افغان کرېکټ : افغانستان په نيمه پايلوبه کې دنیپال سره مخ دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25389
ن ٠ مومند
دخبریدو نیټه : 2009-04-28

.
سبا د اپرېل په ٢٩ م ه دافغانستان دتنکيو زلمیانو ملي لوبډله په کويټ کې د٢٠١٠ دنړيوالو سياليو دغوراوي لپاره د نيپال سره د سیالۍ ډګر ته کوځيږي .نيپال هغه لوبډله ده چې :په دا تېرو پينځو کلنو کې يې يوازې تيره ورځ هانګ کانګ (Hong Kong) په ګونډو کړ . او نيپال په تېرو نړيوالو اتليو کې نيو زيلاند ,بنګلدېش او پاکستان ته ماتې ورکړې وې .
دډېرو په اند چې دافغانستان نيمه پايلوبه ،به دماليزيا او يا هانګ کانګ سره وي .خو هغه ګومانونه ټول نا سم وختل . او دډېرې يوې پياوړې لوبډلې سره افغانستان مخامخ شو .افغان لوبډلې د لومړي پړاو په سياليو کې ډېرې ښې لوبې کړې وې او خپلې څلور واړه لوبې ګټلې وې (د وياړ ځای دی ) هيله لرو چې سبا به هم دافغانستان بیرغ (تورو سور و هم زرغون    ډېر ګران په هر پښتون ) په لوبغالي کې ورپيږي . افغان لوبډله

که دسبا لوبه افغانستان وګټې نو د ٢٠١٠ کال په نړيوالو سياليو کې به د ګډون جوګه شي .
په عربي هيوادو کې ډېر مينه وال لري او هلته مېشت لر او بر  افغانان دملي لوبډ ې ملاتړ ته راځي ،دډولونو سره