فضل رحمان کټوازی - سيول کوريا ١٠ - اپريل ٢٠٠٥ زېږديز داديروخت مي غوښتل چي په يوه داسي حقيقت باندي څه نه څه وليکم ،خو زياتو مصروفياتو اوبعضي مسٌوليتونو دې ته نه پريښودم چي قلم راواخلم اويوداسي ورين حقيقت خپلو وطندارانو ته وړاندي کړم چي تراوسه هريوه پرې سترگي پټي کړي دي . زه په دې نه پوهيږم چي تر څو به زموږ ړون اندي همدا شان غلي پاته کيږي ، او د هغه روښانه حقيقت انځور به د خپلو وروڼو مخي ته نه راوړي چي دا دډيري مودې راهيسي زموږ ګران ټاټوبی ورسره مخ دی . موږ که خپل مسوليتونه ونه پېژنو د خپلو لويو ملي ګټو څخه ناخبره واوسو ، او دهغه ناپوهه نسل چي تاسي ته يې سترګي نيولي شايد د ملاصاحب د جنت په تکل يا د يو څو روپو لپاره همېشه د خپو وړونو قاتل و اوسي . په داسي شان کړنلارو سره به د هغه دنياوي اواخروي ژوند تباه شي اوتبا کيږي . زموږ دملت بدبختي داده چي هرچاد لنډکروزر او بينز موټرونو خوند وليد اوس که ددې چوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره هرڅومره مبارزه وشي شايد زما د ( روغ ليوني ملا په فتوا) حقيقي جهاد دی . زه د هغه ناپوهه وړونو څخه سوال لرم چي ايا يوه ورځ مو ددې ملاڅخه هم پوښتنه وکړي چي ستا اولادونه خو په امريکا ، اروپا او د اسلام اباد يا تهران په لوړه سويه مکتبونو کي سبقونه وايي ، ايا دا جهاد چي ته وايي زه يې د يوه خوار ملت د يوه داسي ملت چي ددنيا يو غريب ترين ملت دی ولي وکړم ؟؟; ايا دا جهاد صرف پر مافرض دی ، ستا اولاد ولي جهاد ته نه راځي ، هر کله که دا پوښتنه زموږ د هغو ناپوهه کسانو سره پيدا شي نو په دې دي پوه شي چي ضمير يې بيدار شوی دی ، او نور به ددين اومذهب ددې خرڅ شويو دروغ ګويه سوداګرو په لومه کي نه راځي . څو شپې وړاندي مي د خيبر تلويزيوني چينل له لاري د اسلام د يوه داسي ټيکه دار خبر واوريد چي په جنوبي وزيرستان کي يې پر قبايلو ږغ کړی چي په ( ګومل زام ډيم ) باندي د چيني انجنيرانو اوکارکوونکو ساتنه دي وکړي ، ولي چي چين د پاکستان ډېر نژدې دوست دی .
زه نه غواړم چي ددې لوی ټېکه دار نوم واخلم، ولي چي د نوموړي نوم زما د نوم سره يو شان دی . کله کله مي زړه غواړي چي حتی دا خپل نوم مي بدل کړی وای ، دا ښاغلی مولانا فضل الرحمن دی; ، او د جميعت علما اسلام پاکستان هغه رهبر دی چي همېشه کله چي هم دده مشران وغواړي د نوموړي نه ډېره ښه استفاده کوي . د نوموړي خدمات د پاکستان لپاره ډېر زيات دي ، اوبايد همداسي هم وي ځکه چي هغه ( پاکستان ) يې هيواد دی ، اوبايد د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي . هغه له يوه اړخه دغريبو کشميريانو د وژني لپاره د هند سره مقدس جهاد اعلانوي ، اوبيا چي کله ضرورت پېښ شي اووخت تنګ شي نو بيا د مشرانو په اجازه د هندي چارواکو د بلني څخه پرته د هند د سخت دريځو هندواڼو سره د ليدني لپاره هند ته په سفر ولاړ شي او بيا هلته پر خبرو زور راوړي ولي چي نوموړی ملي ګټي ساتي او بيا وخت ته ګوري ، نوموړي خو زموږ تاريخي اثار تباه کړل ، او يا يې د خپلو موزيمونو د ښايست لپاره خپل هيواد ته له ځان سره يو وړل ، اوس چي حکومت راغلی ولي د پېښور موزيم نه تباه کوي ، او په ټينکونو يې نه ولي ، چي دلته هم ملي تاريخي ګټي دي . نوموړي يو وار فتوا ورکړه چي د ښځي په حکومت کي حتی نکاح نه کيږي ، او دې بې نکاح ډېزلي ملا د بې نظيري په حکومت کي يوه لويه چوکۍ ترلاسه کړه ، اوحتی په ډېزلو کي د زياتي ګټي په تور په ډيزلي ملا بدنام شو .
