د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله آلمان ته روانه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25235

دخبریدو نیټه : 2009-04-21

میرویس جلالزی

د افغانستان د نجونو د فوټبال غوره لوبډله له کابل څخه د آلمان هیواد په لور وخوځیده.
د ملي المپیک د کمیټې د سنیو مشر عارف پیمان وایې چې دغه ۲۱ کسیزه ډله به په آلمان کې د هغه هیواد د نجونو د فوټبال له بیلا بیلو ډلو س ه سیالې وکړي.
که څه هم د طالبانو د حکومت پر  مهال نجونو ته د ورزش حق نه ورکول کیده خو اوس افغان نجوني هڅه کوي چې نړیوالو ته خپله وړتیا ور وښیې.
ښاغلي پیمان وویل چې د دغه  ټیم  ټول لګښت د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي.