابن ا
اثير مجدالدين جزرى رحمة الله عليه چې606 په هجرى قمرى كال کې مړ شوى په جامع الاصول فى احاديث الرسول کې يو
بل روايت رانقل کړې دى چې وايى : د ابوبكر رضى الله تعالې عنه د تدفين څخه وروسته سیدنا عمر رضى الله عنه خلكو ته
وويل چې زه تاسې ته د خپل ځان په هكله داسى كومه خبره نه شم كولاې چې تاسوته د پخوا څخه معلومه نه وى زه يوازى
عمر يم او په تاسې د حكومت كولو هيڅ حرص نه لرم. خو دا امانت دكوم نا اهل په غیږ کې هم نه شم وراچولى. خو
هغه څوك چې د مسلمانانو د قوت باعث وى هغه د دى منصب ډیر حق داره دى .
تاسې بیا هم غور وکړئ او
كوم بل كس ددى كار له پاره وټاکئ خو خلكو دوهم ځل بیا همدى غوره کړ .
د سیدنا عمر فاروق رضى الله عنه
ومړۍ وينا :
[د عربو مثال لكه د پيزاون تړلي اوښ په څیر دى چې د خپل قا ئد او مشر پسى وروسته روان وى نو مش
ته ئى غور كول په كار دى چې هغه دوى چيرته وړي ؟ پاتى شوم زه ، د كعبى په رب مى دى سوګند وى چې زه به دا خ
ك په نيغه لاره روان کړ م . ]
ابن سعد رحمة الله عليه د ابوبكر رضى الله تعالې عنه د تدفين څخه وروسته په
همغه ځاې کې د شوى وينا متن داسى رانقلوى : [د حمد اوثنا وروسته زه ستاسې له پاره ازمیښت يم ،او تاسې زما
ه پاره ازمیښت یاست . زه دتيرو دوو ملګرو د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم او ابوبكر رضى الله
عنه نه وروسته خليفه شوى يم - هغه خلك چې د مركز څخه لرى دى زه په هغوى پوه ، دیانت لرونکي او قوى اميران
ټاكم ، هغه څوك چې نيکې كوي مونږ د هغوى سره احسان كوو او هغه خلك چې د جرائمو ارتكاب وکړي هغو ته به
سزا وركوم.
الله جل جلاله دى ما ته او تاسې ټولو ته بښنه و کړي .]
د سیدنا عثمان رضى الله عنه سره
بيعت :
د زخمى كيدو وروسته سیدنا عمر فاروق رضى الله تعالې عنه وويل : [زما په نظر د هغو شپږو كسانو څخه ډیربل
هيڅوك اهل او موزون نه شته ، د چا څخه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د وفات ترنيټى پورى خوشحاله و
يعنى سیدنا عمر، سیدنا عثمان ، سیدنا زبير، سیدنا طلحه، سیدنا سعد او سیدنا عبدالرحمن رضى الله عنهم.
په مشوره کې زما زوى عبدالله هم شريكولاې شي خو هغه په خلافت کې هيڅ حق نلرى [ ترڅو چې د دى په اساس خلافت م
وروثى ونه ګرځي]. كه چيرى سعد بن ابى قاص رضى الله عنه ته خلافت ورپه لاس شي نو ډیره به ښه وى او كه نه نو بل
هرڅوك چې خليفه شونوورته په كاردى چې د هغه كومك ترلاسه کړې...د دى نه وروسته ئى راتلونکې خليفه ته د مهاج
ينو او انصارو رضى الله تعالې عنهم ، كليوالو خلكو او غير مسلمانو ډلو سره د ښه سلوك وصيت وکړ. دغه شپږ
كنى انتخابى هيئت د خليفه د وړانديز اختیار عبدالرحمن بن عوف رضى الله تعالې عنه ته ور په غاړه کړ [ هغه ئى
د ټاکنو ناظم وټاكه ] هغه د مدينى د خلكو سره اوږ دى مشورى وکړې . د بخارى شريف په كتاب الاحكام کې راغلى دى چې
خلك تردرى ورځو پورى د عبدالرحمن رضى الله تعالې عنه كورته د خپلو رايو د ښکاره كولو په خاطر راتلل، د راى
اخستو او را ټولولو وروسته د سیدنا عثمان او سیدنا على رضى الله تعالې عنهم د د واړو څخه د قراّن او سنتو د
تابعدارۍ وعده واخسته او وى ويل چې د مدينى وګړي عثمان رضى الله عنه خوښوى ~ نو په دى خاطر د هغه سره
بيعت وکړئ ، هماغه و چې سیدنا على رضى الله عنه او د مدينى ټولو خلكو د هغه سره بيعت وکړ " فبايعه على رضى
الله عنه وولج اهل الدار فبايعوه " .]
