بیا به وایي چې يو ځل خو دې ما ته ويلي وای،
ها دا دی درته وایم يې
زما
ساه او روح ته یې، زما د هر قدم شعور ته يې، زما سرور ته يې،
زما د سترګو تور ته یې ، زما د زړه زور ته یې،
زما
زغم ته یې، زما صنم ته یې،
زما پرهر ته یې، زه کمزوری او زورور ته یې،
زما د ستړي ژوند ارام ته يې،
زما د نيګړو ارمانونو ارمان ته يې، زما په سر باندې سیوری د اسمان ته يې،
ها زما جانان ته یې،
اې لیونیه څوم
ه دې ناوخت کړی دی ،
هغه خو ........................................................
خو زما هم
........................................................................
بس اوس هيڅ ................................................
ښه نو څه
..............................................................؟
هغه وکړه څه چې دې اراده وي،
زما اراده
..............................................؟
ها ستا اراده ...........................
کله چې دا هر څه له منځه لاړ شي،
نو بيا څه؟
زه
هم .....................................................................
ګران افغانستان