ایارښتیا هم د اسلام اوسیاست ترمنځ بیلتون شتون لري؟(۲۴)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 25634
دقریب الرحمن سعید ژباړه
دخبریدو نیټه : 2009-05-08

 د حكومت په جوړښت کې  د وزيرانو اهميت

دهیواد  د نظم په جوړولو کې  وزيران لكه د انساني جسم د غړو  په څير اهميت ل ي  لكه څنګه چې انساني جسم د غړو پرته كار نه شي كولاې ~ په همدى ډول د حكومت مشر هم د وزيرانو او انصارو د كومك پرته د حكومت نظم و نسق پر مخ نه شي بوتلاې .

 عبدالله بن المقفع چې په 143هجرى قمرى  یا 142هجرى قم رى کې  په قتل  رسيدلې كه څه هم په د ينى فكر کې  تر يوى اندازى پورى مشكوك و  خو د سیاست او وزارت په م وضوعاتو ئى د پوهى او حكمت نه ډکې جملى لیکلي دى - نوموړي د وزارت د اهميت په هكله ليکې  چې :

(لا يستطاع السلطان الا بالوزراء و الاعوان ولا ننقع الوزراء الا بالموده و النصيحه )

[ د وزراء او اعوانو پرته د ح كومت نظم و نسق پرمخ  نه شي تلاې او وزيران د مننى او خير غوښتنى پرته حكمران ته هيڅ  گټه نه شي رسولاې [1]].

په بل ځاې کې ليکې  چې[ د حكمران سره يو ځاې ناسته د غونډې ښاسيت او د رعيت ژبه وى . ]

ابن الربيع چې په 272 هجرى قمرى كال ئې د( سلوك المالك فى تدبير المالك) تر عنوان لاندې يو كتاب لیکلي . په دى كتاب کې  هغه د وزارت د موضوع په هكله لیکلي چې : [كه چيرى څوك د وزارت څخه بى پرواه واى نود هرچا د مخه به ترې سیدنا  محمد ص ى الله عليه وسلم اوسیدنا موسى عليه السلام   بى نیازه او بى پرواه شوې واى] - وزير د خليفه په كارکې شريك وى د حكومت د نظم تدبيرونه جوړوى او هغه په خپله  وينا او عمل کې  دښه تدبیر  خاوند وي ] [2].

علامه ماوردى او قاضى ابويعلى رحمة الله عليهم دواړو په يو ډول الفاظو کې لیکلي دى چې[ كله چې د نبوى فريضى په اداء كو و کې وزير نيول روا دى ، نو په امامت او خلافت کې خو بالكل روا دى ]، خلیفه د امت چارى په ځانکړې  توګه د نائب پ ته سرته نه شي رسولاې،   ځانته د كار كولو په نسبت د كار شريك يو كس د وزير په توګه جوړول ډیر ګټه ور دى چې د دى په كومك سره به د احكامو نفاذ په ښه توګه صورت نيسى.  د خليفه  اوږې  به  سپكې  وي ، وزارت د غ طيو څخه د لري والي له پاره ډیره ښه ذريعه ده [3].

مشهور مورخ محمد بن على ابن طباطبى رحمة الله عليه چې په 709 هجرى قمرى کې وفات شوى او د ابن الطقطقى په نوم ئى شهرت مندلى و. وزير ته د اړتیا په هكله فرمايى : [وزير د حكم ان او رعيت ترمنځ واسطه وى نو دى ته اړتیا ده چې د هغه يو اړخ داسى وى چې د حكمرانانو سره مناسبت  ولري او بل اړخ ئې د رعيت سره، ترڅو هغه په مقبوليت ، امانت او محبت کې د دواړو اړخو سره په ښه طريقه كار وکړې [4].

ع امه ابن خلدون رحمة الله عليه چې په 808 هجرى قمرى كال کې مړشوى دى لیکلي چې : (الوازره هى ام الخطط السلطانيه و الرتب الملوكيه )

[ وزارت د حكومت په ټولو څانګو او منصبونو کې مركزى مقام لري ] [5].

