په پیښور کی افغان قنسلګری دثور اتمه ولمانځل (رپورټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25416
عبدالحق عمري
دخبریدو نیټه : 2009-04-29


په پیښور کی افغان قنسلګ ی  د ثور  اتمه د مجاهدینو د بریالیتوب  اوه لسمه کلیزه په ځانګړو مراسمو سره ونمانځله . په دی مراسمو کی په پیښور کی د افغان قنسلګری له چارواکو سربیره ، د کډوالو استازو او   ګڼو فرهنکی شخصیتونو ګډون کړی وو . کډون والو د افغان جهاد د بریا له نمانځلو   او کمونیستی ریژم غندلو سربیره د  روان کړکیچن  حا ت په اړه هم خبری وکړی .

 غونډی ته د قنسلګری سرپرست محمد اقبال مطین بارکزی په خپله وینا کی د م جاهدینو د ستایلیو تر څنګ وویل ،که څه هم افغانانو ډیری بریاوی  تر لاسه کړی خو د هیواد دښمنان اوس هم په افغانستان کی ښونځی سوزوی  او د ابادی او پرمختګ مخه نیول کیږی . بارکزی همدا راز د کمونیستانو  خلاف جهاد کی د پاکستان له مرستو او میلیونونو افغان کډوالو  ته په خپله خاوره کی د ځای ورکولو  له امله مننه وکړه .  بارکزی په پاکستان کی له میشتو کډوالو وغوښتل چی په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شی او د هیواد په ابادولو کی ونډه واخلی . اوس مهال په پاکستان کی څه باندی دوه میلیونه افغان کډوال میشت دی.  کډون والو په خپلو ویناو کی وویل د جهاد پر مهال د یوه نیم میلیون افغان شهیدانو له برکته نه یوازی افغانستان بکلی یو شمیر نور اسیاسی هیوادونه هم د کمونیزم له منګولو خلاص شول . وینا والو همدا راز له افغان کډوالو وغوښتل چی د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کی برخه واخلی .په دی مراسمو کی د یو شمیر ښونځیو زده کونکو د افغان جهاد میړانی په  ترانو  او شعرونو کی  هم وستایلی  .

 د یادولو وړ ده چی په پیښور کی افغان قنسلر عبدل خا ق فراهی اته میاشتی وړاندی له پیښور څخه نامالومو وسله والو د وسلی په زور وتښتاوه چی تر اوسه یی درک نه دی ګیدلی .