ددې لیکني لومړئ برخه دلته ولولئ
په لسمه ماده کې برتانيا ژمنه کړې چې يعقوب خان او د ده "اخ
افو" ته به د کال شپږ لکه کلدارې "سبسايډي" ورکوي. خيبر او مېچنۍ ځکه انګرېزانو "پخپل لاس کې" ساتل غوښتل چې هلته د
"روسي ګواښ" پرضد مخکېنۍ پوځي اډې جوړې کړي. د پېښور له مرکز څخه خيبر ته يوستوى سرک او د ګاډي يوستوې پټلۍ يواځې
هغه سيمې وې چې پرې پرنګي ولکه لرله او اپريدو او ورکزيو ته يې پرې د تېرېدو حق ورکاوه.
دا خبره، لږ تر لږه ما ليکوال ته، جوته نه ده، او خورا د غور وړ ده په هکله يې جدي پلټنه وشي چې افغانستان ته د هغو سيمو ماليه، چې د گندمک تر تړون لاندې پرنګي ته ګومارل [په کرايه ورکړل] شوې وې، تر کومې نېټې پورې ورکړ شوې او رسېدلې وه.
پدې توګه، که څه هم نوموړى تړون د کيوناري په وينو کې ډوب شو، خو د هغه پر اساس افغانستان له بشپړې سياسي خپلواکۍ او ملي حاکميت څخه بې برخې، او له راتلونکو افغان "اميرانو" سره د اړيکو بنسټ وګرځېد. پر يعقوب خان د برچې پر زور تپل شوى همدا تړون و چې له قانوني پلوه بايد ارزول شوى او وارزول شي. د "ډيورند لاين" او ورپسې د يعقوب خان پر نورو اخلافو د تحميل شويو تړونونو بنسټ يواځې همدا و. له امير عبدالرحمن خان سره پدې هکله د پوهاوي په ترڅ کې ـ که ترې څلور کاله وروسته په ١٨٩٧ کال د هانګانګ په اړه ـ يواځې د هغه د اتبار، سل کلنه زماني موده، په شفاهي توګه ورزياته شوې وه. کله چې افغانان پدې هکله د پرنګي له خوا د افواهاتو خپرولو له لارې خبر شول، له وزيرستان څ خه يوه پلاوي په وازه خوا کې د پکتيا له والي سره اړېکي ونيول. والي ته د استولي يوه ليک په ترڅ کې يې وليکل چې: "د انګرېزانو ځنې پلويان وايي چې امير [عبدالرحمن]، د ډيورنډ په غوښتنه د واڼه [ونه] خاوره پرنګيانو ته ورکړې ده. که دا خبره رښتيا وي، د وزيرو خلک به نوموړي دولت ته اطاعت ونکړي او له سردار [والي ګل محمد خان] څخه غواړي چې د دې خبرې د واقعيت او ناواقعيت په اړه موږ خبر کاندي تر څو موږ وکولاى شو خپله لار پخپله وټاکو."
په ځواب کې يې د پکتيا والي ليکي: "تر دې دمه [امير] دوى ته د پولو او وېش د ټاکلو په اړه څه نه دي ويلي. که چېرې د دولتونو تر منځ د پولو ټاکلو په هکله کومه موافقه شوې وي، نو انګرېزي دولت واکمنان به د امير په خپل ځانګړي ليک او د شرافت په اختصاصي مُهر شوى د پرېکړې دا سند په لاس کې ولري. له دې پرته د هغوى پر خبرو اتبار مه کوئ او رښتيا يې مه بلي."
داسې مهر او امضا شوى لاسوند لا تر اوسه نه دى موندل شوى.
د پرنګي او امير عبدالرحمن ترمنځ د يوه بل د اغفال کولو پر لوبه د تاج التوارخ پاڼې ډکې دي. نو له دې کبله له گندمک څخه وروسته پر نورو "اميرانو" د نورو تپل شويو فردي لاسوندونو د "مشروعيت او نامشروعيت" په اړه د بحث او مشاجرې کولو بهير بېځايه، بېپايلې او کوم منطق او مفهوم نه لري. هغه يواځې پر اصلي موضوع د سيوري غورځولو، د اذهانو مغشوشولو او اغفال پر موخه رامخ ته کړل شوى و.
***
د نړيوالې دويمې جګړې په پاى کې له اقتصادي او پوځي پلوه کمځواکه شوې برتانيا نور نه شوه کولاى چې پر خپلو کالونيو مخامخ حکومت وکړاى شي، نو د داسې وضع د جوړولو په لټه کې وه چې په سيمه کې خپل شتون ته په نامخامخ توګه دوام ورکړي. پر همدې بنا له هند څخه د وتلو له مخه يې ـ په سيمه کې د "خپل نامخامخ نفوذ او ګټو ساتلو" په خاطر ـ شاته داسې پرابلمونه پرېيښودل چې د اوږدې راتلونکې لپاره د سيمې اولسونه د يوه بل په ګرېوان کې لوېدلي وساتي، او د پرنګي له لمنې نيولو پرته يې ژوندي پاتې کېدل ګران وي. هماغه وو چې په ١٩٤٧ کال کې يې هند ـ د م سلمانانو، هندوانو او نورو هندي توکمونو د غوښتنو او ګټو پرخلاف ـ د "پاک او ناپاک" پر نامه ـ ووېشه او په صدي توګه يې د پر خپل لاس زېږولې کرکې او پارولو مذهبي احساساتو د لمبو په منځ، او مليونونو وګړيو د وينو پر سر د يوه نوي خو کمځواکه او کاواکه "مصنوعي هيواد"، پاکستان، خښته کېښودله. دا خښته پر داسې وينو او کرکه اېښودلى شوه چې د "پاک" پنجابي او "ناپاک" هندي ترمنځ د بيا روغې جوړې شونتيا يې ناشونى کړې وه.
او له بلې خوا د دې پ ځاى چې افغانانو ته د يوه شمېر ستراتېژيکي کوتلونو شاته پرته خپله تاريخي خاوره، چې پرنګيانو ته د "ګندمک تړون" پر بنا ـ د روسانو په مقابل کې د پوځي دفاعي کرښې پر موخو ـ په کرايه ورکړل شوې وه، بېر ته وسپاري، هغه يې پر پاکستان تپلو پرنګي- ذهنه راجه-جرنيلانو او بيروکراسۍ ته وسپارله. دې کار په سيمه کې د تلپاتو ستونزو زړي و يندل او له هماغه دمه، د افغانستان د خاورې د هضمولو پر تکل، نوي جوړ شوي پاکستان، د برتانيا او امريکا له خوا د جوړ شويو بغداد سيتو، سينتو پوځي بلاکونو په لمن کې، د افغانانو د تباهۍ بډې وهلې وې.
که څه هم چې، د ځينو پر اند، د يوه ځانګړي اسلامي هيواد، پاکستان، د جوړولو په پايله کې مسلمانانو خپل حقوق تر لاسه کړي وو، خو واقعيت داسې نه و. د پرنګي له خوا مسلمانانو ته د ښېګړې رسول به له "پيشو څخه د خداى د رضا لپاره د موږک نيولو" هيله کول واى. او تجربې هم ثابته کړې وه چې پاکستان د پرنګي دايي پر لاس په پردۍ زانګو کې د زېږېدو له نېټې څخه له بېلابېلو سترو او مرګونو ننګونو او ستونزو سره لاس و ګرېوان و چې پرنګي ورته شاته پرېښودلي وو.