د تفويض وزارت او د تنفيذ وزارت

ماوردى او ابويعلى رحمة الله عليهما وزارت په دوه برخو ويشلي دى او دواړه ئى روا ګڼلى :

(دتفویض وزارت   او د تنفیذ وزارت ) 

(فاما وزاره التفويض فهو ان يستو زر الامام من يفوض اليه تدبير الامور برائه او امضاها على اجتهاده)

  [ د تفويض د وزارت [صدارت عظمى ] څخه مقصد دا دى چې امام دى هغه سړي خپل وزير وټاکې ، چې هغه ته د ټولو چارو او د نظم او نسق پوره واك ورکړل شوى وى. نوموړي د خپل راى او اجتهاد په اساس  څه مناسب تدابير نيولاې شي او هغه  تدابير نافذ ولاې هم شي].

د تفويض د وزير په واك کې، د احكامو جارى كول ، د ښكته مامورينو ټاكل ، محكمى جوړول ، عسکرې تنظيم راوستل او د هغوى وسله والول ، او د هغوى مشرى په غاړه اخستل،  د هغوى د ډلې څخه یو کس دهغوې د قوماندان په صفت ټاكل ،د انتظامى امورو په هكله پ يکړې كول شامل دى خو په دى ټولو كارونوکې خليفه د وروستۍ پريکړې واك لري ، هغه د تفويض وزير عزل كولاې شي او جارى کړل شوى احكام  ئى منسوخ كو لاې شي. 

 د تفويض وزير د خپلو پریکړو او د مامورينو د ټاكلو څخه خليفه با خبره ساتى،او په هر كار کې به د هغى څخه منظورى اخلى ~ ترڅو چې دى په عملى تو ګه مطلق العنان و نه ګرځي، خليفه به د خپل وزير د تدبيرونو او پریکړو پوره نګرانى كوى او د هغه سهي  او قانونى پريکړې به د اجراء  وړ بو ي  او غير قانونى پريکړې به ئې منسوخوي[6] .

جلاالدين سيوطى رحمة الله عليه چې په 911 هجرى قمرى كال وفات شوى دى د تفويض د وزير د اختیاراتو په هكله داسى تشريحات ورکړې دى :" په حقيقت کې  وزير د خليفه هغه نائب وى چې  د هيواد ټولى چارى ورته سپارل شوى وي ، د قاضیانو او والیانو مقررول د عسكرو منظمول، تنخواه ګانو او وظيفو وركول، تنخوا ګانو کې كموالي او ډیر والي، رتبه لوړول یا رتبه ټيټول ، پريکړې كول یا د پريکړې منسوخول، د چا سره اړيکې ټينګول یا غوڅول او په خزانه کې  واك كول او دهغى خرڅول دهمدې وزير له مسئوليتونو او اختیاراتو څخه دى " [7].

نن ورځ د تفويض وزیر ته صدر اعظم وائى او د تفويض د وزارت ذكرشوي جوړ ښت ته پارلماني  جوړښت وائى .په پارلماني نظام کې  صدر اعظم د ریاست د مشر لخوا ټاكل کیږي خو هغه بايد د پارلمان اود شورى مجلس له خوا نه د اعتماد راى واخلي چې د اكثريت د اعتماد د لاس ته راوړلو پرته هغه د خليفه یا د حكومت د مشر لخوا عزل كيداى شي ، صدر اعظم په عملى تو ګه د انتظامى امورو مشري په غاړه لري او  د خپل ځان له پاره د ضرورت په اندازه كابينه جوړو لاې شي ترڅو د هغوي په كومك د ملت چارى پر مخ بوزى - دى ډول نظام ته ماوردى ، ابویعلى او ابن خلدون رحمة الله عليهم د تفويض د وزارت نوم ورکړې دى.

 

 

 

 

دصدر اعظم ټاكل:

د عباسى دورى په ملوكيت کې به صدر اعظم د پادشاه لخوا ټاكل كيده د ابوالعباس سفاح او منصور په حكوم تونو کې  صدر اعظم خپلواکې او د ډیر قوت خاوند نه و  .

ابن طباطبائى لیکلي دى چې خپله د منصور دبدبه دومره ډیره وه چې د هغه په مقابل کې د وزيرانو د بدبه ډیره كمه پاتى شوي وه ځکه په خپله وزيران به د هغه څخه هر وخت په لړزان او ويره کې وو [8].