اوس به راشو قاضي حسين احمد ته چي د جميعت اسلامي لوی مشر دی او د افغانستان په تباه کولو کي نوموړي هم لويه فريضه سرته رسولې ده !! دلوی تجارت خو به يې څه نه وايو ، يوازي دومره به ووايو چي دې د دين ټېکه دار ملا !؟ هم د اسلام يو دايس ټېکه دار ځان بولي چي هر وخت د ملي ګټو د ساتني وخت راغلی دی نوموړي ورته لبيک ويلی اوغريب کشميريان او ځيني ناپوهه افغانان يې د خپلو وړونو سره د جنګ لپاره تيار کړي دي ، او په هغوی يې دخپلو هيوادونو تاريخ ، کلتور، او د هيواد پوهان او مشران قتل کړي دي . د نوموړي زوی اولور د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او اوس خو يې لا لور د پارلمان وکيله هم ده ، مګر په افغانستان کي زما او ستا لوڼي اوخويندي خو پرېږده چي زما او ستا وړونه او زامنو ته يې هم مکتب ته دتللو اجازه نه درلوده . د هغوی بايد ښوونځی مدرسه شي ولي چي افغانانو ته ددنياوي علم هيڅ اړتيا نشته ،هغه چي څومره جاهل او ناپوه وي دومره ښه جهاد کوي ، اوکه چيرته پوه شي نو بيا خو په به حقيقت ورته مالوم شي او د ملي ګټو د ساتني احساس به ورسره پيدا شي . اوس به لږ راشو د ښاغلي حميد ګل ژوندانه ته ، زما په اند هرافغان اوس په دې ښه پوهيږي ، پاکستان ته چي څومره کار ښاغلي حميد ګل کړی دی بل هيڅ چا نه دی کړی ، يو وخت د اسلام اباد يوه پنځه ستوري ( پايو سټارز ) هوټل ته د يوچا سره ولاړم ، هلته مي د نوموړي لور چي عظمي ګل نوميږي او په پاکستان کي د مهران بس سرويس د يوه لوی تجارت ريسه هم ده وليده ، د اغلي عظمی ( ګل ) لويدځ ډوله کوږ ووږ لباس چي مي وليد ډېر يې وځورولم ، ولي چي د نوموړي پلار خو زما او ستا ملا ته د حجاب او پردې درس ورکوي ، اوخپل ګراني لور ته يې لوېديځوال فيشن ورکړی دی . د پاکستان لوی خدمتګار چي خپل وطن ته يې ډېر لوی خدمتونه کړي ، افغانستان يې لوټي لوټي کړی ، د خپل کور ښايست لپاره يې د افغانستان تاريخي اثار لوټ کړل . چي خدای يې شرموي نو يې داسي شرموي : څه موده مخکي مي په پاکستاني مطبوعاتو د جنرال حميدګل مرکه ولوستله ، چي نوموړي په نصيرالله بابړ تورلګولی و چي د نوموړي په کور کي د افغانستان څخه لوټ شوي لوغوني اثار اوس هم شته ، دې حقيقت چي زما اوستا د ملا غوږونه اوس نه وي خلاص کړي څه وخت به يې خلاصوي !؟ د بابړ حالت اوس تر دې حده رسيدلی چي څه موده مخکي يې د خيبر تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چي په افغانستان کي رهبر نشته ، او حتی چي زموږ ولسمشر کرزی صاحب يې هم ياد کړ چي هغه هم رهبر نه دی . هغه زياته کړه چي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي ! بابړ په دې مرکه کي په ډېر جرائت سره خپل پنجابي واکداران بې غيرته وبلل اوزياته يې کړه چي د هند پنجابيان اوس ددوستۍ خبري کوي دې هندواڼو ددوی ښځي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي او اوس دوی ورسره خبري کوي . اوس قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم ، تاسو قضاوت وکړ ئ، چي زما او ستا ملا صاحب څه کوي ، او د نړۍ ملايان څه کوي ؟ ګرانو لوستونکو ! دغه څو کرښي چي مي وليکلې دا مي يوازي د خپل هغه ملي او اسلامي احساس له مخي وليکلې چي ډېر مي ځوروي ، او همېشه دا سوچ راسره پيدا کوي چي زما ملا زما وينه ده ، زما د وطن بچی دی ، هغه ولي د پردو په دې ناولو لومو کښي راګير شي ، اوولي دي خپل وطن لوټي لوټي کړي ، ولي دي خپل وروڼه د يوه او بل په نوم ووژني ، زما د ملا سره ولي د خپل هيواد ملي احساس نشته ، تر څو به په خپل ګرېوان کي نه ګوري ، او خپل احساس ا و مسوليت به ويده ساتي !؟ اوس به راشو زموږ د کليوالو خلکو سوچ ته ، دوی خو دا سوچ کوي چي هر څوک پاچا شي هغه ته بيا پيسې په خپل راځي ، اوهغه خو د پيسو مشين لري ، ګرانووطنوالو داسي نه ده ، حکومت چلول دا کوم اسان کار نه دی دا هغه وخت نه د ی چي ددنيا خلک د يوه بل نه ناخبره وو ، اوس د Globalization وخت دی ، د ټولي دنيا څخه يو کلی جوړ شوی دی هر هيواد په خپله پوره نه دی ، بيا زما اوستا غريب هيواد چي ٩٠ په سلو کي وګړي يې بې زده کړي دي نه خپل حق پېژني او نه د پردي . دا به څرنګه وکولای شي چي خپل هيواد وساتي ، ددې لپاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته ، او که چيرته نړيوالي مرستي نه وي هيڅ امکان نشته چي ما اوتادي خپل ګلشن سمسور کړو ،زما اوستا ګاونډی هيواد پاکستان هم ددنيا په مرستو چليږي ، او د دنيامرستي دي چي حتی د يوه هيواد بهرنی سياست په بدلون کي لوی لامل ګرځي ، زه اوته که په رښتيا سره ملي او اسلامي ګټو او مسوليتونو ته درناوی وکړو نو زما او ستا د ابدالي بابا دا تاريخي کور به هم جوړ شي . لکه څرنګه چي مو د روسي ښکېلاک په وړاندي مبارزه وکړه اود ټولي نړۍ تېره بيا امريکا متحده ايالاتو مرستي مو ومنلې که هغه مرستي راسره نه وای ايا زما او ستا په توره به څه کولای شول !؟ د نړۍ سره هم زما او ستا د کور اوعقيدې کوم فکر نه و ، د هغوی خپلي ګټي وې ليکن کله چي زما او ستا د لويو ګټو سوال راشي نو بايد بيا خپل مسوليت اداکړو ، اواوس چي دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال طاقت په افغانستان کي پروت دی او زما اوستا سرحدونه يې د خپلو ګاونډيانو دمداخلې څخه ساتلي او زما اوستا دملي اردو پوليسو زده کړي ، تجهيزات ، او د وطن د ابادۍ په کارونو کي مرسته راسره کوي ، ولي يې دښمني وکړو ، لکه څرنګه چي د جهاد په وخت کي دې نړۍ له موږ سره مرسته وکړه ، او موږ بريالي شوو ، همدا شان اوس د خپلو ملي ګټو لپاره بايد ددې طاقتونو موجوديت قبول کړو ، او که چيري داسي ونه کړو نو بيابه هر څوک خپلي لاري درنه جلاکړي ، لکه څرنګه چي مشرف صاحب د ( سب سې پهلې پاکستان ) ياني تر ټولو لومړی پاکستان ناره ووهله ، او خپل دريځ يې دبوش په يوه ټيلفون سره بدل کړو ، زما اوستا لپاره هم ړومبی افغانستان دی ! خدای مکړه که افغانستان نه وي نه به ته يې نه به دي غيرت وي اونه عزت . په اخير کي دخپل وطن د درې رنګه مغروره بيرغ د تل تر تله رپا او د ټولو وطنوالو د هوسا ژوند په هيله ! ددې ليکني موضوع سره اړوند د قاري صاحب هجران شعر د صالح محمدصالح په ږغ کي واورئ