فرېزر- ټايټلر، چې تر دېرش کاله ډېره موده يې زموږ په سيمه کې د بدلونونو په پلي کولو او پنځولو کې مخامخ برخه لرله ـ او کتاب يې د هند له وېش څخه يواځې درۍ کاله وروسته، په ١٩٥٠ کال، خپور شوى، تر ډېرې کچې پورې له هند څخه د وتو په زم انه کې د برتانيا د پالېسۍ ښکارندوى دى ـ د افغانستان او پاکستان په اړه په جوتو ټکيو کې ليکي چې: "افغانستان د يوه مهال يوې سترې امپراتورۍ منځزړى او ميراتخور دى؛ هغه د سترو غرونو د ځنځير کور دى، چې د فطرت پر لاس ډيزاين، او هند ته د راتلو پر وړاندې ډال [سپر] دى ... پښتانه توکمونه، چې د افغان ملت د يوې برخې حاکميت ور په غاړه دى، له خپلو غرنيو خنډونو څخه اوښتي او په هوارو کې خواره دي، نو د پاکستان په خورا پراخو پرتو سيمو کې داسې وګړي [پښتانه] مېشت دي چې هغوى ... کراچۍ ته نه، بلکې کابل ته وفادار دي. په دې موجوده حالت کې، د ډيورند لاين د مصنوعي پولې شا ته پروت افغانستان له توکميز، اقتصادي او جغرافيايي پلوه يو نابشپړه هيواد دى. او د پاکستان په اړه دا مهال ستونزمنه ده چې څه وويل شي. هغه د هند له بېلابېلو برخو څخه، چې په کامله توګه پکې بېلابېلو وګړو ژوند کاوه، په تلوار پرېکړ شوى دى. او په موجوده حالت کې، ښايي دا يواځنى خورا عجيب او غريب هيواد وي چې [د تاريخ] په بهير کې منځ ته راغلى... له يوه بل سره، په نږدې يووالي سوله او نيکمرغۍ کې به، دا دواړه دولتونه وکولاى شي د اس امي هيوادونو په اوږده ليکه کې، چې د پامير او باسفورس ترمنځ پراته دي، د يوه ختيځ پياوړي سنګر په توګه د يادونې وړ نخچ ولوبوي. خو که هغوى سره يو موټى نه شي، که ويشلي او د سياسي او اقتصادي اختلافونو له کبله؛ د ملي توپي ونو له کبله او د ډيورند لاين د بې ماناتوبونو له کبله له يوه بله شلېدلي وي، نو په هغه حالت کې به دوى د انقلاب په ګټه داسې شرايط برابر کړي وي چې کمونيزم ته فُرصت پر لاس ورکوي."[17]
ټايټلر واقعاً د هغو ستونزو بنسټيز لاملونه، چې د برتانوي هند او افغانستان او بيا وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکيچونو، ناراميو او نااتباريو بنسټ جوړاوه، په ښه توګه ـ که څه هم زړه-نازړه او له شک پنځولو سره يوځاى ـ رڼا کړي او د حل لارې سلا يې هم شاته پرېيښې وه. خو ور پسې بيا ـ د برتانيا له پاليسۍ سره سم ـ د دې پرځاى چې په عملي توګه د دواړو هيوادونو ترمنځ ددې کرغېړنې ستونزې د حل پر لور هڅه وکړي، په نوي زېږولي پاکستان کې خپلو نازولو جرنيلانو او بيروکراتانو ته سترګه وهلې او ور په يادوي چې برتانيا او امريکا به په يوه يا بل ډول، "تر هغه پورې چې پاکستان په همګټو هيوادونو کې پاتې شي، او حتى که هغه دا اړېکي پرې هم کړي، بيا به هم کوم ډول لاره ومومي چې انګرېزانو ته دا توان ور په برخه کاندي د هند د پولو په ساتلو کې خپلې ژمنې او اوږدمهاله ګټې وساتي. خو دا دنده به نو نوره په مخامخ توګه سرته نه رسېږي، بلکې د برتانيا حکومت به په کابل، تهران او مشهد کې له خپلو پوستو څخه څار کوي او [د پاکستان] نوي رژيم ته به سلا، او که اړينه وي، مرسته ورکوي."
نو پدې توګه برتانيا ـ او ورپسې امريکا ـ د پاکستاني جرنيلانو د پر شا ټپولو او هڅولو په ترڅ کې هغوى تشجيع کول چې د دې ستونزې د حل پر لوري که کومه لاره هم د موندلو وړوه، پر وړاندې يې خنډونه واچوي. په پايله کې يې د پرنګي پرلاس پر وچه تړل شوي، وږي-تږي، شل-شوټ کم ځواکه شوي افغانستان او په قصدي توګه کاواکه او بېواکه زېږول شوي پاکستان د حاکمو راجه-جرنيلانو او بيروک اتانو تر منځ اړېکي تل ترينګلي او کرکجن وو.
دا تجربه شوې نه وه چې که چېرې د افغانانو وس رسېدلى واى، د خپلو غصب شويو حقونو د پرلاس راوړلو لپاره به يې څه کړي واى؟ خو پخپل وار جرنيل ضياالحق- د شلمې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې د افغانانو په هکله خپل نيت جوت کړ، د اسلام او جهاد تر نامه لاندې يې د لارد رابرتس پر پلونو پل کېښود، کابل يې "وسواځه"؛ افغانان او افغانستان يې لاس او پښې تړلي د تباهۍ په تابوت کې پراته انګېرلي وو. دا چې افغانانو د خپلو وينو، شهيدانو، ايماندارو وياړمنو نيکونو او تاريخ په برکت هغه تابوت بيا مات کړ، ځان ته بېله خبره ده.
يوه وروستۍ پوښتنه: هغه دا چې د افغانانو د پرزولو او تباهۍ لپاره غليم له څنګه او کومو وسايلو او ح بو څخه کار اخست. زموږ د تاريخ د دې پاڼې د ارزونې په ترڅ کې په خورا جوته توګه له مغُلو بيا تر پرنګيانو او پنجابي جرنيلانو پورې د افغانانو پرخلاف د هغوى د پالېسيو، وسايلو او حربو په ځنځير کې هغه ګډې کړۍ څرګندېږي چې پرې يې يو پر بل پسې د معاصرو اوضاعو له تقاضا سره سم عمل کاوه او پلې کولې يې. پداسې حال کې چې د چنګېز، تيمور، باب ، اورنګ او پرنګ نومونه د تاريخ په پاڼو کې په غټو ټکيو ثبت شوي وو، د افغان نوميالو کارنامې د خپل په څېره کې د پرديو او بهرنيو تاريخي رقيبانو پر لاس د فراموشۍ کندې ته غورځول کېدې.
د مغُلو پاليسي سياسي ځواک ته په هره پلمه او وسيله د افغانانو د رسېدو مخنيوى و. چې له تيموره تر بابره؛ له اورنګه تر پرنګه؛ او بيا تر پرنګي اسپوڅي راجه-جرنيل[18] ضياالحق پورې يې د دې کار د سرته رسولو لپاره تاريخي حربه دا وه چې افغانان وېشلې او له يوه بل سره يې په منفي ځان ويرانوونکې سيالۍ کې ښکېل وساتي. د قبايليت دود يې پکې پوخ، تربور يې چې اساساً په پښتو کې د "تره زوى، ورور او ښي مټ په مانا و"، له يوه بل سره دښمن تعريف؛ داسې کيسه ويونکي او ليکوال يې اجيرول چې د افغانانو د کلتور، دودونو او شخصيتونو د سپکاوي لپاره افسانې جوړې کړي.