د صحيح بخارى په كتاب الاحكام کې د سیدنا عبدالرحمن رضى الله
عنه وينا را نقل شوى ده : (فلم ارهم يعدلوا بعثمان رضى الله عنه ... فبايعه عبدالرحمن بن عوف رضى الله عنه
و بايعه الناس و المهاجرون و الانصار و امراء الاخبار و المسلمون)
[ ما وليدل چې خلك د سیدنا عثمان
ضى الله عنه سره هيڅوك نه برابروى او د خلافت له پاره د هغه څخه زیات اهل بل څوك نه ګڼي ...عبدالرحمان بن عوف
(رض) د سیدنا عثمان رضى الله عنه سره بيعت وکړ عامو خلكو او مهاجرينو رضى الله عنهم ورسره بيعت وکړ او عسك
ى مشرانو [ چې په هغى وخت کې د حج د پاره راغلي وو ] هم ورسره بيعت وکړ .
د سیدنا عثمان
رضي الله عنه لومړۍ وينا :
د حمد او ثنا څخه وروسته ، [په ما د خلافت بار اچول شوى دى او ما دا بار پورته
کړې دى، زه د سنتو پيروى كوونکې يم او د بدعاتو د منځه وړونکې يم ښه پوه شئ چې د قراّن او سنتو د پيروى څخه وروسته
زه د درى اصولو پابند يم :
لومړۍ دا چې د ابوبكر صديق رضى الله عنه او عمر فاروق رضى الله عنه پيروى به كوم او د
هغوى د پريکړې پابند به يم په دى شرط چې تاسې پرى اتفاق کړې وي .
دوهم دا چې په كومه موضوع کې چې ستاسې د اجتماعى م
شورى په اساس كومه پریکړه و نه شي نو د هغى د پاره به زه د ښه او نيكو خلكو سنت اختیار وم .
دريم دا چې زه به په
تاسې لاس پورته نه کړ م مګر هغه سزا چې تاسې ئې وړ وګرځئ .
ښه پوه شي ! چې دا دينا د خلكو له پاره ښايسته او غوره
جوړه کړل شوى ده تاسې د دى په لور مه ښكته کیږي او نه پرى اعتماد وکړئ ځکه دا د اعتماد وړ شي نه دى .
پوه شي ! چې
دا دينا تاسې نه پریږدي تر هغو چې تاسې ئې په خپله پرى نه ږدئ .]
د على بن ابى طالب رضى الله عنه سره بيعت
:
د سیدنا عثمان رضي الله عنه د شهادت څخه وروسته د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو د سیدنا على
رضي الله عنه څخه وغوښتل چې د خلافت مسئوليت په غاړه واخلي ، هغه وويل چې ما ته د وزير په حيث پاته كيدل ډیر غو
ه دى ، خلكو ورته وويل چې مونږ ستا سره بيعت كوو ، په دى خبره سیدنا على رضي الله عنه ورته وفرمايل چې زما س
ه بيعت به په جومات کې وى او په پټه به نه وى او د مسلمانانو د ازاّدى راى پرته به مكمل نه شي، كله چې هغه جومات
ته تشريف يوړ نو مهاجرينو او انصارورضي الله عنهم او عامو خلكو په اتفاق سره ورسره بيعت وکړ .