د وزارت ظالمانه تگلاره د هارون الرشيد په حكومت کې شروع شوه - ابو عبدالله محمد بن عيددوس الجهشیارى رحمة الله عليه چې په 311 هجرى قمرى كال وفات شوي دى په خپل كتاب (الوزراء و الكتاب) کې ليکې  چې : [كله چې  هارون الرشيد د حكومت مسئوليت په غاړه واخست نو يحى بن خالد بن برمك ئى دربار ته اوغوښت [ چې پلار به ئى ورته وايه] او ورته ئى وويل اى پلارجانه : تا د خپل نيك تدبير په اساس زه دى منصب ته راو سولم ~ له دى امله ما د خپل رعيت ټولى چارى تا ته در وسپارلى ~ (قلد تك امرالرعيه ...) [ زه به ستا په هيڅ معامله او کړو باندې غور او فكر هم و نه کړ م ] او په دى ډول ټول دفترونه د ابن خالد په لاس کې  ورواچول شول .

ابن خلدون لیکلي چې :[د عباسیانو د ظالم حكومت مركز کې به كله صدر اعظم بدل شواو كله به پادشاه، د ځواك له پاره هلى ځلى كيدى او د واك او اختیاراتو مركز به بدليده را بدلیده [9].]

 په اسلامي حكومت کې به  خليفه د ورځنې عامو كارونو د پریکړو څخه پرته ، په ټولو مهمو چارو کې د شورى د پريکړې پابند وي . څرنګه چې د وزيرانو او نورو م همو منصبونو له پاره د اهل كسانو ټاكل د مهمو امورو څخه دى   نو په دى خاطر د "امرهم شورى بينهم " د شرعي اعدى لاندې خليفه مكلف دى چې د صدر اعظم او د وزيرانو د ټاکنې او یا د كابينى د انحلال دمنظورۍ له پاره  د شور   غونډې ته مراجعه وکړي او دهمدې غونډې  څخه دپریکړې د اخستلو پابند وى، او وزارت د پريښولو له پاره هم  باید د شورى د غونډې پریکړه اساسى شرط   وي. څرنګه چې  صدر اعظم په عملى تو ګه حكمران دى  نو بايد د اسلامي ټولنى له خوا منتخب او د هغى اعتمادئى تر لاسه کړې وي. غير معتمد وګړي ته د حكومت وركول شرعاًَ روانه دى. لكه څنګه چې د " الشورى " په څیړنه کې د هغه د دلا  ئلو یادونه شوي ده .

 

د صدر اعظم صفات:

(ويعتبر فى تقليد هذه الوزارء شروط الامامه)

 [ د صدر اعظمى  یا ( د تفويض دوزارت ) د منصب له پا ه    همغه شرائط دى چې د امامت او خلافت  له پاره  پخوا  یاد کړل شوي  دي[10]].   يعنى( ايم ان ، علم،تقوي په معامله پو هيدل ، جسمى قوت ) .د دى شرائطو موجوديت په صدر اعظم کې ، همداسى اړین  دى لكه څ نګه چې  د خليفه له پاره اړین  و  ځکه چې صدر اعظم په عملى ډول د مملكت چارى په غاړه لري .

علامه م اوردى رحمة الله عليه د صدر اعظم ددې صفتونو په هكله داسى تشريحات ورکوي :

 (د تفويض وزیر  یا [ صدا عظم ] په اخلاقى  توګه باید  پاك او سپيڅلى وي  او د تدبير له پلوه ئى كار پوخ وي. تجربى او روزنى هغه م هذب کړې وي ، د حكومت د اسرارو امين وي ، د مسائلو د حل له پاره ملا تړلي ولا ړ وي ،د پراخى حوصلى او علم وذهانت خاوندوي ، د يو حكمران په څير رعب ولري ، او د پو هانو په څير سنجيده وي ْ د علماؤ په څير تواضع  او د فقهاو په څير پوهه ولري، نيکې  پيژندونکې او صابر وي ، سمدستى لږې  گټى ته په را تلونکې  ستر تاوان ترجيح نه و کوي ، او د خپلې خوږې وینا او  بیان     په اساس د خلكو زړونه لاس ته راوړې شي [11] ].