له مغُلو وروسته انګرېزانو هم دا پالېسي خپله کړې وه. د پرنګي د تاريخ هره پاڼه د افغانانو د تاريخ او دودونو د سپکاوي او مسخ کولو پر تکل توره ده. پر له پسې يې د خپلو شومو موخو د پرلاس ته وروړلو په لار کې، افغانان په دراني، غلجي، کرلاني، پېښوري، کاب ي، او نورو وېشلي؛ د غرونو"وحشيان، لوټمار او باغيان" يې بللي دي. ټايټلر د خپل کتاب په ٢٧ – ٥٥ – ٧٦ مخونو کې ليکي چې:
".. لوديان او ابراهيم لودي په تاريخ کې د غرنيو غلو په نوم ياد شوي ... پښتنو ته يې ګاونډيانو تل د وحشيانو په سترګه کتلي... تاجکان محيل او حريص وګړي دي، د هغوى په صداقت او رښتينولۍ کې نقصان دى ... ازبکان د مشرتابه صفات نه لري، د پرېکړې او ارادې خاوندان ـ يانې هغه څه چې د فاتح توکمونو ځانګړنه ده نه دي."
هو! پرنګيانو، د تل پرڅېر، د کلونياليزم له دود سره سم ولسونه له مادي او مانوي پلوه لوټل او بيا يې په سپکو ستغو ژبو پيغور هم ورکاوه. راجه-جرنيل ضياالحق، نه يواځې دا چې د هغوى پر پل يې کېښود، بلکې تر هغوى ډېر اغيزمن هم و. د اغېزمنتيا تر نورو ستر لامل يې پر مخ د مسلمانۍ نقاب غوړولى و. جرنيل ضيا افغان لږه کيان ـ تاجک، ازبک، يو شمېر هزاره، شاړي، نور او نور د بل نقاب پوښ، برهان الدين، پر مشرۍ په يوه پښتون-ضد تنظيم کې راغونډ کړل. دا يواځنى تنظيم و چې تر پايه پکې د کوم انشعاب او دوه-ګوني نښې ښکاره نه شوې. پښتانه يې پر شپږو ټوټو ووېشل؛ د "بنسټپالو" او "منځلارو" په پلمه يې د يوه او بل په ګرېوان کې واچول؛ غلجي يې پر شا ټپول، او دراني يې د جهاد په ليکه کې نه پ ېښودل. د هغه تر څنګ يې بيا عامو خلکو ته په خوله کې ورکړي وو او په کوم جومات، حجره يا ميلمتون کې به کيناستې نو د کلي سپين ږيري به همدا خبره کوله چې: ".. ياره کندهاريانو سخته بې غيرتي وکړه، په جهاد کې برخه نه اخلي." ! وا عيت دا و چې هغه سرښندنې چې د لوى کندهار خلکو ورکولې، بېسارې وې. ځکه چې په هوار ډګر د روسانو پرخلاف ـ پرته له دې چې کومه بهرنۍ مرسته تر لاسه کړي ـ په تشو لاسونو جنګېدل.
دا لارې د ملتونو د تباهۍ او پر خپل ځان يې د ناويساينې او ډاډ نشتولو خورا اغېزمنې لارې وې. همدا پرنګيان ـ، او ورپسې بيا د هغوى لاسپوڅې پنجابى پوځ او بيوک اسۍ وو ـ چې د افغانانو د وروسته پاتې کولو او له ځان او جهانه د بېخبره پاتې کولو او لرې ساتلو لپاره يې هر ډول وسيلې په کارولې، او د هغوى د اصلاح او کلتوري ودې پر لور يې د هر تکل د شنډولو هڅه کړې وه.[19]
***
د دې واقعيت د ثبوت لپاره د شلمې پېړۍ د دوه تنو وياړلو افغانانو کارنامو ته يو ځغلنده کتنه اړينه ده. هغه په عمل کې د افغانانو د ملي تفکر او ملي دود، عدم تشدد، د فلسفې پلي کوونکى، فخر افغان، باچا خان؛ او د افغانستان د ولسواکۍ د بنسټ اېښودنکي، مرحوم شهيد محمد داود، ژوند او مبارزې دي.
لومړى ـ فخر افغان باچاخان:
باچا خان، چې د افغان ملت لپاره يې خپلو ملي موخو ته د رسېدو پر لور خورا پياوړې لار پرانېزلې، په ډېره خامه ځوانۍ کې ـ چې عمر يې لا شلو کلو ته نه و رسېدلى ـ د خپلو خلکو پر ضد د متکبر او مکار پرنګي نادودو ته ژور پام شوى و. ده د خپل وجود په هره ژونکه [حجره]، وينو او هډوکو کې د انګرېزانو هغه استبداد احساس کړى و چې پر افغان ملت يې روان کړى و. انګرېز سياسي اجنټانو پر خلکو داسې ورځ راوستې وه چې حتې د اغېز خاوندان هم د يوه برتانوي په ليدو سره لړزېدل او مجبور وو چې ورته له رارسېدو د مخه يې سرونه او ملاوې ټيټې، لاس پر نامه ولاړ واى. که چېرې کوم چا [افغان] د پرنګي له مخې له ځان ټيټولو او درېدلو تېر شوى واى، نو هغه به د جېل د توررو تمبو شا ته استول کېده."[20]
نو باچاخان د هماغه ځوانۍ له کلونو ټينګه ملا تړلې وه چې نه يواځې افغانان، بلکې ټول هند د پرنګي له ظالمو م نګولو وژغوري. او دا يې تشخيص کړې وه چې له دې تاړاکونو د وتلو يواځنۍ لار ولسونو ته د سپين مخي مکار انګرېزد تور استبدادي مخ د بربنډولو؛ او د هغه پرخلاف د خپل ملت د يووالي له لارې شوني وو ـ او افغانان يواځې هغه وخت د يو کېدلو او اتحاد په مانا پوهېداى شواى چې د ځان پېژندنې، پوهې او پوهنې لورى يې خپل کړى واى. د دې سپېڅلې موخې پرخوا، باچاخان، د هغو پرنګي اجنټانو د تکل شنډولو پر لور چې په افغانانو کې د جهالت پر هڅولو او خپرولو بوخت وو، په خپل ولس کې د پوهنې پر خپرولو لاس پورې کړ. د پښتونخوا په کليو او بانډو کې د غونډو او جرګو په ترڅ کې يې تل پدې ټينګار کاوه چې "د علم زدکړه پر هر نارينه او ښځه فرض ده ... او د نبي عليه السلام له ارشاداتو سره سم د علم په لټه کې شئ که حتى هغه په چين کې هم وي."
د. ګ .ټيندُلکار په "عبدالغفارخان ـ ايمان مبارزه دى" کتاب کې ليکي چې په پښتونخوا کې د پوهنې د خپرولو په کار کې له باچاخان سره د ترنګزيو حاجي صاحب ستره مرسته وکړه. اُتمانزو ته نږدې، حاجي صاحب ترنګزي پر ١٩١١ کال په خپل کلي کې د ټولنيزو سمونو لپاره خپل ښوونځى پرانستى و. د نوموړي په ملاتړ، باچاخان او ملګرو يې "دارالعلوم" پرانست چې مولوي تاج محمد يې مشر؛ او د ديوبند د مدرسې فارغان، مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمد مخفي يې مرستيالان وو. د هغوى دنده دا وه چې پوهنه خپره او په کليو کې ښوونځي پرانېزي. باچاخان او مولوي عبدالعزيز په ١٩١٠ کال په خپل کلي، اُتمانزو، کې يو ښوونځى پرانستى و.
