له افغان او پاکستاني ولسمشر سره د هولبرک کتنه(رپوټ)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25624

دخبریدو نیټه : 2009-05-08


لیکوال میرویس جلالزی

تیره ورځ له بارک اوبهاما سره تر لیدو کتو وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې  خاص استازي یچارد هولبروک له افغان او پاکستاني ولسشمرانو سره خبري وکړي.


ښاغلي هولبروک د کرزي او زرداري له و ستیو ګډو هڅو او همغږیو ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې دی د سیمې د حالاتو د مثبت بدلون لپاره سخت امیدواره دی.
ریچارد هولبروک وویل چې د امریکا د متحدینو یعني افغانستان او پاکستان تر  منځ په ګډ کار کې پرمختګ یدل کیږي او پایلې به یې ډیري مثبتي وي.
افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستانی سیال یې پرون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کميټي له غړو سره وکتل.
هغوي یوه ورځ دمخه له اوبهاما سره کتلي وو  د دغې کمیټې مشر او د ام یکا ولسمشریزو  انتخاباتو ته پخواني  کاندید جان کیري د کرزي او زرداري مننه وکړه چې دوي د سناتورانو تندو پوښتنو ته  په سړه سینه ځوابونه وویل او د هغوي سر یې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو ور خلاص کړ.
افغان ولسمشر له امریکايي چارواکو سره  د نوري نژدې  همکاری  ژمنه هم وکړه او د خپل ملک د بقا او د متحدینو د آرمانونو د پوره  کیدو لپاره یې له نړیوالي ټولني د لا زیاتو مرستو مطالبه وکړه..
 زرداري د امریکې د سنا د بهرنیو اړیکو د کميټې غړو ته په وینا کې وویل، سناتوران چې له مونږ سره  په مرسته کې ښه ونډه ل ي او هغه  کسان  چې خپله ونډه په ښه توګه ادا کړي له مونږ سره  مرسته کولای شي..
هولبرک له دغو چا واکو سره تر خبرو وروسته وویل چې ډیر ژر به د افغانستان پاکستان او امریکا دری اړخیزه سرمشریزه  پیل ي.
دغسي غونډه څو کاله دمخه د امریکې په کوربتوب په واشنګټن کې د جمهور ریس بوش، حامد کرزي او پرویز مشرف تر منځ جوړه شوي وه.
هولبروک وویل چې دغه ناسته به ډیره اغیزمنه وي او د دریو ملکونو د ګټو ساتلو په برخه کې به وی پرمختګ ولیدل شي.