په پكتيكا كې يوې نادولتي راډيو په كار پيل وكړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2497

دخبریدو نیټه : 2005-04-04

په دې وروستيو كې د لومړي ځل لپاره په پكتيكا كې د ښځو چارو رياست جوړ شو. دغه راز د نورو فرهنګي او ادبي ټولنو تر څنګ، پكتيكا مدني او پرمختيايي ټولنه جوړه شوه، چې په دې وروستيو كې له عدليې وزارت سره ثبت شوې ده. دې ټولنې وكړاى شول چې د په دې ولايت كې د (ولس غږ) په نامه يوه نادولتي راډيو فعاله كړي، چې مالي مرسته يې انټرنيوز او اپيپ (د افغانستان لپاره د لومړنيو زده كړو پروګرام) ورسره كړې ده او د FM په څپو كې به خپرونې كوي.
پكتيكا مدني او پرمختيايي ټولنې سرپرست محمد حليم فدايي بېنوا ته په يوه مركه كې وويل: ”اصلاً د دې راډيو موخه دا ده چې نړيوالو او خپل ولس ته د دې ولايت رښتينى انځور وړاندې كړو او د خپل ولس په ملاتړ خبرې وكړو او بالاخره د ولسي چارواكو او موسساتو ترمنځ واټن ختم او مينه په كې قوي كړو، موږ د پكتيكا او افغان ولس د ملي ديني سياستونو خلاف خبرې ختموو، غواړو چې په خپل هېواد كې ملي يووالى تقويه كړو او د پوهنې په ډګر كې نه ستړي كېدونكي خدمتونه ترسره كړو“.
ټاكل شوې ده چې دا راډيو د سه شنبه په ورځ په رسمي ډول پرانيستل شي، په راډيو كې پنځه كسان كا ركوي، چې د انټرنيوز له خوا روزل شوي دي.
فدايي د نورو تر څنګ د دې ولايت د والي حاجي محمد ګلاب منګل د همكارۍ يادونه هم وكړه، چې د دوى ډېر لاسنيوى يې كړى دى