په ١٩١٤ کال د لومړۍ "نړيوالې جګړې" له پيل سره، پرنګيانو په پښتونخوا کې د ازادۍ د مبارزينو پر ځپلو لاس پورې کړ. د ديوبند مولانا مح مد الحسن د حج په نيت مکې ته تللى و، په هغه ځاى کې بندي او انګريزانو ته وسپارل شو. عبيدالله سندهي افغانستان ته ولاړ. د ترنګزيو حاجي صاحب، "د عبدالغفار له ګڼ شمېر نږدې ملګرو سره" بونېر ته ولاړ خو کله چې يې پرنګي ته د پر لاس ورکولو په اړه د پرنګي د اجنټانو پر توطيه خبر شو، نو مهمندو ته وتښتېد. انګرېزانو د هغوى ټول ښوونځي وتړل او ښوونکي يې د جيلونو د تمبو شاته واچول.
له لومړۍ "نړيوالې جګړې" وروسته، په هند کې حالات خورا ترينګلي ول. د پرنګي پر لاس د عثماني خلافت له پښو غورځولو د هند مسلمانان خورا بوږنولي وو. او په ١٩١٩ کال د انګريزانو پرخلاف د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د افغانانو بريالي پاڅون په ټول هند کې ازادي غوښتونکو ته لا نور هم زړه ورکړ چې د پرنګي ګرېوان ته لاس واچوي. دې وضع انګرېزان وترهول او پر هند يې د استبداد تورتم لا نور هم وغوړاوه. د "هند د دفاع" په پلمه يې د "رولت-بيل" په نوم ظالمانه قانون د ولسونو د غږ چوپولو لپاره اعلان کړ. تر دې لايحې لاندې هر هغه نيوکه چې به د حکومت د چارو په اړه چا کوله، او د هر مشروع حق غوښتنه "فتنه" بلل کېده او جزا يې بنديخانه وه.
د هماغه کال د اپريل په ٦ باچاخان په اتمانزو کې د خپلو کليوالو يوې غونډې ته د دې استبدادي لايحې پرخلاف خبرې کولې. دا لومړى ځل و چې د باچاخان ٩٠-کلن پلار، بهرام خان، دې "سياسي غونډې" ته ورغلى و. پرنګي په پېښور کې مارشل-لا اعلان کړه؛ پوليسو باچاخان ونيو او د مردان په يوه جېل کې يې واچاوه. پر دا سبا يې د پرنګي "سُپرانټينډنت" مخې ته ودراوه؛ هغه يې په پښو کې د ځنځير کړۍ ور واچولې. پوليسو په جېل کې "دومره غټې کړۍ نه شوې موندلاى" چې د باچاخان په پښو کې جوړې شي، "نو په زور يې هغه کوچنۍ کړۍ په پښو کې ور واچولې" چې په پايله کې يې له ښنګ يو وينې روانې وې. بېر ته يې جېل ته واستاوه او د "کانټونمينټ" په هغو پوځي بارکونو کې يې وغورځاوه چې نور ډېر پشتانه هم پکې بنديان وو.
د باچاخان په نيولو پسې، برتانوي ګُرخه پوځونه له کلي راتاو شول؛ کليوال يې په ځمکه کېنولي وو او د وېرولو په موخه يې د توپونو خولې پرې سپرې کړې وې. پوځيانو د خلکو کورونه هم لوټل؛ او پر کليوالو يې دېرش زره روپۍ ناغه ولګوله. د ناغې تر پرېکولو پورې يې تر ١٥٠ تنو څخه ډېر کليوال په جيل کې د يرغمل په توګه بنديان کړي وو. د باچاخان پلار، بهرام خان، او نور خپلوان يې هم درۍ مياشتې په هماغه جېل کې وو. بهرام خان وايي: "زه خوښ وم چې له زوى سره مې يوځاى په جېل کې وم، که نه نو خداى خبر چې هغه به مې په ورځو او کلونو کې ليدلى واى."
د اپريل پر ١٣ نېټه سيکانو هم د "رولټ-بيل" پر ضد په سولييزه مظاهره لاس پورې کړ. هغوى پداسې حال کې چې د امرتسر په جاليانوالا-باغ کې غونډه لرله چې د جنرال ډاير پوځيانو، د باغ له انګړ څخه د وتلو ټول ورونه وتړل؛ پرې د م ينګن ګولۍ وچولې؛ په "سلګونو بېدفاع، سړي، ښځې او ماشومان يې ووژل"، پر پنجاب يې هم مارشلا اعلان کړله.
له جېل څخه له وتو وروسته، په ١٩٢١ کال فخر افغان، باچاخان، د "انجمن اصلاح افاغنه" تحريک پيل کړ چې موخه يې د خپل و س ټولنيزه او ذهني وده او ناسياسي غورځنګ و. د هغه تر څنګ يې په اتمانزو کې د "ازاد هاى سکول" [د ازاد لوړ ښوونځى] بيا پرانېزه؛ قاضى عطالله، ميان احمدشاه، حاجى عبدالغفار خان، خان احمد خان، عبدالاکبرخان، تاج مح مد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر پکې خدمت ته ملا تړلې وه. د ښوونځي درسونه په پښتو ژبه وو؛ اسلامي اح کام؛ د پښتنو تاريخ او تمدن او نور مضامين پکې تدريسېدل. دې کار پرنګيان ولړزول.
د اتمانزو ازاد لوړ ښوونځى د بنسټ اېښودو شپږمه مياشت وه، چې د پېښور چيف کميشنر، سر جان مافي، د باچا خان پلار ـ چې خورا ديندار سړى و ـ وروغوښت او ترې يې له دې فعاليتونو د خپل زوى د منع کولو او د ښوونځي د تړلو غوښتنه وکړه. برتانويان پر بهرام خان ډېر ګران وو. هغوى به ورته د چاچا خطاب کاوه. او بهرام خان به ويل چې هغوى د "ملايکو په څېر، خداى زموږ د ښېګڼې لپاره را استولي وو." بهرام خان خپل زوى ور وغوښت او له چيف کميشنر سره يې د خپلو ليدلو په اړه خبر کړ ـ ورته يې وويل چې کرار دې په کور کې کيني.
باچاخان وايي چې ګوره مکار پرنګى پلار او زوى هم د يوه او بل په ګرېوان کې سره اچوي. زياتوي چې زه له خپل پلاره خورا وشرمېدم، خو ورته ومې ويل چې پلاره که نورڅوک لمونځ نه کوي، نو زه يې هم پرېږدم او له خپلو فرضو لاس پر سر شم؟ ويل يې هېڅ کله نه! "ښه نو پلاره، خپله ملي پوهنه خپرول خو لکه د لمونځ په انې ده. که زه له لمانځه کولو لاس واخلم، نو له ښوونځي به هم لاس پر سر شم. لکه څنګه چې لمونځ فرض دى، په هماغه ول خلکو ته تعليم ورکول او خدمت کول يې هم فرض دي." پلار مې راغبرګه کړه، ويل ښه: "چې داسې ده، ته رښتيا وايې، که دا فرض ده، نو کوه يې." بهرام خان د خپل زوى ملا وتړله او چيف کميشنر ته يې وويل چې ته نو نه شې کولاى څوک له فرض ادا کولو منع کړې.
