د هوډ مجلې پرله پسې شلمه او يوويشتمه ګڼه پر يوه ځاى په ښکلې
قطع او صحافت په (١٠٣) مخونو کي په دې وروستيو روځو کي چاپ سوه. دغه مجله په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا د علمي
او کلتوري مرکز له خوا خپرېدونکې درې مياشتنۍ خپرونه ده، چي له څو کلونو راهيسي په کندهار کي خپرېږي او ډېر
وستوال او مينه وال لري.
د هوډ دغه ګڼه د ښاغلي
سيدنادرشاه زغم په مديريت او د ښاغلي احمدشاکر حبيبي په مرستيالۍ له چاپه راوتلې او په مذهبي، تاريخي، ادبي،
علمي، داستاني، شعري، صحي او نورو ساحو کي ډېر په زړه پوري مضامين پکښي نشر سوي دي.
د يادوني وړ
ده، چي د لوى احمدشاه بابا علمي او کلتوري مرکز پر ادبي او ژورناليستيکو خدمتونو سربېره د کندهار په کچه ډېري
تعليمي هلي ځلي هم کړي دي، چي د دې سيمي ډېرى ځوانان د دغه علمي او تعليمي مرکز په برکت د پوهي خاوندان سوي
دي.