د على
بن ابى طالب رضى الله عنه لومړۍ وينا :
[الله جل جلاله د هدايت او لارښوونى كتاب رانازل کړې چې په هغه کې ئې نيکې
او بدۍ بیان کړيدي. نيك كارونه كوئ او له بدو كارونو ځان وژغورئ او د فرائضو پابندى كوئ، الله جل ج
اله د څو شیانو حرمت بیان کړې دى چې نامعلوم نه دى خو هغه په ټولو حرمتونو د مسلمان حرمت بیان کړې دى چې نامعلوم
نه دى. همدا راز هغه په ټولو حرمتونو د مسلمان حرمت ته فضليت ورکړې دى او مسلمانانو ته ئې د اخلاص او يووالي
په اساس قوت وربخښلى دى. مسلمان هغه دي چې د هغه د ژبى او د لاس د ضرر څخه خلك خوندي وي . د حق پرته كوم
مسلمان ته تكليف وركول روا نه دي , پرته دهغه سزا څخه چې هغه ته يى وركول واجب وي ، څه خلك له تاسې څخه مخته
ولاړل او مرګ ستاسي پسي هم روان دي. خپل بارونه كم کړئ ، دا په دى خاطر چې مخکې تلوونکې د وروسته رات
ونکو انتظار كوي، د خداى بندګانو،د خداى نه ویریږئ ، د هغى د بندګانو د حق تلفۍ په اړه به له تاسې څخه
پوښتنه وشي حتى چې د ځناورو په هكله به هم له تاسې څخه پوښتنه وشي ،د خداى اطاعت وکړئ او د هغه د نافرمانى څ
خه ځان وژغورئ- نيکې او خير چې هر چيرته وى هغه تر لاسه کړئ،او بدى چې په هر ځاې کې ګورئ، دهغه نه لرى والې و
کړئ ، هغه وخت رایاد کړئ چې تاسې ډیر لږ وئ او په ځمكه کې كمزوري ګڼل كيدلئ .]
د خلفائى راشدينو
ضى الله عنهم د بيعت په هكله د دى مستندو حوالو څخه دا ثابيتیږي چې د هغوى انتخاب خو د عمومى ټاکنو له لارې نه
و شوى خود مسلمانانو د اهل حل و عقد يعنى د ملت د نمايندګانو لخوا په اصولى توګه شوى و ، او همدا لاره ډیره غو
ه ده چې د حكومت مشر د ملت د نمايندګانو لخوا انتخاب شي، خود ملت نمايندګان بايد د ملت معتمدين اوباو
ى وګړي وي ترڅو د هغوى پریکړه د ملت پریکړه وګڼل شي .
د ولى عهد ټاكل
فقهاؤ او سیاست پوهانو د خليفه
دټاكلو يوه لاره دا هم ښوولى ده چې مخكينى خليفه څوك خپل ولى عهد او خليفه وټاکې . ابن خلدون ، ماوردى رحمة الله
عليهما او ځیني نورو پوهانو همدا ټاكل كافى ګڼلي دي، البته د ماوردى رحمة الله په نظر خليفه خپل پلار یا
زوى ولى عهد نه شي ټاكلى .
قاضى ابو يعلى رحمة الله عليه يوازى ولى عهدى او ټاكل كافى نه ګڼي بلكه د اهل حل
و عقد بيعت كول ورسره اړین ګڼي: (لان الا مامه لا تنعقد للمعهود له بنفس العهد وانما تنعقد بعهد المسلم
ين.... ان امامه المعهود اليه تنعقد بعد موته با اختیار اهل الوقت )
[ د ولى عهد حكومت يوازى د پخوانى خليفه
د عهد او وصيت په اساس نه جوړیږي بلكه د مسلمانانو د عهد او اطاعت او د وخت د اهل حل عقد د انتخاب او
خوښى په اساس جوړیږي .