باچاخان وايي چې کله يې له پرنګي حاکمانو پخپله مخامخ وپوښتل چې پوهنه خو کوم جرم نه و، او پدې توګه يې اساساً له حکومت سره مرسته کوله، نو د هغوى ځواب دا و چې: "که تا ته اجازه درکړ شي چې پښتانه د ټو نيز سمون له لارې سره منظم کړې، ايا کوم داسې تضمين شته چې دا سازمان به د حکومت او د هغه د ګټو پر خلاف استعمال نه شي ... ته بايد بښنه وغواړې او ضمانت راکړې چې دا کار [يا نې خلکو ته تعليم ورکول] به بيا نه کوې... دا خدمت نه دى، بغاوت دى."[21]
لنډه موده وروسته، د ١٩٢١ کال د دسامبر پر ١٧، باچاخان د "سرحد جرايمو قانون" تر ٤٠ مادې اندې په درۍ کاله مشقت بند محکوم، د پېښور جېل ته واچول شو ـ او پداسې حال کې چې د بندي په پښو کې به ځنځيرونه پ اته، او په غاړه کې به يې پولادي کړۍ پرتې وې، د "کوټه قلفي" له قانون سره سم ".. مجبور و چې هره ورځ څلوېښت سېره جوار مېچن کړي."
په ١٩٢٤ کال له جېل څخه خوشى؛ له هغه يو کال د مخه يې مور "چې د وروستۍ سلګۍ په مهال يې يواځنۍ خبره د عبدالغفار نوم و" مړه شوې او په ١٩٢٦ کال د نږدې سل کلونو په عمريې پلار، بهرام خان، ومړ. باچا خان په همدې کال ـ د خپلې مېرمنې او خور په ګډون ـ حج ته ولاړ. په همدې کال د عربستان پاچا، سلطان ابن سعود، د نړۍ له هر ګوټه وت ي مسلمانان مکې ته وربللي و او باچاخان هم پدې غونډه کې برخه واخستله. په غونډه کې په سرسريزو خبرو بحث کېده، نو ځکه د غونډې پايله ناکامه شوه. د حج له کولو وروسته، پخپله باچاخان او مېرمن يې تايف ته سفر وکړ او خور يې د مدينې له لارې بېرته هيواد ته ستنه شوه.
باچاخان وايي چې په تايف کې يوه ږيرور قباپوښ سړۍ پرې غږ وکړ او مخې ته يې پر ځمکه يوه ځاى ته ګوته ونيوله، ويل: "دلې د پيغمبر (ع) د ږيرې يو وېښته او د پښو پل ځاى لري." باچا خان يې په ځواب کې وايي چې زه دلته د دې لپاره نه، "بلکې په خپله روح کې د نبي (ع) د هغه صبر او زړورتيا د ياد تاندولو لپاره راغلى يم کوم چې له ٧٥ ميله لرې واټن، مکې، څخه به د تايف د خلکو د خدمت لپاره را روان و او پر لارې به خلکو په تيږو وي ت، د تايف خلکو به سپي پسې شکارل او واهه به يې. خو پيغمبر (ع) به صبر کاوه، او دُعا به يې کوله چې اې الله زما ولس پر سيخه لار روان کړې."
فخر افغان، باچاخان، افغان ملت ته د خدمت له لارې نه پرنګي او نه د پرنګي مزدورانو وګرځولى شو. تل يې په ذهن او له خپلو خلکو سره په خبرو او جرګو کې دا پوښتنه ساتله چې موږ بايد پدې خبره سوچ وکړو چې ولې موږ بېوسه او له نورو ملتونو وروسته پاتې يو. خداى خو وعده کړې چې هر هغه څوک چې ايمان لري او پرې عمل کوي، د خداى د برکتونو مستحق به وي. موږ بايد خپلو پوښتنو ته د اسلامي ښوونو په رڼا کې ځواب ومومو. الله پاک وايي: "د وغ مه وايه؛ قتل مه کوه؛ غلا مه کوه؛ ځورونه مه کوه؛ استبدادي عمل مه کوه؛ د بل چا مال ترې مه شوکوه؛ ښه کوه؛ ه بدو لرې ګرځه؛ خپل بدن، کالي او ځاى دې پاک ساته؛ او له نورو سره داسې څه مه کوه چې ته يې پرځان پېرزو نه ګڼې. دا د خداى پاک اوامر دي چې قُرآن يې موږ ته راښيي."
په ١٩٢٨ کال د ميې په مياشت کې يې د پښتون مياشتنۍ په خپرونه پيل وکړ، مخ-پاڼه يې د غني خان پر شعر ـ چې خازې شنې مې پر قبر وي ولاړې که غلام مړ وم راځئ تُو کړئ پرې لاړې ـ ښکلې شوې وه. په ١٩٢٩ کال يې د خدايي خدمتګار غورځنګ پيل او افغا ملت يې د خپلې دوديزې فلسفې، عدم تشدد، پر لار روان کړ.
پر وړاندې يې د پرنګي غبرګون شديد و.
يوه بېلګه: د ١٩٣٠ کال د ميې پر ١٣ د تياره سهار پر درۍ بجو حکومت د اُتمانزو کلى کلابند کړ. له لمر ختو سره سم د کميشنر مرستيال تر کومندې لاندې انګريزي او هندي عسکر کلي ته ننوتل. له کلي د باندې ٨٠٠ انګريزي سپاره، د هند د سپرو يو کنډک، چې له سيکانو، مسلمانو او دوګره و څخه مرکب وو، ځاى پرځاى شوي وو. له هغوى سره څلور لويس-ډوله او بې شمېره نور توپونه وو. پر هغو سربېره درۍ سوه يعه پلي، چې په ځانګړې توګه د لاټۍ وهلو لپاره روزل شوي وو، هم ورسره وو... مرستيال کميشنر خدايي خدمتګارو ته، چې پيره ولاړ وو، امر وکړ چې ښکته شي او خپلې سرې جامې وباسي. هغوى يې په ځواب کې وويل چې د خپل کومندان له امر پرته به ښکته نه شي او دوى به په ژوندي سر خپل يونيفورم او جامې ونه باسي. په همدې مهال د خدايي خدمتګار کومندان، بنوازخان، خدايې خدمتګارو ته وويل چې د "ژوندى دې وي انقلاب" له نارو سره له بامه ورښکته شي. مرستيال کميشنر تکل وکړ چې له نارو وهلو يې منع کړي؛ د يوه خدايي خدمتګار پر ټټر يې د توپنچې خوله ورکېښوده او پرې يې ناره وکړه چې جامې وباسي. هغه يې په ځواب کې وويل چې په ژوند د يوه پښتانه جامې څوک نه شي يستلى. له همدې سره مرستيال کميشنر پرې د سوکانو وهل پيل؛ او دوه تنه انګرېز عسکرو د توپکو پر کُنداغونو وواهه ترڅو بېهوښه شو. په بېهوښۍ کې يې ترې جامې ويستې ـ لوڅ بربنډ يې کړ... د دې وهلو-ټکولو په بهير کې، يو ١٤ کلن هلک، چې سرې جامې يې اغوستې وې، هم ولاړ و. دا هلک ولي خان، د باچاخان دويم زوى و. مرستيال کميشنر ترې وپوښتل چې ته څوک يې؟ ويل زه د عبدالغفار خان زوى يم. کميشنر سپکې ستغې ورته وويل او يوه برتانوي يې پر ټټر برچه کېښوده. خو يوه مسلمان عسکر د انګرېز مخه ډب کړه. يو بل انګرېز ور د مخه شو، خو د سرفراز خان ورور، حسن خان، چې پر بندي وګړو د څار دنده ور په غاړه وه، هلک له لاسو ونيو، ټوپ يې کړل، نږدې جومات ته يې د ننه او پدې توګه يې ولي خان له مرګه بچ کړ.
