دمبايل له لاري بانکي خدمتونه(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25467

دخبریدو نیټه : 2009-05-01

دمبايل له لاری بانکی خدمتونه (ام- پيسه )

ليکوال: محمداسلام ياري

دمبايل له لاري بانکي خدمتونه(رپوټ)
داهغه نوی تکنالوژی ده چی دمبايل  په وسيله هر څوک  کولی شی چې خپلی پيسې   په خوندی، چټکه ، اقتصادی او اسانه توګه د يوځای نه بل ځای ته اويا خپل کورنی ته  ولیږې  ، خپلو کارکووونکوته د معاشونه په  ورکولو ، خپل حساب کښی کريدت ډيرولو  او کوچنیو سوداګرانوته د پورونو په اداء کولو کې پرته له دې چې خپل وخت ضايع کړی  ډيرو ګټه واخلی او خپلې پيسی د سفر پرمهال په خپل ګرځنده ټيلفونوکی خوندی وساتی .

او په هغه هيوادنو کښی چی د برښنا، ګاز او اوبو سيستمونه کمپيوتری  دی کولی شی  چی بی لدی چی خپل وخت دبانکونه ترشا په اوږدو قطارونه کی ضايع کړی دخپل د ګرځنده ټیلفون څخه ددی نوښت پوسيله بلونه په مستقيمه توګه  بانک ته  تحويل کړی .

 او (ام-پيسه ) په نړيواله کچه د مبايل لاری  دبرياليو بانکی خدمتونه دجملی څخه دی چی هيڅ ډول بانکی جوړښت ته اړتيانه لری .
که چيری پيرودونکوته د لنډ ليکلی پيغام له لاری د پيسو ليږدول ستونزمن ښکاري نودهغه پیرودونکو لپاره چې د سواد کچه یې کمه ده غږيږ سيستم په پام کې نیول شویدې .
 
دا نوښت دلومړی ځل لپاره د کينياپه هيواد کی مینځ ته راغلی چی نن سبا د شپږو ميليونو ځخه زيات  پيرودونکی اويا هم ګته اخيستونکی لری چی دا خدمتونه په ډیر چټکی اوموثريت سره مخ په خپريدو دی . اوافغانستان دوهم هيواد دی چی ددی نوی تکنالوژی نه د روشن د کمپنی سره چې د مخابراتو په ډکر کې تر ټولو مخکښه مخابراتې کمپنۍ ده ګټه اخیستلې شی ځکه  چی زمونږ په هيواد کښی  ۹۷ په س وکی وګړو ته دمبايل له لاری بانکی خدمتونه چمتو کوی.