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمة الله هم ويلى دى چې :
[ د بيعت پرته يواځي ولى عهدى كافى نه
ده ] .
په قرانكريم او د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په احاديثو کې د شورائيت اصول ذكر شوى دى
چې په هغى کې د ولى عهد او نومولو طريقه نه ده ښوول شوى ، موسى عليه السلام د طور غره ته د تللو په وخت کې
سیدنا هارون عليه السلام خپل نائب مقرر کړې و او همدا راز كله به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په سفر
تللو ، نو كوم صحابى به ئى په مدينه کې خپل نائب او سرپرست ټاكه ، خو هغه د بحث لاندې [ ولى عهدى ] د م
وضوع سره كوم اړيکې نه لري ،د دى نه يواځي دا را په ډاګه کیږي چې خليفه د خپلى غير حاضرۍ په وخت کې يو څ
وك د قايم مقام امير یا نائب امير په حيث ټاكلى شي .
كه څه هم رسول الله صلى الله عليه وسلم د ابوبكر رضى الله
عنه له پاره د وصيت ليك د ليكلو اراده کړې وه خو بیا ئي دا اراده پريښوده، تر څو د شورى په واسطه د خليفه د
ټاكلو اصل په ځاې پاتى شي، ابوبكر رضى الله عنه چې د سیدنا عمر رضى الله عنه په هكله كوم وصيت کړې و - نو هغه
يوازى پيشنهادى شكل درلود خو كله چې د مدينى خلكو هغه قبول کړ او د هغه په لاس ئى بيعت وکړ نو وروسته له هغى
د سیدنا عمر رضى الله عنه خلافت جوړ شو .
ابن تیميه رحمة الله فرمائى چې: ( انما صار اماما لما با يعوه )
[
سیدنا عمر رضى الله عنه هغه وخت عملاً خليفه شو چې صحابو رضى الله عنهم ور سره بيعت وکړ .]
تغلب یا په زو
په حكومت ولکه کول :
د اسلام فقهاو د حكومت د جوړيدو يو ډول دا هم بیان کړيدى ، چې كه څوك د زور
ه لارې په حكومت قبضه وکړې او خپل حكومت جوړ کړې نو د هغى احكام نافذ يدى شي په دى شرط چې د شريعت مطابق وي.
ځیني خلك ددى فقهى مسئلى څخه غلط مقصد اخلى- حال داچې دفقهاو مقصد دادى چې كه څه هم د قبضه كونکې دا قبضه شرعا
ناروا كاردى . خو كله چې هغه عملا خپله پنجه كلكه کړي نو په هغه وخت کې كه د هغه حكومت په رسميت ونه پيژندل شي،
نو كورنۍ شخړى ، فتنه او فساد به جوړشي او په ملت کې به ګډوډي را پيدا شي، او دا كارونه د قبضى [ غلبې] په مقابل
کې ډیره خرابى منځ ته راوړې " الضرورات تبيح المحظورات» [ د مجبورۍ په وخت کې ځیني ممنوع شیان د ضرورت په
اندازه روا کیږي ] .
( سد باب الذريعه ) [ د فساد او خرابى دروازه بندول اړین دى] ، او( اختیار اهون البليتين) [ د
دوه بلاګانو څخه كوچنى بلا اختیار يداى شي ] ،د شرعي قواعدو په اساس د ضرورت د قانون لاندې د متغلب او
غاصب حكومت به د مجبوريت په اساس منل کیږي - د فقهاو مقصد هیڅکله هم دا نه دى چې ګویا د متغلب حكومت
وا او په حق جوړ شوى حكومت وى ، د هغوى په آند دايو بالفعل(De jure )او عملى حكومت( De facto )خودى مګر په ح
(Legal ) نه دى. همدا علت دى چې هر چيرته چې د فقهاو په كتابونو کې دا موضوع یاده شوى ده نو ورسره د " للضروره "
یا د " خوفاَ من قهره و جبرو ته " ... كلماتو ذكر شوى دى د هغوى څخه په ډاګه دا څرګندیږي چې د زور او غلبى حكومت كوم
نيك كار نه دى خو يوازى د ضرورت او مجبورىت په اساس منل کیږي .