پدې ډول پرنګى د افغان مبارزينو ـ خدايي خدمتګار تحريک ـ د ځپلو لپاره له هېڅ ډول جنايت څخه لاس پر سر نه شو. فخر افغان، باچاخان، د خپل ژوند ٣٣ کاله ـ ١٨ کاله د پرنګي او ١٥ کاله بيا د پرنګي لاسپوڅو راجه-جرنيلي او فرمايشي "سجاده نشين" پنجابي واکدارانو په جېلونو کې تېر کړل. باچاخان ليکي چې برتانويانو د شکنجې نوي مېتودونه اختراع کړل: "ځوانکي هلکان يې په جېل کې ٣٠ دُورې وهل. رضاکار خدايي خدمتګار يې د ځوځانو پر کوَټو کېنول؛ جامې يې ترې يستلې؛ پر ې يې په تورو شاوو غټې ډبرې د يوې غونډۍ سر ته خېژولې چې د خپل يوه مشر پر قبر يې غونډې کړي..." هغو ډبرو ته په اشاره چې د برچې پر زور يې پرې خېژولې وې، پرې يې په ستغه ژبه نارې وهلې چې "د هغو ډبرو تر قبر لاندې هغه [ستاسو] الله اکبر پروت دى."[22]
تيندُلکار، په بنګال کې کليوالو ولسونو ته د خدمت کوله پر موخه، د باچاخان د يوه سفر په هکله خبره کوي وايي چې په ډېرو کليو کې له ګرځېدو او خلکو سره تر جرګو کولو وروسته، هغه نيکيتان ته چېرې چې زوى يې، غني خان، سبق وايه ورغى. د زده کوونکو په هغه غونډه کې يې، چې د کتابتون مخې ته جوړه شوې وه، برخه واخسته او د بنګال د خورا نامتو فيلسوف او شاع ، رابيندرانات ټاګور، له خوا يې هرکلى وشو... له غونډې وروسته، ټاکور، د خداى پاماني پر مهال، باچاخان ته په اردو ژبه په خطاب کې وايي:
".. هيله کوم کوم څه چې غواړم درته يې ووايم هغه محض مبالغه او يا د تهذيب د غوښتنو له کبله ونه انګېرئ ... تاسو دلته له موږ سره د لنډې مودې لپاره وکتل، مګر موږ به دا کتنه د وخت په کچه ونه ارزوو. هغه رښتيني ستر وګړي، چې زړونه يې د ګردو د پاره دي، هغه چې د نړۍ پر ټولو خاورو تعلق لري، د وخت د کچو له چوکاټ نه هم اوړي؛ هغوى د هر وخت د پاره دي. باور وکړه چې دې اشرام ته ستا د لنډ سفر ياد به زموږ په زړونو کې د تل لپاره تاند وي... حقيقت ستا د ژوند بنسټ دى او زه باور لرم چې ته د هغه اغېزه په خپل شاوخوا چاپېريال کې ښندې. م وږ ته هم دا څرګنده شوې چې حقيقت ته د داسې نه وقف له کبله زموږ ورځنۍ هلې ځلې له ناکامۍ سره مخامخ دي. ته دې خاورې ته، چې ناخوښ وجود يې ټوټې-ټوټې دى، ددې د پاره راغلى يې ... چې له هغې ورور-وژونکې کرکې يې وژغورې چې د تباهۍ پر لور يې کشوي. له ما سره کوم ډېر وړوکى شک هم نشته چې ته د خپل پياوړۍ کرکټر په اغېزه زموږ د وګړيو په خوځونه بريالي شوى ياست. هيله لرم چې زموږ ټولو درناوى ومنې. موږ د زړه له کومي دعا کوو چې خداى دې تاته اوږد ژوند درکړي چې د روغتيا او حقيقت پر خوا د مرګوني په حال دې خاورې له روانولو سره مرسته وکړې."
خو پخپل وار پنجابي حاکمانو باچاخان دومره خپل "سرسخت" دښمن باله او دومره ور ته له کينې ډک وو چې حتى د لندن په ريجنټس پارک جومات کې يې د هغه پر فاتحه، چې د دې ليکوال له خوا اعلان شوې وه، بنديز ولګاوه. د جرنيل ضياالحق څارګرو خوارکي فضل علي ته، چې د جومات يو پښتون خادم و، سپورې ستغې کړې وې چې فاتحه هلته وانه خستل شي. ما ته يې تليفون وکړ او زه مجبور شوم چې د فخر افغان فاتحې راتلونکو مينه والو ته د هغې د ځنډېدو خبر د تليفون له لارې ورکړم.
فخر افغان، افغان وزېږېد، افغان واوسېد او وياړلى افغان نوم يې ژوندى پاتې شو.
دويم ـ مرحوم شهيد محمد داود:
د ١٩٥٣ کال د سپتامبر پر ٦ نېټه په افغانستان کې د لومړي وزير شاه محمود د "تجربوي ديموکراسۍ" دوره پاى ته ورسېده او پر ځاى يې محمد داود د نوي حکومت په جوړولو وګومارل شو. نوموړى پداسې يوه زماني پړاو کې لومړى وزير و چې افغانستان په نړيواله کچه، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د لوېديز- ختيز ترمنځ د سړې جګړې له سترېدونکي توپان ؛ او په سيمييزه توګه ـ له اقتصادي پلوه بېوزلي او د انګرېزانو پر لاس پر وچه کې ايسار کړ شوي افغانان ـ د کينه کښو رقيبو ګاونډيانو له ګواښ سره مخامخ وو. مرحوم محمد داود، چې د خپل وياړمن ژوند په بهير کې يې له ا تصادي، سياسي او ټولنيز پلوه د يوه پرمخ تللي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ارمان په ککره کې روزه، مجبور و د ورسره مخامخ ننګَوَنو په منځ کې د له احتياطه نه ډکو مانورونو په ترڅ کې لار وباسي.
حسن شرق د خپل کتاب "ک باس پوشهاى برهنه پا" په ١٤١ مخ کې ليکي: "ما چې د خپل عمر ٢٥ کاله له محمد داود سره په همکاري او نږدېکت کې تېر کړي وو، دې عقېدې ته رسېدلى وم چې نوموړي، له هرڅه نه پورته، له افغانستان او د هغه له خلکو سره مينه لرله. د غم او ښادۍ د محافلو پر مهال، په ځانګړو ويناو او رسمي دندو کې هغه د افغانستان او افغانانو په هکله فکر کاوه. له همدې کبله نوموړي ته درناوى او ور سره دوستي له افغانستان سره د دوستۍ او عشق مانا لرله.."
مرحوم شهيد م حمد داود پدې ګروهمن و چې په هيواد کې د اقتصادي بنسټونو له پر پښو درولو او ټينګولو پرته، نورو ملي هيلو او ښې ازيو ته رسېدل ناشوني وو. نو په ١٩٥٣ کې د خپل حکومت د تصدي له هماغه پيل څخه يې، په کورنۍ کچه، د ملي اقتصاد د پياوړتيا پر لارو- چارو پام متمرکز کړ.
په نړيواله او سيمييزه کچه د دې زمانې د سترو بدلونو په لړۍ کې د جوزف ستالين مرګ هم شامل و او شوروي، د خروسچف پر مشرۍ، له "سوسيالستي بلاک" څخه بهر نورو، په تېره د وروسته پاتې درېيمې نړۍ له نويو خپلواک شويو هيوادونو سره، د دوه اړخيزو اړيکو هڅه کوله. پداسې حال کې چې د افغانستان ختيځ او لوېديځ "مسلمانو" ګاونډيانو پر افغانستان د اقتصاد او تجارت لارې تړلې وې او د افغانانو پر ستوني يې چاړه اېښې وه ، مرحوم محمد داود په ١٩٥٣ کال ـ د لوېديز بلاک او افغان دښمنه سيمييزو ځواکونو له غاښ- چيچي سره- سره ـ د وروي صدراعظم، بولګانين، او د هغه هيواد د کمونست ګوند منشي، خروسچف، ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي. د همدې سفر په پايله کې شوروي افغانستان ته سل مليون ډالره پور ورکړ؛ او له هغه سره په هيواد کې د منظمو پلانونو پر اساس د ودانولو کارونه پيل شول. د اوبو او برېښنا د بندونو، لويو لارو جوړولو، د کرهڼې او اوبو لګولو، سترو صنعتي فابريکو، روغتيايي مرکزونو، پوهنتونونو او پوهنيزو مرکزونو په ګډون په افغانستان کې په سلګونو نورې داسې عمراني پروژې نه شي په ګوته کېدلاى چې هغه دې د مرحوم داود د لس کلنې تصدۍ [١٩٥٣-١٩٦٣] لاس ته راوړنې نه وې.