ابن طباطبائى رحمة الله عليه ليکې چې :

(دیانت لرل، ريښتونى ، پوخ كاره ، پوهه ، ويښ فكره او سیاسي پوهه د صد اعظمى لازمى عناصر دى د صدر اعظم له پاره ، نرمى ، وقار ، متانت ، حريت ، حلم، پراخه حوصله ، ميړنىتوب  ، زړورتوب ... دا ټول صفتونه اړین  دي [12] .

علامه ماوردى رحمة الله عليه د «اّداب الوزير »په نوم يو كتاب لیکلي دى  او  د دى كتاب په شروع کې  هغه يوه اوږده سريزه لیکلي ده،  د هغى سريزى لنډيز په دى تو ګه دى : [اى وزيره !: ته حاكم هم ئى او محكوم هم   " سائس و مسوس " د رعيت سیاست ستا په لاس کې  دى خو په خپله ستا سیاست دهيواد د مشر په لاس کې  دى ، د دى له پاره دى ته اړيتا ده چې ستا  د فكر يوه خوا د هغه رعيت دګټو او رفاه  په لور وي چې ته پرى حكمرانى کوي او بله خوا د هغه حكمران په لور وي چې  د هغه پيرو ى په تا فرض دي.  د هيواد نظم او نسق ستا په لاس کې دى او د هر قسم خرابۍ مسئوليت ستا په غاړه دى. ددى له امله ته د وينا د ژبى په ځاې د عمل د ژبى څخه كار واخله .]

[اى وزيره ! تا ته د دى هيواد نظم او نسق درسپارل شوي چې بيناد يى داسلام سپڅلى دين دى ، ددغه سپڅلى دين قائد وګرځه او حق خپل لار ښود وګرځوه نو هر قوي شخص به ستا تر مخ كمزورى ي ، او هر سخت كار به درته اسانه شي، د اسلام د دين انصار او كومكونکې موجود دى ... د دى انصارو زړونه لاس ته اوړل ستا له پاره يو توخه ده ، د ځیني پوهانو څخه پو ښتل شوي   چې د دفاع له پاره كوم ډول لښكر په كار دى ؟هغوي ځواب ورکړ ی چې  دين . بله پوښتنه ئى ورڅخه و کړه چې د ټولو څخه ډیر قوي فوج كوم يو دې؟ پوهانو ځواب و کړ  عدل او انصاف .

حكمرانى په حقيقت کې دين ته وركول شوي نو دا دين خپل كومكونکې و ګرځوه ، نو د خلكو زړونه به ستا په مقابل کې  نرمى اختیار کړې ، د مملكت استحكام د دين  دجارى كولو پورى تړلى دې. د عدل مثال د يوي شنى ميوه لرونکې ونى په څير دى خو ظلم هغه و نه ده چې د هغى بيخ او جرړى پرى کړل شوي دى ] [13].

نور په پنځه ویشتمه برخه کې ولولئ.....

 

 

--------------------------------------------------------------------------------

[1]  - رسائل البغاء الادب الصغير  23 مخ د نظام الحكم په حواله  224 مخ

[2]  - سلوك المالك  123 مخ  په ح واله د نظام الحكم 423 مخ

[3]  - الا حكام السلطانيه د ماوردى  22 مخ - الاحكام السلطانيه د القاضى ابويعلى 29 مخ

[4]  - الفخرى فى الاداب السلطانيه و الدول الاسلاميه اردو ترجمه د مولانا محمد جعفر شاه 182 مخ   1962 عيسوى كال چاپ لاهور پاكستان چاپ

[5]  - مقدمه ابن خلدون فصل فى مراتب الملك و السلطان و ا قابها 186مخ

 -[6] الا حكام السلطانيه د ماوردى 22 مخ - الاحكام السلطانيه د القاضى ابويعلى 29 مخ

[7]   - حسن المحاضره د سيوطى رحمه الله عليه 2 ټوك 121 ~123 مخونه

[8] -  الفخرى اردو ترجمه  208مخ

[9]   - مقد مه د ابن خلدون  188 مخ

[10]  - الا حكام السلطانيه د ماوردى  22مخ -  الاحكام السلطانيه د القاضى ابويعلى 30 مخ

[11]  - الا حكام السلطانيه د ماوردى  22 مخ

[12] - الفخرى 182 مخ

 ادب الوزير 3 مخ په حواله د نظام الحكم 432 مخ