مشهور حنفى فقيه فخرالدين حسن بن منصوراو
زجندى چې په قاضى خان مشهور دى او په 592 هجرى قمرى كال کې وفات شوى ليکې چې: (قال علماء نا رحهم الله السلطان
يصيرسلطانا بامرين بالمبايعه معهم و تعتبر فى المبايعه مبايعه اشرافهم و اعیانهم و الثانى ان ينفذ حكمه فى
عيته خوفا من قهر و غلبته)
[ زموږ علماؤ ويلى دى چې د يو حاكم حكمرانى له دوه لارو جوړیږي، يو ډول
دا چې د ملت شريف او معتمد خلك ور سره بيعت وکړي یعنې [ د ملت د نمايندګانو] بيعت تر لاسه کړي، او بل دا چې
عملا د هغه حكم د هغه د قهر، غلبى او ويرى په اساس جارى شوى وى ] .
د امام قاضى خان د دى وينا څخه څرګنده
شوه چې د حكومت جوړيدو صحيح او درسته او قانونى لاره خو داده چې د اسلامي امت پوه او شريف خلك يعنى د ملت نم
ايندګان يو څوك منتخب کړې، او بيعت ورسره وکړې خو كه چا په زور په حكومت قبضه وکړه او د هغه احكام عملا په رعيت
کې جارى شول ، نو دا يوازى په دى خاطر حكمران دى چې د ده قهر ، جبر، ظلم او ويره په ولس حاکمه ده او
هغه عملاٌ غالب شوى دى ،دا په دى خاطر چې دا كومه روا او قانونى لاره نه ده، قانوناَ خودا غاصب او په زور مسلط
شوى دى ، اوداسى حاكم ته رسول اكرم صلى الله عليه وسلم لعنتى ويلى دى - په قران او احاديثو کې د شورائيت حكم
راغلى دى. د تغلب او په زور د حكومت واګۍ په لاس کې داخستو حكم نه دى راغلى .
په در مختار کې دى " و تصح سلطه
متغلب للضروره "
[په زور لاس ته راوړې حكومت د ضرورت په اساس صحيح ګڼل كیږي. ]
ابن عابدين شامى رح
مة الله عليه په دى هكله په خپله حاشيه کې لیکلي [كه څوك د خليفه كيدو په شرائطو او اوصافو برابر هم وى خو د
اهل حل و عقد د بيعت نه پرته په حكومت قبضه وکړې نو د هغه حكومت به د ضرورت او مجبوريت په اساس صحيح وګڼل
ي، او كه نه نو صحيح لاره خوداده چې خليفه بايد د اهل حل و عقد له طرفه ټاكل شوى وى. او د ضرورت څخه مقصد د
فتنى او كورنىو شخړو مخه نيول دى .]
حنفى فقهاو رحمة الله په دى نظر دى چې كه چيرى دا متغلب ظالم او
فاسق وى نو د توان په اندازه د هغه څخه سر كشي كول او د قوت په زور د هغه حكومت ړنګول روادى ، او مسلمانانو ته د
داسى حكومت په خلاف د وسله وال مقاومت پیلول او دهغه د ځواک په وړاندې ودريدل اړین دي . د ظالم
حاكم سره مرسته كول هیڅکله هم روا نه دى .
په فقه کې د باغیانو تعريف داسى شوى دى :
(
الخارجون على الامام الحق بغير الحق)
[ باغیان هغه څوك دى چې د يو برحق او عادل حاكم په خلاف يى په نا ح
قه او ناروا پاڅون او خروج کړې وي .
پاته په یویشتمه برخه کې ولولئ......