له بلې خوا افغانان د خپل هيواد د کورني امنيت او ملي دفاع له ننګونې سره مخامخ وو. مرحوم شهيد محمد داود چم تو نه و چې افغانستان په نړيوالو اړيکو کې له تجريد سره مخامخ او د "ازاد او مثبت قضاوت" له حق څخه محروم پاتې وي. نو په ١٩٥٥ کال يې د بانډونګ په کانفرانس کې برخه واخسته او د بې پرې هيوادونو د نهضت بنسټ اېښودونکى غړى شو. د مصر د جمهور رئيس، جمال عبدالناصر؛ د اندونيزيا د جمهور رئيس، عبدالرحيم سوکارنو؛ او د هند د صدراعظم، جواهر لال نهرو، په ګډون پدې غورځنګ کې د کلونياليزم له منګولو څخه د ازادو شويو هيوادونو هغه غړي شامل وو چې د خپل ملي حاکميت د خوندي ساتلو، ټولنيزې او اقتصادي ودې په هيله يې نه غوښتل د لوېديز- ختيز په پوځي بلاکونو کې امل شي.
امريکا جرنيلي پاکستان تر غاښونو پورې پر وسلو سمبال کړى و. او همدا دليل و چې پرنګي ذهنه راجه- جرنيلانو او بېروکراسۍ ته يې جرئت ورکړ په ١٩٥٥ کال د "شمالي صوبه سرحد" او بلوچستان په ګډون، لوېديز پاکستان "يو يونټ" اعلان کړي. د مرحوم شهيد محمد داود حکومت، چې په سيمه کې د کمونيزم او شوروي سره د اوږدې پولې له خطر اود کمونيزم په اړه د افغان ولس له انګېرنو سره ورته انګېرنې لرلې، له دې ټولو پارونو سره په زغم او حوصله چلند کاوه او د افغانستان د دفاع په موخه يې له امريکا نه د وسلې غوښتنه وکړه. خو امريکايي چارواکو په خورا تکبر د افغانستان غوښتنې ته رډ ځواب ورکړ؛ د پاکستان د پولو په رسميت پېژندل؛ په امريکايي- برتانوي پوځي بلاکونو کې غړيتوب يې له امريکا سره د دوستۍ معيار وباله؛ او د ١٩٥٦ کال د جون پر ٩ نېټه يې ـ د امريکا د بهرنيو چارو د وزير، جان فوستر دوليس، پر وينا هر "هغه هيواد چې د امريکا ملګرى نه وي، د امريکا دښمن دى." ـ افغانستان خپل دښم ن وباله.
د ١٩٥٦ کال د اګست د مياشتې پر ٢٥ نېټه د مرحوم محمد داود حکومت په کابل کې د يوې جوړې شوې لويې ج ګې د پرېکړې پر بنا، چې افغانستان ته د مخامخ احتمالي ګواښونو د دفاع په خاطر د هيواد وسلوال مټ پياوړى کړي، له شوروي او چکوسلواکيا څخه د وسلو پېرلو لومړى تړون لاسليک کړ.
په نړيواله کچه د لوېديز- ختيز ترمنځ د "سړې جګړې" له تودېدو او حادېدو سره، پر افغانانو د امريکا او برتانيا پر مټو او لمسون د دې پړاو د خورا رويو شويو تېري کوونکو سيمييزو ګاونډيانو له لوري د اقتصادي ودې او سياسي توطيو چاپېريال ترينګلى او له سترو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. نو له همدې کبله وو چې ـ له دې کړکېچ څخه د وتلو د کاذبو هيلو په تمه ـ په ١٩٦٣ کال له حکومت څ خه د ګوښه کولو په پايله کې د مرحوم داود ( له هغه نه د مخه او وروسته بېسارې ملي رغونې او عمران) لسيزه پاى ته ورسول شوه.
د مرحوم شهيد داود له استعفا وروسته ډاکتر محمد يوسف صدراعظم شو. مرحوم ډاکتر يوسف، چې د س طنتي کورنۍ له غړو بهر د افغانستان لومړى صدراعظم و، د خپل حکومت په جوړولو پسې په لومړنۍ وينا کې وايي چې د ده حکومت به ګردې ".. هغه موخې په پام کې ولري چې محمد داودخان وړاندې کړې وې." د دې موخو منځپانګه، چې د يو لړۍ وړانديزونو په ترڅ کې، په بېلابېلو پړاونو کې، د محمد داود له خوا د افغانستان پاچا، محمد ظاهرشاه، ته وړاندې وې وه، دا وه چې:
په افغانستان کې به مشروطه شاهي، ديموکراسي او پارلماني حکومت منځ ته راځي؛ په اساسي انون کې به د سلطنتي کورنۍ حدود ټاکل کېږي؛ او دولت به پر تقنينيه، اجرائيه او قضائيه قواو وېشل کېږي.
خو کله چې د ١٩٦٤ کال د سپتامبر د مياشتې پر نهمه نېټه د نوي اساسي قانون مسوده لويې جرګې ته وړاندې شوه، نو د هغې په ترڅ کې د محمد داود پر خلاف د يو شمېر کړيو نيتونه او غږونه بربنډ شول. د اساسي قانون پر ٢٤ ماده دا قيد ور زيات کړ شو چې"د سلطنتي کورنۍ غړي د تل لپاره د همدې کورنۍ غړي دي." له همدې سره مرحوم داود په راتلونکې کې د هيواد په سياسي فعاليت کې له برخې لرلو محروم کړ شو. پرضد يې د نادودو او دسايسو د درک له کبله مرحوم کور کېناست او ح الات يې څارل.
د ډاکتر محمد يوسف خان له صدارت څخه پيل بيا تر ١٩٧٣ کال د لسيزې په بهير کې هيواد د انارشۍ او سترو بحرانونو په توپان کې ښکېل و. يو پر بل پسې ګڼ شمېر حکومتونه جوړ او له منځه ولاړل؛ د قانون او نظم ريښې وچې شوې وې؛ اداري فساد وروستۍ پولې ته رسېدلى و؛ د افغانانو د سپېڅلو ګروهنو پر خلاف بربنډ تېرى روان و؛ د هيواد د کورنيو او بهرنيو غليمانو د کرکې چړې د وطن هډانه ګواښوله؛ د وچکالۍ، قحطي او طبعي حوادثو له کبله خلکو ژوند ه لاسه ورکاوه؛ ميندو او پلرونو د ژوندي پاتې کېدو په هيله خپل ماشوم زامن او لوڼې پلورل؛ په زرګونو کورنۍ م هاجرتونو ته مجبورې شوې وې؛ د پر پرديو تړلو "کيڼ او ښي" ځواکونو پر لاس د کودتاګانو ګنګوسي ډګري شوي وو؛ هيواد په ځوړ او د نابودۍ په درشل کې و.
