دبېنوا انترنیټ پاڼي درنو لوستونکو نن درته یو بل بااحساسه ځوان ژو� �نالست درته پیژنو چي نورالله نوري نومیږي او په کندهار کي د باختراطلاعاتي اژانس سره کارکوي .
ښاغلي
نورالله نوري له اره د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي دي چي په (۱۳۵۷ ) لمریز کال کي د ښاغلي میرحم
زه په کاله کي زېږیدلی دئ . خپلي لومړنۍ او ثانوي زده کړي ئې د همدې ولایت دنادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر په لیسه
کي تر سره کړي دي او په هیواد کي د ګڼو مصبتونو درامنځته کیدو سره د هیواد دزرګونو نورو ځوانانو په څیر د لوړو
زده کړو څخه بې برخي پاته سو.
په (۱۹۹۴ ) میلادي کال کي د هیوا د پریښوولوته اړ سو او پاکستان ته مهاجر شو خو د
طالبانو د واکمنۍ د ړنګیدو سره سم په ( ۲۰۰۱ ) میلادي کال کي بیرته د هغو زرګونو کورنیو سره چي د هیواد د سوکالې
هیلي ورسره وې بیرته خپل هیواد ته راستون شو . او دراستنېدو سره سم ئې لومړئ د کندهار داطلاعاتو کلتور رياست
اړوند د باختراژانس سره د خبريال په توګه رسمي دنده پیل کړه . او په (١٣٨٤) کال کي د باختراژانس د مسول په
توګه وټاکل سو .
ښاغلي نوري په تیرو اتو کلنو کي دخپلي علاقې لمخي په دې توانیدلی دئ چي د ژورناليزم په ب� �خه کي د بيلابيلو مطبوعاتي ادارو په مټ خصوصي زده کړي ترسره کړي او په دغه موده کي ئې د انټرنيوز اداري لخوا نهه مياشتنۍ نظري او عملي زده کړي په کابل کي ترسره کړي او همدارنګه ئي د (بي بي سي) ( اي،ډبليو،پي،ار) (صداوسيما ايران) او د (المان ږغ راډيو) لخوا په بيلابيلو اوږدمهالو او لنډمهالو کورسونو کي برخه اخستي ده .
د باختراژانس ترڅنګ ئې د سلام وطندار راډيو ، افغان اسلامي اژانس او دغه راز د کندهار سيميز تلويزيون
سره هم په مختلفو برخو کي کار کړيدي .
ښاغلي نوري دکندهار ترڅنګ د هلمند ، ارزګان ، زابل او نيمروز و�
�ایتونو څخه هم زیات شمیر راپورونه او خبرونو چمتو کړي دي . او پرخپل وخت ئې د هیوادوالو او نړیوالو غوږو ته �
�سولي دي .
ښاغلی نوري خپل مسلک ته یو ژمن ژورنالیست دی او تر ډیره هڅه کوي چي د دې لاري څخه د ځوانانو د� �هنتونو سالمه روزنه وکړي او هغه ځوانان چي استعدادونه ئې دستایلو وړ وي درسنیو له لاري تقدیر کړي او په همدې موخه ئې د کندهار په سيميز تلويزيون کي د (ځوانان او ځواني هيلي ) په نوم د ځوانانو يوه خپرونه د (٢٠٠٤) کال � �اپديخوا پيل کړيده چي په لړکي ئې د ځوانانو بيلابيلي ستونزي ، دهغوي پرمختګونه او برياوي د ځوانانو د ستونزو د حل او دهغوي د تشويق په خاطر راپورته کړيدي .
ښاغلي نوري یوبااحساسه ، هوډمون او سپیڅلي ژورنالیزم ته ژمن ځوان دي چي یوډیر خوږ او مینه ناک شخصیت لري او په خوشحاله مخ ئې همیشنۍ مسکا ددې باعث ګرځي چي هرڅوک ورس� �ه دزړه له کومي انډیوالي وساتي
ښاغلي نوري واده کړی دی او څلور اولادونه لري چي دهغه جملې څخه ئې برکت الله او سمير زامن ، هوسۍ او مکيز ئې لوڼي دي.