د ١٩٧٣ کال د جولاى پر ١٧ نېټه، مرحوم شهيد محمد داود د "قلابي ديموک اسۍ" پر خلاف وخوځېد؛ په هيواد کې يې د ولسواکۍ نظام اعلان کړ. خو افغان ولسواکۍ نظام، د افغانانو د تاريخي بهرنيو او کورنيو غليمانو له خوا، چې له هماغه پيل څخه يې پر ضد لاسونه سره يو کړل، په اور او وينو کې ولمبول شو. افغان هيواد د بېلابېلو هيوادونو، ايډيولوژيګانو او انترستونو د څارګرۍ اجنسيو د سيالۍ پر ډګر بدل شو. د ايران دو ت، د ساواک جاسوسي شبکې او سي آى اې په ګډه، مخامخ، او په پاکستان کې اجير شويو افغان "بنيادګرو" ته امريکايي وسلې ورکولې چې په پايله کې يې د نصيرالله بابر تر کومانندې لاندې پر پنجشېر د تخريبي عملياتو له پيل سره د افغانستان د دېرش کلنې تراژېدۍ لړۍ پيل شوه. او په افغانستان کې د خلق- پرچم د کودتا له پيل نه، چې په ګېډه کې يې د ښي او کيڼ ستم پلويانو او له ځان او جهان نه ناخبرو پرديو ايډيولوژي پالانو ځالې جوړې کړې وې، په عملي توګه د وېديځ او دا مهال د يواځني ورپاتې شوي سيمييز لاسپوڅي ـ جنرال ضيا ـ په لمسولو او پارونه روسان افغانستان ته و ټېله کړل شول؛ د افغانانو خاوره د سړې جګړې د سيالانو د زور- ازمولو ډګر وګرځېده؛ او د يوه ملت په توګه د بشپړې تباهۍ کندې ته د افغان ولس د ورلاهو کولو پرېکړه وشوه.
شهيد داود افغان وزېږېد، افغان واوسېد ـ نوم يې ژوندى پاتې شو.
راجه-جرنيل ضياالحق ـ چې د پرنګي پر څېر يې خپلو او د خپلو پرنګي بادارانو موخو ته رسېدلو په لار کې د پلمې موندلو په غرض د شوروي د لمسولو او پارولو له لارې ـ پر افغانستان د روسانو د پوځي يرغل او اشغال پاره غوره نخچ لو بولى و ـ د افغانانو په وينه او وطن بېساري تجارت وکړ. "تمغُل" يې وکړ، د انګرېز پر هدايت او د امريکا د پوځ پر زور يې په يوه غشي ګڼ هدفونه وويشتل.د پرنګي ډوله برېتونو په پرېکولو او "اسلامي" کولو يې د افغانانو د جهاد د مشرۍ دعوا وکړه؛ د خپل مارشلا رژيم ستنې يې ټينګې کړې؛ له هره لوري پرې د "برکت ورونه" پرانېزل ول؛ پنجاب يې ښه موړ کړ؛ د ذروي قدرت خاوند شو؛ د کشمير د جهاد ناره يې توده کړه؛ او د "اسلامي امپراتوري" خوبونه يې وليدل.
دا ټول يې په ريا د اسلام تر نوم لاندې کول.
***
دا لومړى ځل نه و چې د "مسلمان" پر لاس د اسلام او مسلمان د کمځواکولو لپاره کار اخستل کېده، بلکې تاريخ د داسې خيانتونو په بېلګو ډک دى. په ١٩١٠ کال کې د هند د وايسراى، لارد مينتو، مېرمن په خپلو يادښتونو کې ليکي چې: ".. اغاخان نن راورسېد چې له موږ سره څو شپې وکړي. داسې څرګندېږي چې نوموړي د هند په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو ترمنځ سوبمن پرمخ تګ کړى وي. دى وايي چې د وطنيانو[بومي ولسونو- Natives ] * د جذباتو د سړولو يواځنۍ لار د هغوى د مذهب د واهياتو لار ده. له دې کبله يې په هر جومات کې ملايانو ته دنده سپارلې چې داسې فتوى ورکړي چې هر محمدي** [مسلمان] چې [د پرنګي پرخلاف] بغاوت هڅوي او يا د فتنې اچولو وعظ کوي، د تل لپاره به په دوزخ کې وي."[23]
د ١٩٤٧ د اګست پر ١٤ نېټه د "پاک او ناپاک" په نامه د ژورې کرکې پر بنا د مليونونو انسانانو پر وينو لژند د جرنيلي پاکستان له توغ پورته کولو سره، د دې سيمې ه ولسونو څخه د حق غوښتنې حق واخستل شو. پشتانه، بلوڅ او سندهي ملتونو ته، د ١٩٤٠ کال له اعلاميې سره سم د خپل واک او ازادۍ حق ورنکړ شو. د پرنګي په مرسته او اشاره پنجابي اردو او بېروکراسۍ پر پردو خاورو کېناستل؛ د خورا يوه کوچني مهاجر اقليت ژبه، مغُلي اردو، يې د اسلام ژبې په نوم پر خلکو وتپله؛ او د ګيله منو ولسونو ګيله يې د "پاکستان-ضد" او "اسلام-ضد" په پلمه د برچې پر زور د هغوى په ستوني کې وچه کړه. يو پاکستانى ليکوال، فيروز احمد، د "اسلام، سياست او دولت" په ٢٣٠ مخ کې ليکي چې: "د ځانګړو مليتونو په توګه د پنجابي، سندهي، پښتون او ب وڅ خلکو انګېرنه د کومو "دولت-ضد" توکمونو د نادودو له کبله نه ده چې د پاکستان حاکمان يې پر موږ د منلو هڅه کوي. د هغې ولې [ريښې] د دې خلکو په زرګونو کلونو اوږده تاريخ کې پرتې دي."[24]
زموږ ولسونه د دې واقعيت ګواه وو چې ک ه به د ولسونو د کلتور، تاريخ، اقتصاد او ټولنيزو نابرابريو خبره راپورته شوه، نو د ولسونو پر خېټو ناستو پنجابي واکدارانو به سملاسي غاړه کږه کړه؛ ويل يې "موږ لومړى انسانان يو، بيا مسلمانان يو، بيا پاکستانيان"، هډو د نورو حقوقو خو ځاى نه پيدا کېږي ـ هغه تور کفر دى. ولې کله چې په ١٩٧١ کال قهرېدلو جرنيلانو دوه مليونه بنګاليان له تېغه تېر کړل؛ "بنګله دېش يې بې ستره" کړ؛ نوم يې د کمبوديا د پولپوت رژيم تر څنګ وليکل شو؛ نو د انسانيت او اسلاميت ادعاوې يې تش-نسې شوې. خو له دې سره-سره يې د پرنګي بادار له برکته، چې څېرل او ګنډل يې دواړه په لاس کې وو، په توکموژنه "جينوسايډ" محکوم نه شول.
په ١٩٧٣ کال دوبي په افغانستان کې د ولسواکۍ له اعلان سره جوخت، پرنګى او پاکستان پدې لټه کې شول چې د انساني او اسلامي نړۍ پر وړاندې خپل بربنډ شوي وجود ته پرتوګ وموم ي. نو په بره افغان خاوره کې يې د ولسواکۍ نوى تاند نظام "اسلام ته خطر" وبلۍ؛ د روسانو راتګ ته يې لار هواره؛ او د جهاد ناره يې پورته کړه. هر څه بيا د "طالعمنو" جرنيلانو او يا د "شيطنت-پخو" پرنګيانو له هيلو سره سم روان شول.
ددې لیکني پاته برخه ددې ځای په کلیک سره دلته ولولئ